آی-اس-آی خپل کرلی په نورو ريبي

حکيم روان

آی اس آی خپل کرلی په نورو ريبی

 

د آی-اس-آی د وينو تنده نه ماتيږی . زمونږ په ګران هيواد افغانستان کې د ۳۵ کالو را په دې خوا زمونږ د مظلوم او مسلمان ملت وينی تويوی . آی –اس-آی په هند کې د هندی وګړو وينی تويوی . رښتيا ده چې ترهګر دين او ملت نه لری . د څه مودې را په دې خوا د نړی د غولولو له پاره اوس د پاکستان د خلکو وينی تويوی ، څو نړی ته وښيي چې پاکستان نه يواځې تروريستان نه روزی ، بلکې د تروريسم قربانی هم دی .

د نړی په مخ دوه بی شرمه او بی حيا خونخواره رژيمونه د ټولې نړی امن او ثبات ننګوی :

– د اسرائيلو صهيونيستی رژيم نږدې نيمه پيړی د فلسطين د مظلوم ولس وينی تويوی ، کورونه يې ورانوی او پر ځای يې راغلو اسرائيلی مهاجرو ته کورونه آبادوی او د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبليو د لسګونو پريکړه ليکونو سره سره د فلسطينی ځمکو اشغال ته په بی شرمی سره ادامه ورکوی او په دې توګه  د نړی ، سيمی او پخپله د اسرائيليانو امن او ټيکاؤ د خپلو پراختيا غوښتونکو صهيونيستی سياستونو قربانی کوی.

– د پاکستان مذهبی-فاشيستی-نظامی کړيو د پاکستان د غدارانه ايجاد را په دې خوا د ټولو امکاناتو په کار اچولو سره د مذهبی فناتيسم ، کرکی او نفرت د کرلو او بنسټ پالنې د پراختيا، د ورانکارو تروريستی ډلو د روزلو تجهيز او تمويل کار په غاړه اخيستی او په دې توګه يې په پاکستان کې لسګونه وسله والی مذهبی ډلې د نظامی او ورانکارو فعاليتونو د سر ته رسولو په موخه د ګاونډيانو د تباهی ، سيمی او نړی د ګواښلو له پاره رامنځته کړی او تر ننه يې سلګونه ورانونکی خونړی بريدونه او مرګونی ګوزارونه پر افغانستان برسېره د نړی په ځواکمنو هيوادونو لکه امريکا، انګلستان ، روسيه، چين ، هند او نورو کړی دی . د پاکستان دوه مخو واکمنانو د افغانستان ، سيمې او نړی د خلکو امن او سوله ايز ژوند د خپلو مذهبی فاشيستی لويي غوښتنو او ناولو موخو له پاره برمته کړی دی .

دا دواړه لعنتی ، خونخواره او تيری کوونکی رژيمونه يو له بل سره مشابهتونه او خپلوی لری . دواړه رژيمونه د سيمی د نورو اوسيدونکو د ارادې پر خلاف او د هغوی تر شا د استعماری ځواکونو له خوا د انتقامی او نفوذی موخو له پاره پر مذهبی او قومی بنسټونو تحميل شوی دی .

لوستونکو ته به پته وی چې کله په 1971 کال کې د اردن د ننه کورنی جګړه پيل شوه ، ددې جګړی يوه خوا د اردن د واکمن پادشاه حسين او دهغه پلوي نظاميان وو او بله خوا يې د اردن د ټولنی اکثريت اوسيدونکی فلسطينيان وو چې د يأسرعرفات د آزادی غوښتونکی جبهې ملاتړی وو. د اردن پاچا لکه د نورو عربی پاچاهانو په څېر غوښتل د اسرائيلو سره پر فلسطينی ولس د تيريو او نارواو سره سره روغه جوړه وکړی.اسرائيلو د اردن سره د جوړې له پاره د اردن څخه د فلسطينيانو اوعرفات د ملاتړو د شړلو او نابودولو شرط وړاندې کړ. د اردن د اردو ټولګيو نه شوای کولای چې د عرفات د فتحې د جنبش د ۲۰۰۰۰ وطنپالونکو سرتېرو په وړاندې وجنګيږی . د اردن پاچا د اجيرو قاتلانو په لټه کې شو ، د سعودی عربستان پاچا د اردن ملک حسين ته په پاکستان حواله ورکړه او په دې نقش کې د پاکستان جنرال ضياءالحق سينه و ډبوله . جنرال ضياءالحق د پاکستانی اجيرانو او اردنی اردو په سر کې د ۱۹۷۱کال په سپتامبرکې پر فلسطينيانو بريد وکړ او د څو ورځو په لړ کې يې په زرګونو فلسطينيان له تيغه تير کړل. تر ننه فلسطينيان د ۱۹۷۱ کال سپتمبر د تور سپتمبر په نوم يادوی . جنرال يحيی خان د پاکستان د وخت کودتاچی جمهور رئيس چې غوره شوی ولسمشر مجيب الرحمن يې له واکه وشاړه ، غوښتل چې ددې مسلمان وژنې او بېساری بشری جنايت له امله د نړی د مسلمانانو احساساتو ته د غبرګون په توګه د تور سپتمبر د کارنامی قهرمان خونخور ضياءالحق نظامی محاکمې ته وسپاری ، خو جنرال ابوبکر عثمان متها او جنرال ګل حسن د يحيی خان ددې تصميم مخه ونيوه . خو کله چې ذوالفقار علی بهوټو د پاکستان صدراعظم شو، نو جنرال ضيا يې پر فلسطينيانو د نظامی بری له امله لومړی د پاکستان د ځمکنيو ځواکونو د لوی درستيز او وروسته يې د پاکستان د دفاع وزير په توګه وټاکه. غدار جنرال ضياء د مظلومانو وينې ډیرې چښلی وی ، دا وار يې د خپل ارباب وينو ته اشتها په ټوپو شوه او پر ذوالفقار علی بهوټو يې کودتا وکړه او په پای کې يې د نړی د ټولو هيوادونو د حکومتونو او مشرانو د بيا بیا مخالفت سره سره د يوې فرمايشی نظامی محاکمې په ترڅ کې په دار وځړاوه .

د فلسطين د مسلمان ولس جلاد او خونړی قاتل د اردن د پاچا او اسرائيلو په ډالرو مست ديٍکتاتور جنرال ضياء پر پاکستان له مطلقی او جبارانه واکمنی وروسته د اسلام د مقدس دين تر نقاب لاندې د پاکستانی او افغانی اخوانيانو باالترتيب ( مولانا فضل الرحمن ، مولانا سميع الحق ، قاضی حسين احمد…….) ، ( برهان الدين ربانی، ګلبدين حکمتيار، احمدشاه مسعود …….) له پاره د ستر پير او نوی پيغامبر په نقش کې راووت .

جنرال ضياء پر افغانستان باندې د روسانو له تېری وروسته د سړې جګړې د تياتر د لوبغاړو دشووينیستی پراختيا غوښتنو او د هغوی له خوا د روسانو څخه د ويتنام د غچ اخيستلو په منظور د ډالرو له باران او وسلو له انبارونو څخه د اجيرو قاتلانو ، فناتيکو بنسټپالو او ورانکارو تروريستانو د روزنې له پاره پراخه ګټه پورته کړه . جنرال ضياء پاکستانی ټولنه د خپلی ناوړه او دوه مخی واکمنی په دوره کې د ويجاړونکی بنسټ پالنې او انتهاپسندی دوزخ ته ورټيله کړه ، د زرګونو دينی مدرسو شبکه يې د ترهګريزو شومو موخو پر بنسټ ايجاد او د هغه له منځه يې په لسګونو وسله وال او ترهګر ګروپونه ( لشکر طيبه ، جيش محمدی، لشکر جنګوی ،  سپاه صحابه ، حرکت المجاهدين ، حزب المجاهدين ، جماعت اسلامی ، جمعيت العلمای اسلام، جماعت الدعوه، تحريک طالبان او داسې نور د پاکستان د اردو په روزنځايونو او په حکمتيار پورې تړلو د بدر په کمپونو کې د آي-اس-آي په مستقيمه لارښوونه تر روزنې لاندې ونيول . ضياء نه يواځې بنسټپال تروريستی نظامی ګروپونه وروزل ، بلکې د پاکستان په ټولنه او د افغان مهاجرينو په کمپونو کې يې د آي-اس-آي شبکو د تأسيس او پراختيا له پاره په ټول ځواک سره کار وکړ . ضياء پاکستان د بنسټ پالنې او تروريسم په نړيوال مرکز تبديل کړ . د يو لړ اسلامی هيوادونو د رژيمونو له زندانونو يې جنايتکاران د جهاد په نوم را خوشی کړل ، د عبداله عزام او اسامه بن لادن په مرسته يې په نظامی ډلو کې تنظيم او په پاکستان کې يې په ځانګړو کمپونو کې د آي-اس-آی د نېغې لارښونې او نظارت لاندې تر نظامی روزنې لاندې ونيول .

د افغانستان څخه د روسانو تر وتلو او د دوکتور نجيب اله د واکمنی تر پرزيدو وروسته د تروريستانو دا شبکې ټولې نړۍ ته وغځيدې . په پاکستان کې روزل شوی تروريستی ګروپونه ، افغانستان ، آيغور ، کشمير ، ازبکستان، تاجکستان ، آذربايجان ، چيچنيا ، بوسنيا ، يمن ، سوماليا ، نايجيريا او د نړی نورو هيوادونو ته خواره شول او په ټوله نړی کې د وېرې اچونې ، مرګ ژوبلې او نا امنی لامل شوې . دې ټولو تروريستی ډلو ټپلو له پاکستانی منابعو او مراکزو څخه الهام آخيست . خو پاکستان په ښکاره له دې اړيکو د نړيوالو د تېر ايستلو په منظور تل په پوره بی شرمی سره انکار کړی دی .

همدا پاکستان ، همدا آی-اس-آی همدا پرويز مشرف ، همدا فضل الرحمن او سميع الحق، همدا جنرال حميدګل او عمران خان نه وو چې په ډاګه يې دعوه کوله چې اسامه بن لادن د افغانستان په غرونو کې پټ دی ؟ او په ډېره ماهرانه توګه يې خپل انډيوال او هم مسلکی تروريست په آيبټ آباد کې تر خپل استخباراتی او نظامی چتر لاندې نازاوه . کله چې اسامه بن لادن د امريکا د متحده ايالاتو د خاصو عملياتو د ټولګيو له خوا ووژل شو ، د اسامه د همدې پاکستانی ډلې ژړاګانې ، ويرونه او بغارې ټولې نړی وانه اوريدې ؟ د اسامه بن لادن همدې ملاتړو دوکتور شکيل اپريدی په دې تور تر ننه د ناڅرګند برخليک سره نه دی تری تم کړی چې ګواګې د بن لادن د اوسيدو پټنځای يې امريکا ته افشاء کړی دی ؟  جنرال حميدګل د نړی د تروريستانو د مورال او روحيې د ساتلو له پاره په بی شرمی سره ويل چې اسامه بن لادن ژوندی دی او نه دی وژل شوی .

 که نړی په رښتيا سره غواړی چې د نړيوال تروريسم جرړې وباسی ، نو ددې قلم له نظره خو اسامه بن لادن په تروريستی مهارتونو کې د مولانا فضل الرحمن او سميع الحق، حافظ محمد سعيد او جنرال حميدګل پرويز مشرف او عمران خان ځوی هم نه وو ؟ دا ټول د اسامه بن لادن په شمول د پاکستان د ستر شيطان ضياءالحق د مدرسې زده کوونکی او پیروان دی . که څوک غواړی چې بشريت د تروريسم له شره خلاص کړی ، نو دا د تروريسم مربيان او طراحان بايد د آی-اس-آی له امن دفترونو د تروريسم له پاره د ځانګړی نړيوالې محاکمې مخ ته را کش شی .

د حيرانتيا خبره داده چې بی سترګو او بی حيا پاکستانی واکداران له افغانانو څخه د ملافضل اله د تسليميدو غوښتنه کوی کوم چې د پاکستان د آی-اس-آی په نېغه لارښونه د نورو تروريستانو په څېر د لشکر طيبه سره يو ځای په کونړ او نورستان کې د افغانانو وينې تويوی ؟ له پاکستانی غدارانو څوک دا تپوس نه کوی چې فضل اله او طالب ملګری يې په پاکستانی شيطانی مدرسو او د آی-اس-آی په روزنيزو کمپونو کې تربيه شوی او که په افغانستان کې؟ د پاکستان تورمخی واکمنان نه پوهيږی چې مشهور تروريست جلال الدين حقانی چېرې دی ؟ د ملاعمر او حافظ محمد سعيد ادرسونه هم نه دی ورته مالوم ؟ ځه که د ملا عمر او حافظ سعيد ادرسونه نه دی ورمالوم ، د فضل الرحمن او حميدګل ادرسونه هم ورته مالوم نه دی ؟ تر دوی زيات تروريستان څوک دی ؟

د پاکستان دوه مخی واکمنان دې معما ته څه ځواب ورکوی چې د نړی په مخ اکثريت تروريستان د پاکستان سره په مختلفو ډولونو تړاؤ لری ؟

د امريکا په متحده ايالاتو کې د نيويارک په ټايم سکوير کې بمی بريدګر فيصل شهزاد د پاکستان د نوشيرې اوسيدونکی څوک وو ؟ او پاکستان هغه له چا څخه غواړی؟

شهزاد تنوير ، محمد صديق خان ، حسيب حسين ، اجمل قصاب او داؤد سعيد ګيلانی د آی-اس-آی ملی اتلان او ترهګر د وحشيانه مرګونو او خونړيو بريدونو عاملين څوک دی ؟

 د پاکستانی واکدارانو د شرم سترګی ړندې دی ، ممکن آی-اس-آی له دې حقيقت څخه هم انکار وکړی چې اسامه نذيراو صديقی د جيش محمدی غړی د آی-اس-آی غړی دی . اجمل قصاب د پلټنو په بهير کې په دې اعتراف وکړ چې د لشکرطيبه د نظامی برخې د مسؤل او قوماندان او د آی-اس-آی د افسر ذکی الرحمن لکهوی په لارښونه يې په تروريستی اقداماتو کې ګډون کړی دی.

ذکی الرحمن چې پاکستانی تروريست پرور دولت د نړی د عامه ذهنيت د ارضاء او غولولو له پاره « بندی » کړی وو، اوس يې بېرته خلاص کړی ، تر څو په تروريستی فعاليتونو کې ځنډ او خنډ را نه شی .

دا جانی تروريستان څوک بايد له چا څخه وغواړی ؟ پاکستانی واکمنان هيروی چې دوی د سياست په دنيا کې لوبه کوی او دلته څوک ړانده نه دی ، هر څوک تر دوی په هر څه ښه پوهيږی . پاکستانی سياسيون د لاهور د کنچنيو نه هم په ډېره سپين سترګی سره د نړيوالو په سترګو ورننوځي . 

بروس ريدل د تروريسم ضد ماهر او تحليلګر چې 29 کاله يې په سی-آی-ای کې خدمت کړی دی، د منځنی ختيځ او جنوبی آسيا په چارو کې د امريکا د متحده ايالاتو د څلورو ولسمشرانو مشاور پاتی شوی دی او اوس د جان هوفکنس په يونيورسيټی کې درس ورکوی وايي چې : « که څوک غواړی وپوهيږی چې د طالبانو قرارګاه چيرې ده ، نو بايد د آی-اس-آی قرارګاه پيدا کړی. »

پاکستانی منافق واکداران فکر کوی چې ددوی منافقت ددوی په خونړيو جنايتونو او تروريست روزونکو سياستونو پرده غوړولی شی ، خو د پاکستان د ټولو ناکامو او شومو هڅو سره سره د نړيوالو د قضاوت سترګې نه ړنديږی .

دا يواځې افغانان نه دی چې د پاکستان د تورمخو واکمنانو شيطانی څيرې يې پيژندلی دی ، بلکی ټوله نړی په دې حقيقت پوهيږی چې پاکستان د نړيوال تروريسم اصلی مرکز دی . دوی که په هر څومره سپين سترګی سره په افغانستان او هند باندې د ترهګرو سره د اړيکو تورونه ولګوی ، لمر په دوو ګوتو نشی پټولای .

 افغانانو د پاکستانی واکمنانو اسلامی ضد او شيطانی ماهيت ډېر ښه پېژندلی دی . پاکستانی خونخواره په ځانګړی توګه د تروريستانو سړیخوړونکی مشران لکه مولانافضل الرحمن او جنايت پيشه جنرال حميدګل بايد پوه شی چې د بيګناه افغان قربانيانو وينې به بې انتقامه پاتې نه شی . په پښتنو کې متل دی چې : که غر هر څومره لوړ دی په سر يې لار شته . افغانان به د پاکستان د خلکو سره يو ځای دين فروش فضل الرحمن او افغان دښمنه حميدګل په افغانستان او پاکستان کې د بي ګناه انسانانو د وينو تويولو په تور د انسانيت محاکمې ته راکش کړی .

جنرال مشرف ته د افغانانو توصيه داده چې د شرف ټول اصول دې نه ماتوی د پاکستان خلک په حقه دوی ته جنرال بی شرف وايي . بله توصيه داده چې ديکتاتور جنرال دې يو وار د افغانانو تاريخ تر نظر تېر کړی . افغانانو په يووالی سره د ډېرو امپراطورانو ککرې خاورې کړی دی . يو وار دې دا بېسواده جنرال د خپل انګريز پلار تاريخ ته وګوری ، بيا به ورته د افغانانو پته ولګيږی . دا په سلو تورونو تور جنرال د افغانانو په منځ کې د قومی تفرقې اور ته لمن وهی دا کار د مشرف پلار انګرېز استعمار هم کاوه . پرويز مشرف نه شی کولای چې پښتون او تاجک ، هزاره او ازبک ، ترکمن او نورستانی او نور ددې وجود غړی يو له بل څخه او د يو بل پر ضد جدا کړی . او مشرف بايد پوه شی چې ته او ستا تروريست پروره تورمخی پاکستانی واکداران د ټولو افغانانو اوتر هر چا زيات د پښتنو دښمنان ياست . تاسو د افغانانو په ځانګړی توګه د پښتنو پر ضد جنوسايد پيل کړی دی .

د افغانانو وار راتلونکی دی . وايي چې : که نن دی که سبا دی ، دا ملک د زرغون شاه دی . تاريخ به هر څه په خپلو ځايونو کې کيږدی . هلته به ستاسو او ستاسو سره د تړلو وطن پلورونکو برخليک ټاکل کيږی . هغه پښتون چې ستاسو پليدو پاکستانی شيطانانو سره تړاؤ لری د ټول افغان ولس په ځانګړی توګه د پښتون قوم د پاره د شرم او ننګ مايه ده . افغانستان له خټې آزاد او مستقل پيدا شوی دی . هيڅوک په ځانګړی توګه د انګريزی استعمار ميراثخواره مشرفخيل او حميدګل خيل په هيڅ ډول حق نه لری چې د افغانستان په هکله خپلې بويناکې خولې خلاصې کړی او د افغانستان مقدس نوم په خپلو مردارو خولو واخلی.

په پای کې د تروريستانو مربيانو د آي-اس-آی مسؤلينو او د پاکستان ټولو تورمخو واکمنانو ته د افغانانو ورستی خبره داده چې خپل کرلی په نورو ريبلی نه شۍ او خپل کرلی بايد په خپله وريبۍ .

نړيوالو ته د افغانانو غږ دادی چې نړيوال تروريسم د پاکستان په بطن کې پيدا او هلته يې وده کړی ده . د تروريسم ريښې او جرړې د پاکستان له ناپاک محيط څخه تغذيه کيږی ، تاؤ او تاوان يې ټولې نړی ته رسيږی . نړيوال بايد صادقانه اعتراف وکړی چې دوی هم په دې حقيقت ښه پوهيږی او ځان نبايد نور په ناپوهی واچوي . همدارنګه دا د نړيوالو اخلاقی او انسانی دنده ده چې افغانان د تروريسم سره په مبارزه کې يواځې پرې نږدی . په درناوی سره.

 

 

 

 

 

 

Comments are closed.