د شور په کوڅه تېر شوم د سکون تر دروازې
د مرګ سايه خوره وه شوم راستون تر دروازى
د سرو وينو په کرښه په ککړو قدمو !!
د پوهى څراغ وړمه د پښتون تر دروازى
په شتون کى د ښامار لوى بغاوت دى اوجنون
سفر بې تورې ډاله د قارون تر دروازى !!!
د شور په کوڅه تېر شوم د سکون تر دروازې
د مرګ سايه خوره وه شوم راستون تر دروازى
د سرو وينو په کرښه په ککړو قدمو !!
د پوهى څراغ وړمه د پښتون تر دروازى
په شتون کى د ښامار لوى بغاوت دى اوجنون
سفر بې تورې ډاله د قارون تر دروازى !!!
کېسې دى د ريښې ريښې ګرۥيوان د يبلو پښو
داهم بيله دنيا ده د مجنون تر دروازى !!!
په بېلو بېلو لارو د يوى مبدا په لور !!!!!
روان د غچ په نيت يو د ملعون تر دروازى
د يوې چېنې اوبه څکو له يوى خاورى يې خورو
خو سپين نه شو يوبل ته د مظنون تر دروازى
کېسې دى د ريښې ريښې ګرۥيوان د يبلو پښو
داهم بيله دنيا ده د مجنون تر دروازى !!!
په بېلو بېلو لارو د يوى مبدا په لور !!!!!
روان د غچ په نيت يو د ملعون تر دروازى
د يوې چېنې اوبه څکو له يوى خاورى يې خورو
خو سپين نه شو يوبل ته د مظنون تر دروازى