اشغال اوسولې په سر سياسي تجارت

محمدالله صافی
د بحث د پیل په موخه، دوه سواله را مینځته کول اړین دي
ـ د شوروي لښکرو «حضور» په افغانستان کې د جهادي مشرانو، عالمانو، پیرصاحبانو له خوا «اشغال» وبلل شو، د ح د خ ا دولت کافر وګڼل شو او د جهاد فتواوې ورکړشوې، نو ولې د امریکې د لښکرو «حضور» د هماغه جهادي مبارکو شخصیتونو له خوا مرسته وبلل شوه او لا نظامي تړون يې هم ورسره امضا کړ؟
ـ د طالبانو مشران او د پاکستان جماعت العلما وايي چه افغانستان د امریکې له خوا «اشغال» دی، دولت ګوډاګی او کافر دی او جهاد فرض دی، نو ولې بیا د افغانستان د علماوو شورا او مقدس، پخواني جهادي عالمان د دې حکمونو پخلی نه کوي او امریکایان دوستان بولي؟ سپړنه (شرحه)
د زبرځواکونو، د پیړیو پیړیو ناوړه خاصیتونو څخه، د ستراتیژیکو، سیاسي، نظامي، اقتصادي پلانونو د پلي کولو په موخه نوروهیوادو ته لښکرې استول او نظامي هډې ځای په ځای کول دي. خو هر نفوذ او تیری په کوم هیواد کې، د رقیب هیوادونو له خوا د غښتلي تبلیغاتي غبرګون سره مخامخ کیږي.
د بیلګې به توګه، د شوروي په مقابله کې پاکستان، امریکې او سلو نورو هیوادو د آزادۍ او د اسلام د شعارونو سره خورا قوي تبلیغاتي کمپاین پیل کړ. د جنګ مدیریت د امریکې سي آی اې او پاکستان د آی اس آی په لاس کې وو، د تبلیغاتو لارښوونې اود جهاد فتواوې د پاکستان جماعت العلما او د ایران اخوندانو ورکولې. د مجاهدینو مشرانو د «وطن اشغال دی» او «اسلام په خطرکې دی» د شعارونو په مرسته، چه د افغانانو دپاره عنعنوي او عقیدوي ارزښت لري، د خلکو ملاتړ ترلاسه کړ.
په دې ډول د «اشغال» کلمه د پاکستان د دولت له خوا د یوې اغیزناکې تبلیغاتي وسیلې په توګه وکارول شوه! د پاکستان تبلیغات فی سبیل الله نه وو. د آی اس آی جنرالان ملیونران شول، پاکستان آباد شو. په مقابل کې، افغانی دولت مات شو، ولس دیو جنګي دوزخ نه بل ته غوځار شو. ‎
راوروسته اولس کلوکې، چه امریکا زمونږ خاورې ته لښکرې راوستې، خپلې هډې يې ځای په ځای کړې، پاکستان ډبل رول ولوبوی. د امریکې نه يې پیسې اخیستې چه د تروریزم سره مبارزه کوي، او طالب جنګیالیو ته يې وسلې، پناه ځای، قوي تبلیغات او انتحاري برابرول. دا چه د اوباما اداره، په پټه کې په دې لوبه کې ورسره شریکه وه که نه؟ دا جلا بحث دی، خو د پاکستان د تبلیغاتو پخوانی ماشین بیا فعال شو او په افغاني دولت باندې يې د «اشغال » د مزدورانو او دکفر تورونه ، لکه څلویښت کاله پخوا، ولږول . د پاکستان د جماعت العلما مبلغانو، د هند دیوبند مدرسې او د مصرجامع الازهر د اسلامي مرکز شاګردانو د اشغال ضد مبارزه او د مقدس جهاد فتواوې اوچته کړې. زمونږ خوار ولس، چه د مجاهد مشرانو، د ظلم، غصب او لوټماریو څخه په تنګ راغلي وو، او د امریکایانو ړندو بمباریو دردولي وو، را وپاریدل، د کلیو او بانډو خلک د طالبانو ملا تړلي شول.‎‎
اوس، د سولې پرسر، د پاکستان نوې تجارت پیل شوی. د سولې مذاکراتو ته « د طالبانو حاضرول»، پاکستان د پاره د نوو مالي مرستو او د نړیوال صندوق ملیاردونو ډالرکریدیت ته لیاره خلاصوي. د«طالبانو د حاضرولو» لوړه، د پنجابي چارواکو سره د طالبانو تړاو ثابتوي. هیله ده، چه مکرمو طالبانو د پاکستان سره، د جمهوررییس رباني په شان، پټ ملا ماتونکی قراردادونه نه وي امضا کړی!
په پای کې درنو افغاني روښان اندو، لیکوالو ته په درنښت وړاندیزکیږي، چه په خپلو څیړنو کې د پاکستان ناولي نیتونه او غرضي پلانونه د پامه ونه غورځوي. م.صافی. ۲۹/۱۱/۱۳۹۷ (۱۸/۲/۲۰۱۹)

Comments are closed.