اتمر د طالبانو او آی-اس-آی په دريځ کې

حکيم روان

بی له شکه انسان د مځکې پر مخ تر ټولو لوړ او برتر موجود دی . انسان د پوهې له مخې د انسانانو د نېکمرغۍ له پاره حيرانوونکی کارونه کړی دي . روسی ليکوال ماکسيم ګورکی به ويل چې : « د انسان کلمه بايد په غټو ټکو وليکل شی » .

خو داسې انسانان هم شته چې د شکل او ظاهری بڼې له مخې له نورو انسانانو سره توپير نه لری ، حتی کله کله يې څېرې له عادی انسانانو ډېرې مهرابانې ، زړه سواندې او خير غوښتونکی هم ښکاري ، لاکن باطن يې له وحشی او داړونکو ځناورو هم کرغيړن وي .

ټولو ته پته ده چې د ولسمشريزو ټاکنو د کانديدانو ، « ملی زعيم » کرزی او د تنظيمونو د «رهبرانو» ، زورواکو او چورګرو دې چيغو او نارو آسمان او ځمکه ونيوه ، چې مونږ ته د ولسمشر غنی  له خوا د مذاکراتو له پاره ټاکلی حکومتی پلاوی د منلو وړ نه دی او حکومت بايد ملی اجماع را منځته کړی او د هغې پر بنسټ مذاکراتی پلاوی وټاکل شی . پاکستان ، روس او طالبانو افغان حکومت او د حکومت د پلاوي سره مذاکرات وار د مخه رد کړی وو. پاکستان ته خو په دی اړه د علنی دريځ اړتيا نه وه ، ځکه د طالبانو په خوله غږيږي ، خو په کابل کې د روسيې سفير او د روسيې د ولسمشر پوتين فوق العاده استازی کابولوف په ډاګه وويل چې د سولې خبرې د هر چا سره ، منفی افغان حکومت ممکنې دی .

ولسمشر دوکتور غنی د «سياسی رهبرانو» انديښنو ته د ځواب ويلو له پاره د ټاکنو له مخې د ټول هېواد نه لويې مشورتی جرګې ته د ولس استازی را وبلل ، تر څو د سولې په اړه د افغان ملت ملی دريځ روښانه کړي او د لويې مشورتی جرګې له خوا د ټاکل شوو کرښو له مخې د سولې مذاکرات پر مخ بوتلل شی . خدای مکړه ، راتلونکو احتمالی ولسمشرانو او د تنظيمونو «رهبرانو» د ملی اجماع پر ضد د ملت سره په جرګه کې ګډون تحريم کړ . د دوی له نظره ملی اجماع د ولس د استازو سره ګډو پايلو ته رسيدل نه ، بلکې د دولتی چوکيو او دولتی شتمنيو پر ويش جوړ جاړی ته ملی اجماع وايي . په داسی حال کې چې د هيواد د کونج کونج نه حتی د طالبانو د نفوذ لاندې سيمو نه هم استازو ګډون کړی وو او په يوه آواز سره يې د جګړې پر دواړو خواوو د سولی ، اوربند ، بنديانو د خلاصولو ، اساسی قانون د رعايت او سياسی نظام د ساتلو غږ وکړ، خو «سياسی رهبرانو» ته داسې غږونه د اوريدو وړ نه دي .

د خندا وړ دا ده چې د مختلفو تنظيمو غړو په جرګه کې ګډون وکړ ، خو د تنظيمو مشرانو ګډون تحريم کړ ؟؟؟؟

د جرګې د اوربند غوښتنه طالبانو سمدلاسه رد کړه . د حکومت له خوا د بنديانو خوشی کول يې تش خبرې وبللې او ويې ويل چې مونږ به د بنديانو خوشی کولو ته هيڅ اهميت ور نه کړو . د دې سره سره  روسان ، آی-اس-آی ، طالبان او اتمر طالبان د سولې په لار کې مانع نه بولی ، بلکې اشرف غنی د سولې په لار کې مانع بولی او غواړي چې په هره وسيله وی هغه له مخې ليرې کړي .

که افغان حکومت د سولی مخالف او طالب د سولی طرفدار وو ، نو ښاغلی اتمر د سولی د مخالف حکومت لوړپوړی چارواکی يو ملی خائن دی . کابولوف بی جهته نه وايي چې « مونږ په ټاکنو کې د اتمر ملاتړ کوو » . اتمر افغان ولس او د هغه جرګه نه منی .  افغان ولسمشر نه منی . طالب ، پاکستان او نور د سولی مانع نه ، بلکې افغان ولسمشر او افغان حکومت د سولی مانع بولي . اوس نو راشه د انسان په څيره کې ، د پستو او نرمو خبرو تر پردې لاندې ، دې شومې او داړونکی پديدې ته نوم وټاکه ! پای

 

 

Comments are closed.