آی-اس-آی او د هغو شرميدلی افغانی اجنټان

حکيم روان

زما د ښونځي ښکلی ودانی زمونږ د خاورينو کورنو او کليو په منځ کې د يوې بلې نړۍ څخه راغلی څيز وو ، هغه وخت د خوست په ښار کې داسې ښکلی ودانۍ د ګوتو په شمار وې . زمونږ ښايسته ښوونخي ته اور واچول شو ، ښوونځی د اور په دوزخ کې لولپه شو . تر ننه هغه ښوونځۍ د په خوا په څېر و نه رغول شو . ترننه پاکستان په افغانستان کې د ښوونځيو سره دښمنۍ ته د جهادي لوټمارو او طالبی تالی څټو په مټ ادامه ورکوي . خلکو به ويل چې : « ښوونځۍ پرمټخورو وسوځاوه» . پرمټخواره يې د پاکستان اجنټان بلل ( پرميت يو انګريزی لفظ دی مانا يې اجازه ده ، دې کسانو د پاکستان د استخباراتو کارتونه لرل اوله هغه ځايه به يې مياشتنی معاشونه اخيستل ، د کارت لرونکو او معاشخورو ته به يې پرمټخواره ويل ). پرمټخورو د تيليفون سيمونه پرې کول، څو د وخت ادارې ته ستونزې جوړې کړي. د تيليفون مزی به يې په ځانګړی توګه  په هغو وختونو کی پرې کول ، کله به چې پرمټخورو کومه ورانکاری کوله او يا کله به چې د چارتراشو لوی کاروانونه پاکستان ته تيريدل ، تر څو افغان حکومت د هغو مخه ونه نيسي .

پرمټخورو( د پاکستان افغانی اجنټان ) به د خلکو په منځ کې بيلې ډاره د پاکستان په ګټه او د افغان حکومت پر ضد تبليغات کول ، عينا لکه اوس يې چې کوي .

مثلا ويل به يې چې : « د افغانستان پاچا سوالګر دی په سوالګری پاچاهی نه کيږي » ، په دې ډول دوی غوښتل د افغانستان پر حکومت د خلکو باور کم کړي . يا دا چې : « پاچاخان هندو دی ، ځکه د پاکستان ضد دی » ، « ښونځي هلکان د خويندو سره وادونو ته هڅوي » او داسې نور……

د پاکستاني اجنټانو تبليغاتو به په ځانګړی توګه هغه وخت زور واخيست ، کله  به چې د هند او پاکستان تر منځ اړيکی خړ ، پړ شول . پاکستانی چارواکي ډاريدل چې د هند سره د نښتې په مهال افغانستان د خپلې خاورې د تماميت له پاره لاس په کار نه شی . کله چې د هند او پاکستان تر منځ لومړی او دوهم وار نښتې وشوې . پاکستانی اجنټانو زمونږ د ساده او ناپوهو خلکو په منځ کې تبليغ وکړ چې : « هندی عسکر اوه ډزي توپک استعمالوی ، د پاکستان حکومت وايي چې که څوک له هندی عسکره ټوپک ونيسی ، هم به غازی شی او هم نيول شوی ټوپک د غازی شخصی مال ګرځي » . په دې توګه په سلګونو ساده او ناپوهه افغانان د توپک د ګټلو له پاره هغو جنګونو ته ورغلل او په ندرت سره بيرته څوک راوګرځيدل . ځکه پاکستانی شيطان د خپلو سربازانو د پرمختګ د پاره دوی د هند د لښکرو له خوا په کرل شوو بمونو ور خيږول .

 پاکستاني واکمن له دې امله هم افغانستان خپل ستراتژيک عمق بولي او غواړی افغانستان تغير و نه کړي او د پاکستان د شومو موخو له پاره ، تل همداسی وروسته پاتې او جاهل وساتل شي . د ننی جنګ اصلی موخه همدا ده . پاکستان وېره لري چې افغانستان به د نړيوالې ټولنې په مرسته د پرمختګ مدارجو ته ورسيږی او بيا به افغانان د خپلو ناروا موخو د پاره استعمالولای نه شی . او طالب جان بله دنده نه لري ، اصلی دنده يې په افغانستان کې د تغير پر تابوت د وروستي ميخ وهل دي . طالب دوهمه سقاوی ده . ځکه د يو شمېر ناپوهو «پوهانو» تر څنګ د آی-اس-آی ډنډورچيان د اشغال او ملی مقاومت ډوهلونه ګړمبوي ، تر څو په افغانستان کې د تغير مخه ونيسي او ميدان بيا د آی-اس-آی لوبو ته خالی شی . په افغانستان کې هر افغان ، پوه او ناپوه په دې پوهيږي چې وينې يې پاکستان او د پاکستان تالی څټي تويوي .

پرمټخواره ( پنجابی اجنټان ) همدا نن پورې اخته دي . په داسې حال کې چې د پاکستان مشران په ډاګه نارې وهي چې په افغانستان کې د جګړې اور دوی بل کړی دی ، پرمټخواره وايي چې نه خدای دې نه کړي ، پاکستان زمونږ مسلمان ګاونډی دی ، د جګړې اصلی عاملين نور څوک دي .

د آی-اس-آی ډنډورچيان هيروي چې جنرال مشرف د پاکستان پخوانی ولسمشر په ډاګه اعتراف کوي او وايي چې : « حقانی ، ملا عمر ، او اسامه بن لادن زمونږ هيرو ( اتلان ) دی » ولې اتلان دي ؟ ځکه اسلامی بنسټ پالنه ، د تروريسم توليد او صدور د پاکستان د بقاء تضمين دی . حقانی او ملا عمر ځکه د پاکستان اتلان دي چې د پاکستان د ګټو د پاره افغانان وژني او بنسټ پالنه خوروي . حقانی او ملا عمر خو په انګلستان او فرانسه ، امريکا او کاناډا کې نه جنګيږی ، خو په افغانستان کې جنګيږی نو د جنګ قربانيان به يې له افغانانو بل څوک وي ؟ خو د پاکستان افغانی مرئيان په پوهه او ناپوهی کې د «ملی مقاومت» په نوم د دې جنګ په اور تېل پاشي .

د پاکستان واکمن په ډاګه وايي چې د افغانستان د جنګ او سولې برخليک د کشمير د کړکيچ سره تړلی دی . مانا دا چې که پاکستان په کشمير کې امتياز تر لاسه کړي ، دوی به په افغانستان کې له جنګه لاس واخلي . اوس هم د افغانستان پر ضد د جنګ ادرس مالوم نه دي ؟ د آی-اس-آی اجنټان د تروريستی پاکستان بربنډې کونې ته پرتوګ ګنډي ، خو پټولای يې نه شي . « نه ، نه څوک وايي ، پاکستان اصلی دښمن نه دی .»  اې زما د خلکو ويده زوره را ويښ شه ، ستا د ټاټوبي په پاکه لمنه د پنجاب ناولی لاسپوڅي څه نخرې کوي ! ګيلانيان څه وايي ؟ وايي دا افغانستان دی چې په پاکستان کې مداخلې کوي او بل ګيلانی وايي چې پاکستان زمونږ پر ضد د جنګ اصلی ادرس نه دي . دا کږې خولې به کله سميږي ؟

په پاکستان کی لسګونه تروريستی ډلې ( لکه لشکر طيبه «اوسنی داعش» ، سپاه صحابه ، لشکر جنګوی ، جيش محمدی ، جماعت اسلامی ، جمعيت الدعوه ، جمعيت الانصار ، حزب المجاهدين ، لبيک يا محمد او بی شمېره نور تروريستی سازمانونه ) د تروريستانو او انتحاريانو د روزنې مرکزونه او مدرسې هم په امريکا کې فعاليت کوي ؟ چې په عمده توګه په  ګران هيواد افغانستان او هند کې د جنګونو او خونړيو بريدونو اصلی عاملين دي ؟ د آی-اس-آی اجنټان له واقعيتونو څخه د انکار له پاره خپل د طالبانو په شان ړوند او ګوډ منطق کاروي او وايي چې پاکستان ته امريکا وايي ! که داسې وي خو تاسو خو کله هم ونه ويل چې پاکستانی حکومت ګوډاکۍ دی او د امريکا په دستور يې پاکستان د تروريسم په مرکز اړولی دی او له تروريستی ډلو او له هغې جملی له طالبانو ملاتړ کوي .

پرمټخواره خو يواځې افغان حکومت او امريکا او ناټو د ټولو بدبختيو منشاء بولي او پر پاکستان خبره نه کوي ، چپ شه چاته مه وايه ! د دوی له نظره که امريکا د افغان حکومت له ملاتړه لاس واخلی ، خير خيرت به شی . خو داسی نه ده ، اجنټان بايد پوه شی چې د امريکا او ناټو دوهم وار تېر وتنه او  د تروريسم ليوه ته د افغانستان يواځې پريښودل به نه يواځې خير خيرت نه شی بلکې د داسې خونړيو نښتو پیل به شی چې تېر به له هر چا هير کړي . مونږ امريکا او د هغو ناټويي متحدينو ته خبردارۍ ورکوو چې په دې وار تېر وتنې سره به د تروريسم سره په خپلو دروازو کې جنګيږئ ! پاکستان خپل ټول ۷۰ کلن تاريخ د تروريسم ودې او د بنسټ پالنې پراختيا ته وقف کړی وو او ددې کار د سرته رسولو د پاره يې « احمقان » ( ټرامپ وايي: پاکستانيانو زمونږ د ملياردونو په مقابل کې زمونږ احمق رهبران وغولول او درواغ يې ورته وويل ) لکه لنګې غواوې لويشل .

 پنجابی اجنټان د آی-اس-آی ايله جاريو د ناولو قرون وسطايي طالبانو لښکرو ته چې په پاکستان او افغانستان کې د افغانانو په وژنه بوخت دي ، د ملی مقاومت او آزادي بښونکی نهضت نوم ورکوي . مونږ د پنجاب له تالي څټو پوښتنه کوو چې تاسو ولی د سميع الحق پاکستانی مقاومت ته ملی مقاومت واياست ؟ په ځانګړي توګه د ګوتو په شمار چپ نما بنسټ پال بايد د لرې پښتونخوا د پښتون ژغورنې د غورځنګ له چيغو او واويلاؤ وشرميږی کوم چې د آی-اس-آی او طالبانو« ملی مقاومت » په ګډه توطئه کې هره ورځ په خپلو وينو لامبي .

که طالبان ځانونه افغانان بولی چې البته دی خو مونږ له دې پاکستانی افغانانو پوښتنه کوو چې :« که طالبانو اسامه بن لادن له افغانستانه ايستلی وای ، آيا  «اشغال» به صورت موندلای وای ؟

نو که « اشغال » ته طالبانو په لوی لاس زمينه مساعده کړي وي ، نو بيا خو طالبان نه يواځې ملی مقاومت نه شی بلل کيدای او نه يواځې د پاکستان ګوډاکيان دی ، بلکې د « اشغال » ګوډاکيان هم دي.

ځه ! د پاکستان ، افغان مدافعين  دې د آی-اس-آی په ځای دې پوښتنې ته ځواب ووايي چې :  د امريکايي «اشغال» د مخه د آی-اس-آی او طالبانو په خدايي کې پر افغانستان څه تيريدل ؟ خارجيانو د کابل په غازی ستوديوم کی لاسونه پرې کول ؟ او ښځې يې په ګوليو ويشتی او که د آی-اس-آی طالبی نوکرانو ؟ زمونږ موزيمونه خارجيانو چور او تباه او په بمونو والوزول او که جهادی غلو او طالبی ځناورو ؟  نن که افغانستان يو فاسد او بی کفايته حکومت لري ، لوټماران او غله حکومت کوی دا غله ، په پاکستان کی روزل شوی جهاديان د پاکستان تحفه ده که د بل چا ؟

 مولانا سميع الحق د طالبانو پلار ويل چې د طالبانو تحريک دده تر رهبری لاندې تشکيل شوی دی او طالبان يې خپل بچی بلل او په افغانستان کې يې جهاد ته هڅول . آيا سميع الحق هم د افغانستان د آزدی او استقلال له غمه  همداسې خوب نه درلود ، لکه زمونږ ځينې تش په نامه چپي بنيادګر چې خوبونه نه لري ؟ د ښي اړخه بنيادګر ملا سميع الحق بچيان طالبان د کين اړخو بنسټ پالو د پاره « ملی مقاومت » دي . ښۍ او کيڼه بنسټ پالنه يو بل ته لکه د يوې مور زامن ورته دي .

 کله چې د اسامه ژوند په افغانستان کې د ګواښ سره مخامخ شو ، چا په آيبټ آباد کې پناه ورکړه ؟  مولانا سميع الحق ، آی-اس-آی که امريکا ؟  «سور انقلابی» دې انجام ته څه وايي ؟

زه نپوهيږم چې د پنجاب ذليل او ټيټ اجنټان د مظلوم افغانستان څخه څه غواړئ ؟

آ ها ، پخوا پاکستانی کنچنيو «احمق» امريکايان  او اروپايان د افغانستان او هند پر ضد استعمالول او اوس هغه احمقان هوښيار شوي دي او په افغانستان کې د خپلو ګناهونو جبران کول غواړي . خو له پاکستانه زيات د پاکستان جهادی – طالبی نوکران او د حيرانتيا سره ، ځينې چپ بنسټ پال ، سرونه شکوي ، چې ولی د زمان رټ ( څرخ ) د پاکستان خلاف د افغانستان په ګټه واوښت .

پرمټخواره ( د آی-اس-آی اجنټان ) بايد پوه شی چې امريکا د افغانستان له وينو نه ده بډايه شوي ، دا پاکستان دی چې د افغانانو د وينو او سرونو او د افغانستان د سوځولو او تباه کولو په قيمت بډای شوی دی .

پرمټخواره بايد وپوهيږی چې افغانستان سره د پاکستان د دښمنۍ په اړه چا کوم خوب نه دی ليدلی ، بلکې پاکستان عملا د افغانستان د تباهی هڅې کوي . دا د پاکستان د واکمن ضياءالحق خبره ده چې : « کابل بايد ورو ورو د اور په جهنم بدل کړو » . د پنجاب نوکران د پاکستان دې بربنډې دښمنۍ ته څه ډول پرتوګ ګنډي ؟ او د افغانستان سره د پنجاب دښمني څنګه پر بل چا تاوانوي ؟

 ظالمانو !  د افغانستان د مظلومو او د پاکستان او طالبانو له خوا د تحميل شوی خونړۍ جګړې له ستړو خلکو هم نه شرميږئ ؟ زمونږ له بې اسرې يتيمانو او بورو ميندو هم حياء نه درځي ؟ او د پاکستان په غم کې ياست ، غواړئ پر پاکستان پردې واچوئ او ولس د خپل اصلی دښمن پاکستان پر ځای د نړی د زبر ځواک سره مخامخ کړئ ؟ افغان ملت خپل خونی دښمن پيژندلی دی ، هسې خواري کوئ . افغانان پوهيږي چې د پاکستان سړيخور رژيم  د افغانستان لومړی درجه دښمن  او د ايران فاشيستی آخوندي رژيم زمونږ د خلکو دوهمه درجه دښمن دی . دا دواړه رژيمونه بيلې خوشبينۍ او بدبينۍ په سيمه او نړئ کې د شرارت رښتيني مرکزونه دي . پاکستان او ايران پر افغانستان سربېره په يمن کې د اسلام تر نوم لاندې د يمني مسلمانانو وينې تويوی .

 مونږ په نړئ کې نور دښمنان نه لرو، ممکن مخالفين او علاقمندان ولرو ، خو څرګنده دښمنی مونږ سره او د پاکستان او ايران د خلکو سره د پاکستان او ايران د لعنتي رژيمونو له خوا کيږي .

افغانان به يوه شيبه ددې خونخورو رژيمونو پرته د دوو وروڼو او دوستو خلکو سره د خپلو انسانی اړيکو د رغولو په هکله ترديد ته ځای پرې نږدي . خو زمونږ د خلکو زړونه به هغه وخت يخ شی چې د پاکستان سړيخواره نظامی واکمنی او د ايران فاشيستی آخوندي واکمنی په ګونډو شي او د خپلو خلکو تر پښو لاندې غوبل شی ، و به ګورو چې پاکستانی او ايرانی اجنټان به هغه وخت بيا کومی بابولالې وايي ؟

خو پنجابی نوکران بايد په دې خبره پوه شي چې د افغانانو وينې اوبه نه وې چې پنجابی واکمنو په دومره بی باکی سره تويې کړې . دوی زمونږ په وينو لړلی ګيدړ ( پنجاب ) د افغانانو له انتقامه په دې اوتو بوتو خلاصولای نه شي . پای   ۱۶/۱۱/۲۰۱۸

 

Comments are closed.