افغانانو ته د جـــــــو بايدن له توهينـه ډکي څرګند‎

   افغانانو ته د جـــــــو بايدن  له توهينـه ډکي څرګندوني او د افغانستان د بيا ويشلو تــوطـئي :

   ليکنه : اميرګران 

د امريکا د متحده ايالاتو د جمهور رئيس اوباما پخواني مرستيال جو بايدن د ديپلوماتيکو نزاکتونو او خپل منځي سياسي اړيکو خلاف ويلي چي : ( افغانان به هيڅکله يو موټي او افغانستان به يو هيواد او واحد ملت نه شي ) ، د افغانستان سره د کرکي لرلو له کبله جو بايدن پخوا هم داسي غيرواقعي او غيرمسؤلانه اظهارات کړي د بيلګي په توګه نوموړي حامد کرزي ته په خپلو خبرو کي په عصبانيت ويلي چي ” افغانستان بايد خپله خارجي پاليسي د پاکستان د سياستونو تابع وګرزوي ” ،

د تاريخ پوهانو له قوله د افغانستان او امريکا لومړني ديپلوماتيک تماس د غازي امان الله خان د پاچاهۍ په وخت کي په ۱۹۲۲ م کال ونيول شو ، او په همدغه نيټه محمدولي خان دروازي امريکا ته د خپل سفر په ترڅ کي د اميرامان الله خان مکتوب د امريکا جمهور رئيس هارډينګ  ته وسپاره ، د افغانستان پاچا په خپل مکتوب کي له امريکا سره د دوه اړخيزو دوستانه مناسباتو او همکاري غوښتنه کړي وه ولي امريکا د خپلو ختيځ پيږندونکو له هغي جملي د ،

والاش سميت موراي ) د منفي نظر له مخي او هم په دي دليل چي افغانستان ئي د انــګريز د امپريل ښکيلاک د نفوذ سيمه پيږندله د همکارۍ لپاره دومره زړه ښه نکړ ، وروسته بيا د شاه محمود خان صدراعظم او ورپسي د سردار محمد داود خان د صدراعظمۍ په وخت کي له امريکا سره د ټينګو او دوامداره اړيکو د ايجاد هڅو کومه مثبته نتيجه ورنکړه ، امريکا هغه مهال پاکستان او ايران عملآ ترخپل نفوذ لاندي راوړل او د سياتو او سينتو په پکتونو کي ورګډ کړل ، او په ۱۹۵۴ م کال ئي د ډيورند تحميلي کرښه د افغانستان او پاکستان په منځ کي سرحد ومانه ،

همداډول د افغانستان د ورانولو جهادي او طالبي پروژي د دوي د کښت ميوه ده ، په دغه اړوند د شوروي اتحاد پخواني جمهور رئيس ميخائيل ګورباچف په ۲۰۰۹ م کال په خپله مصاحبه کي چي د فرانسي له مشهوري ورځپاڼي. ( فــيګارو ) سره ئي کړي ويلي ول چي ( د نړۍ په کچه موجود ترهګر د امريکا لخوا پيدا شوي ، روزل شوي او اوس امريکا د همدغو ترهګرو د کښت حاصل په افغانستان کي ټولوي ) ، همدا ډول دوي ول چي د بـــن د توافقاتو له مخي ئي د شمالي ټلوالي او ځينو جهادي کړيو د حکومت خام بنسټ کيښود چي تر اوسه په افغانستان کي خونړي تراژيدي دوام لري ، جــو بــايدن بايد پوه شي چي د افغانستان د وران ويجاړ حالت او جګړو لامل بهرنۍ مداخلي او تجاوز دي چي له څلورو لسيزو په زياته موده کي تر دا مهاله دوام لري ، پاکستاني حاکم اشرافيت او ځينو نورو هيوادو زموږ د هيواد په ضد نااعلان سوي جګړه جاري ساتلي او افغانان هره ورځ تلفات ورکوي ، د افغانستان د اکثريت روشنفکري بهير او حقيقت پالو له نظره په افغانستان کي د نيابتي جګړو دوام د بهرني او ګاونډي هيوادو د دولتونو او استخباراتي کړيو د بربنډو مداخلو پايلي دي ، له جو بايدن ، امريکا ، ناتو او جهاني ټولني څخه پوښتنه کوو چي ستاسو هغه وعدي تکميلي شوي يا خير ؟ ؟ چي ويلي مو ول په افغانستان کي به د ملت جوړوني او دولت جوړوني له پروسي سره مرسته کوي او افغانستان به په سيمه کي د دموکراسۍ بيلګه او ” ايشين ټايګر “

جوړوي ، بياهم سوال کيږي چي ولي پورتني اهداف نه دي تکميل ، ولي جګړه تر اوسه دوام لري ؟ دا ځکه چي د تروريزم په ضد مبارزه کي د تروريستانو اصلي ځالي او پټ ځايونه چي هغه په پاکستان کي دي تر بريد نه دي راغلي او په ښکاره د ” سيوري جګړه ” له هغو قرارګاوو زموږ په هيواد کي جاري ده او په عوض کي د تاسو د جمهور رئيس ټرمپ په قول ۳۲ مليارده امريکائي ډالر کومکونه ئي  تر لاسه کړي ، د افسوس وړ خبره داده چي همدا اوس يوځل بيا د افغانستان د کړکيچ د حل لاري د پاکستان د پوځي استبلشمنټ د دوکتورينو په چوکاټ کي لټول کيږي د افغانستان سره خپل منځي تعهد او ستراتيژيک پارټنرشيپ له پامه غورځوئ ،

دلته يوځل بيا د تاريخ پاڼو ته ورګرځو هغه دا چي په ۱۳۴۰ هـ ش لسيزه کي د امريکا د جمهور رئيس ريچارد نيکسن مرستيال ، سپيرو اګنيو  کابل ته په رسمي سفر راغلي وو ، نوموړي افغانانو ته په خپلو خبرو کي داسي ويلي ول ( افغانستان يو لرغوني ملت دي او نه يواځي اوږد تاريخ لري بلکه د لويو ملي ارادو له وياړه ډکي خاطري هم لري ، اګنيو زياته کړه چي د امريکي بابا جورج واشنګټن لا ۱۵ کلن ځوان وو چي احمدشاه بابا په افغانستان کي د امريکا انقلاب ته ورته انقلاب راوستلي وو ) امريکايان پخپله خوله وائي چي ” افغانان د ملي انقلاب په راوستلو کي له امريکاڅخه وړاندي دي ” جو بايدن دي په غور سره د ۱۹۶۹ــ۱۹۷۳ کلونو د سپيرو اګنيو فايلونه وګوري او د افغانانو په هکله دي قضاوت وکړي ،

د جو بايدن له توهين اميزه څرګندونو چي تير شو پخوا هم د افغانستان د بيا ويشلو ياني په جنوب او شمال او يا په اتو زونونو او ياهم د ديکتاتور ضياء الحق د کنفدراسيون دوکتورين چي د تنظيمي ډلو په وساطت ئي عملي کاوه هغه توطئي دي چي د افغانستان په اړوند پلان شوي ولي له ناکامۍ سره مخامخ دي ، د يادولو وړ ده چي په ۲۰۱۰ م کال د برتانيا د نړيوالو ستراتيژيکو څيړنو مرکز ( IISS ) په خپله کلنۍ څيړنه کي د افغانستان په شمال او جنوب د ويشلو نظر ورکړي وو او بيا د همدغه هيواد د دفاع وزير ليام فاکس هم ، په اتــو ساحو يا زونونو د تقسيم وړانديز کړي ، په دغه اړوند د امريکا د بليک واټر د اجرائيوي مدير اريک پرينس او پخواني سفير رابرت بليک ويل ورته نظرونه هم د ډله ايزي ميډيا له لاري افشاء سوي ، هيره دي نه وي چي د افغانستان د تجزئي او د واحدملت د نه جوړولو توطئي او طرحي له ۱۷۰۹م هغه مهال چي ميرويس نيکه په قندهار او هرات کي د صفويانو ۱۵۰ کلنه اداره پاي ته ورسوله تر اوسه پوري ليدل کيږي ، خو افغانان به د پخوا په څير واحد او يو ملت پاتي شي او د ليري او نږدي توطئــه کوونکو پټي او لوڅي طرحي به ناکامه کړي .

 

Comments are closed.