افغانان عدالت غواړي

 

sapandپه هالنډ کې د افغان جرگې غونډه

 ليکونکې نور وهاب څپاند

لکه چې په نورو ویناګانو کې ورته ګوته نیغه شوي وه ، د افغانستان خلک په تیرو څه کم څلورو لسیزو کې د اوږدې جګړي د اور په لمبو کې سوځې . هغوي په دې عقیده دي چې د هېواد د اقتصادي ، سیاسي او ټولنیزو اډانو په ویجاړولو کې د نړۍ او سیمې یو شمیر زبرځواکونه او سیالې کښ هېوادونه شامل دي . که څه هم چې زموږ د خلکو عمومې وروسته پاتیوالې ، په سیاسي بعد کې ایدیولوژیکو چلندونو او نورو لاملونو خپلې اغیزي ښېندلې ، خو د اسلامي پاکستان دوښمنانه او یرغلیزو کړنو د افغانستان په تباهۍ کې تر هر بل لامل زیاته برخه لرلې ده . پاکستان نړۍ ته د افغانستان اړوند ځکه دوکه ورکړه چې بي له دي یي د خپل بي تاریخه او مصنوعي هېواد د پایښت او ودې ممکنې لارې چارې نه شوي لټولی . اوس پاکستان افغانستان اوسیمه په داسې ناسور ټپ اړولې چې د هرې ورځې په تیریدو یي د افغانانو کړاؤ ډیریږي او پاکستان ګټه کوي . زموږ هېوادوال حق لري د خپل هېواد د ویجاړیدو ، د ولس د پرله پسې کړیدو او د وژونکې جګړي مجرمین نړیوال عدالت ته راکش کړي . ښایي زیات هېوادونه او سازمانونه په افغان خاوره د جګړي د پیلولو او د سترو بشري جنایتونو په سرته رسولو کې لاس ولري ، خو د پاکستان رول په دي اړوند ډیر تبا کوونکی دی . څومره چې انګریزانو د افغانستان خاوره په ټوټو ټوټو ویشلې او هره ټوټه یي په تیرو څو پیړیو کې د خپلو تیرې کوونکو پالیسیو د لابراتوار په توګه کارولې ، پاکستان هم په تیره څه کم یوه پیړۍ ، په ځانګړې ټوګه وروستیو درې لسیزو کې ورته چلند سرته رسولی دی . پاکستان د خپلو جنرالانو د ارمان پوره کېدو په هېله کابل او ټول افغانستان ورو ورو سوځولی او خپل ځان یي په سیمه ایز ځواک اړولی . د افغانستان واکمنواو اړوندو دولتي ادارو د هېواد د بچ کېدو په موخه ، تر دې دمه د پاکستان د محدودیدو عملې او بریالۍ پالیسۍ نه ده لرلې . تاریخ مهم چانسونه د افغانانو په برخه کړل لکه ، د هند اوپاکستان د څو جګړو طلایي فرصتونه ، په شلمه پیړۍ کې د کابل ـ ډیلې اومسکو د ګډو ګټو د لیکې جوړیدل ، په ۲۱ مه پیړۍ کې د کابل ـ ډیلې او واشنګټن ګډې ګټې په یوه لیکه واقع کېدل او تر دې دمه د هغې ادامه او نور ، خو د هېواد مشرتابه او په ټوله کې هېوادوالو، د پورته لاسته راغلو مهمو شیبو څخه د افغانستان په ګټه اړینه استفاده ونه کړه . تاریخ شاهد دی تر څو چې د افغانستان د دروازو په وړاندې د پیښور او کوټې مورچې د پنجاب په لاس کې وي ، د هېواد د انګړ په دننه کې د افغانانو ډاډه ګرځېدل را ګرځېدل لامهال ښکاري او د نیم تنه هېواد خلک تل بي موراله ، محتاجه او د ملي مهمو مسألو په حل کې د اړین مانور کولو څخه محروم بریښې . په همدې تصور پاکستان غواړي په خپل ګاونډ کې یو شل ، محدود او تلپاتې کمزوری افغانستان ولري . پاکستان د افغانستان ، هند او سیمې په هکله د تیري د ځانګړې ستراتیژۍ د پلې کولو په دایره کې تیرې کوونکی پوځ او د اي اس اي په څیر  دوزخې استخبارات جوړ کړي چې په اټومې وسلو سمبال دي . د دې سره جوخت یي په دینې مدرسو کې د ترهګریزو بریدونو په موخه اسلامې بنسټپالې روزلې چې د بیلا بیلو  ورانکاریو له پاره یي افغانستان ، د سیمې هېوادونو او نوري نړۍ ته لیږي . چیري چې ترهګریز برید کیږي ، په یوه یا بله بڼه د پاکستان له نامه سره غوټه خوري . له دې کبله پاکستان او ترهګري یو له بل سره تړلې دي . اوس نړۍ ته هم پته لګېدلې چې پاکستان د اټومې وسلو او تیکنالوژۍ د لرلو او خوندي ساتلو فرهنګ نه لري او د امریکا د پخوانې سفیر حسین حقانې په قول ، نور پاکستانې جنرالان د تیر په څیر د ټولو اسلامې اورپکو د کنټرول واک په لاس کې نه لري . د امریکا د متحده ایالاتو د وارخطایئ څخه جوتیږي چې د ډیراوتر او هرې خوا لاس اچونکې پاکستان په واک کې د اټومې او اسلامې بمونو شتون نړۍ او سیمه یو شان ګواښې . حالات دومره ترینګلې شوي چې ، که پاکستان د افغانستان او هند د خطر خبري بس کړي اود ترهګرۍ څخه هم لاس واخلې ، هغه هېواد په خپله سقوط کوي او که خپلې افغاني ضد او هندي ضد پالیسۍ چلولو ته د تیر په څیر ادامه ورکړي ، نړیوال اغیز لرونکې ملاتړي نه شي موندلی . په دې بنسټ افغانانو ته یو ځلې بیا ښه موقه په لاس ورځې چې د ناسمو پالیسیو په ګرداب کې د راګیر شوي پاکستان د لا ګوښه کولو او په نهایت کې نړیوالي محکمې ته د هغه هېواد د راکش کولو له پاره هېوادوال ، په تیره بیا روڼ اندي سره لاسونه ورکړي . دا موضوع د خپل خصوصیت له مخې یوه سیاسي حقوقي او مسلکې موضوع ده چې مخته بیول یي پوره اړینه پوهه ، هوښیاري او ځیرکتیا غواړي . په سیالیو کې اموخته شوي افغانانو ته په کار ده چې د پاکستان څنډي کولو ته ګړندی هر اړخیز فعالیت او سالمه سیالې وکړي . په برتانیا کې د افغانانو د عدالت غوښتنې مرکز ( مدا ) چې د ۲۰۱۶ م کال په جولاي کې پرانیستل شوی ، غواړي ، د پاکستان د منزوي کېدو له پاره د افغان او بهرنیو حقوق پوهانو او کارپوهانو یوه اجماع راوغواړي ، د افغانستان اړوند د ټولو مظالمو او تیریو لاسوندونه ومومې چې د پاکستان د پوځ او اي اس اي له خوا شوي او په پاي کې هغه هېواد د جنګې جرمونو د ارتکاب له امله نړیوالي محکمي ته راکش کړي . ټاکل شوي دندی پلي کول یو هر اړخیز مسلکې کار دی چې باید د بهرمیشتو مینه والو افغانانو او د هېواد دننه هغه هېوادوالو له خوا پلی شي چې د یاد شوي کار په حساسیت پوهیږي . لکه چې محترم همایون تاچ ورته په خپله وینا کې ګوته ونیوله ، د پاکستان د ګوښه کولو او نړیوالې محکمې ته د هغه د کشولو نوښت په ټولو هغوهېوادوالو اړه نیسې چې له ډیر پخوا یي په دې اړوند د نظریو راکړه ورکړه او مشوره کوله . مدا د خپلو موخو د پلې کولو په هدف په برتانیا کې د افغاني او برتانیایي حقوق پوهانو د یوي کړۍ سره اړیکې ټینګې کړي او د یو شمیر وتلو کارپوهانو سره یي د مشورو د پیلولو تکل کړی چې څنګه د پاکستان د منزوي کېدو او نړیوال عدالت ته د هغه هېواد د وړاندي کولو لارې چارې ولتوي . مدا د افغانستان د حکومت د یو شمیر چارواکو ، په تیره بیا د امنیت شورا سره اړیکې نیولې او د هغوي په غوښتنه یي په کابل کې د استازولۍ د یوي کاري او اغیز لرونکې ډلګۍ د معرفۍ کار هم بشپړ کړی . مدا ته اوس روښانه شوي چې تر څو د پاکستان د انزوا او عدالت ته د وړاندي کولو په هکله  فکري کار غښتلی نه شي ، یو شمیر ساده زړې افغانان د هغه هېواد د ریښتینې څیري په کتلو نه شي بریالي کېدلی . همدا اوس یو شمیر هېوادوال شته چې د پاکستان د تبلیغاتو د اغیزي لاندي د خپل وطن د ورانولو په نه بښونکې عمل لګیا دي . موږ اوس د مدا په چوکاټ کې تصمیم نیولی چې د فکري کار د کرښو د واضح کولو په نیت یو سیمینار راوبولو او له هغو حقوق دانانو او کارپوهانو بلنه وکړو چې د موضوع اړوند علمي بحثونه وکړي او د عملي فعالیت یو ټاکلی چوکاټ ترسیم کاندي . څرنګه چې د پاکستان د انزوا او عدالت ته د کش کېدو کار دمدرحاله د بهرنیانو په مالي امکاناتو شونی نه دی ، له دې امله د سیمینار په څنډه کې به د مخته پرتې ملي مهمې دندې د پلې کېدو د مالي اړخ د برابرولو او پیاوړتیا اړوند هم نظر واخستل شي . همدارنګه د سیمینار په بحثونو کې به د موضوع په دې اړخ چې د پاکستان انزوا او ټیله کول یوازي یو سیاسي تبلیغاتي فعالیت نه دی ، بلکه هغه یوه ستره سرښیندنه ده خبرې اتري وشي . ځکه له دې سره برسیرن او په بي احتیاطۍ چلند کول ، بې ځایه سیالۍ هڅول او له مسلکې پولو وتل د موخې څخه د ځان د لیري کولو په مانا دي . مدا ستاسو سره د خپلو تجربو د شریکولو په برخه کې ځان ژمن بولي او له تاسو هم په درناوي هیله کوي چې د خپلوارزښتناکو تجربو د تبادلې له بهیر سره مو په اړیکه کې ساتئ . که داروپا میشت علاقمند افغاني حقوق دانان ، کارپوهان ، سیاسي ، فرهنګي ، ټولنیز او مدني شخصیتونه او د هغوي ټولني په خپلو میشت ځایونو کې یو له بله سره اړیکې ټینګې کړي او د پاکستان د منزوې کولو په اړتیا او اهمیت خبرې اترې وکړي او لاسته راغلې پایلې د یو او بل د خبرتیا په موخه سره شریکې کړي، باور شته چې په دې اړوند د اروپا په کچه د څرګندو اهدافو د تعریف او د هغې د پلې کېدو مشخص میکانیزم ټاکلو ته زمینه برابریږي . دا باید په یاد ولرو چې عدالت ته د پاکستان د مخته کولو دنده د هر افغان په اوږو لویږي او د دې ستري ملي دندي په سرته رسولو کې د بهر میشتو  حقوق پوهانو ، کارپوهانو او اګا وطنوالو رول او مانور د ډیري پاملرنې وړ دی ، ځکه په بهرکې اوسېدونکې افغانان د خوندیتوب د لرلو او اړینو سرچینو ته د لاسرسې له پلوه په نسبې مساعد موقعیت کې قرار لري . له دې امله زموږ ټولو دندي ډیر اهمیت مومې او پیچلې کیږي . د هېوادوالو یو خواخوږی وایي هغه افغان نسل به ویاړمن ژوند ولري چې په ګاونډ کې یي د پاکستان په نامه دولتي سیاسي تشکیلات له منځه تللې وي .

د جنګې جرمونو د محکمو د اصل له مخې ، راځئ چې ژر نړیوالي محکمې ته پاکستان مخامخ کړو ، تر څو د هغو وطنوالو روح ښاد شي چې د هغه هېواد د مظالمو او تیریو له امله یي خپل خوږ ژوند او ټوله هستې د لاسه ورکړي او هغه څوک په سزا ورسول شي ، چا چې دا جرم تر سره کړی دی . همدارنګه د جنګې جرمونو یوه بریالۍ محکمه کولی شي زړه بګنونکې تیر ته لاره  ورکړي چې ارام پریوځې او د هغې پر پایلو یوه سوله ایزه راتلونکې ودانه شي .  مننه

Comments are closed.