افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د خواشینۍ څرګندونې پيغام

د.

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۹ کال جوزا ٢٤مه

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ اعلانوی چې د ګوند دمرکزی شورا غړی ، لیکوال ،شاعر، استاد ، سیاستوال اودهیواددمترقۍ نهضت فعال غړی په خلکواووطن مین ملی ګټوته ژمن سیاسی اوعلمی شخصیت رحیم داد همزولی دورپيښې ناروغۍ له امله له پاتیدونکې نړۍ څخه سترګې پټي کړي او زموږ څخه د تل له پاره جلا شو .

د ارواښاد همزولی روح دې ښاد او یاد دې تازه وي!

خداي بښلی رحیم دد همزولی، د خپل مسلک له مخې یي تل هڅه کوله د خلکو کورونو ته دعلم روښنایي ورسوي.

د دې په څنګ کې چې خداي بښلی همزولی یو مسلکی شخصیت اوصادق انسان ؤ د افغانستان د خلکو د ګټو یو ستر مدافع هم ؤ . په تنکۍ ځوانۍ کې یي د افغانانو د خلاصون په نیت د زیارکښانو اواز اوچتاوه او په دې لاره کې یي زیاتې هڅې او سرښيندنې کړي دي. په ټولنه کې د شته ناخوالو ، بې عدالتیو پر خلاف یي فعاله مبارزه کوله. د کارګرانو ، ښځو ، ځوانانو د حقوقو غوښتلو په تیره بیا ښوونې او روزنې په برخه کې یي ګړندۍ هڅې کولې او دا ورته د یاد شوي قشرونو د بیدارۍ سمه لار مالومیدله.

ارواښاد په ګوندي او دولتي مهمو موقفونو کې کار وکړ او په بریالیتوب یي لوړو پوړیو ته د استحقاق له مخې ارتقا کړي ده.  مرحوم داریانا اوروښان پوهنتون دریس په ټوګه هم پاتې شوی دی۔.

ارواښاد همزولی د سولي او ثبات د تأمین کلک ملاتړ کاوه، هغه به ویل چې جګړي له افغانانو ټول هغه ارزښتونه واخیستل چې د پيړیو نوښتګر کار په پایله کې د هېوادوالو نصیب شوي وه. مرحوم همزولی تل په خپلو ملګرو غږ کاوه چې هوښيار اوسې، د ریښتونې سولي او ثبات له پاره مبارزه وکړي. .

ارواښاد همزولی ګوندي اتحادونو او یووالي ته ژمن ؤ، تل یي په ثبات لرونکو اتحادونو او یووالي ټينګار کاوه. هغه ویل د ګوندي اتحادونو له پاره د عمل د اشتراک پلې کېدونکې ټکې راټولول اړین دي او ګوندي يووالی یي د فکري، تشکیلاتې او تبلیغاتي واحدي سمتګیرۍ نیول بلل. د هغه په نظر تر څو د وحدت خواوي په پورتنیو برخو کې واحده موضع ونه لري، د پلې کېدو وړ برنامه، تشکیلات نه شي رامنځ ته کولی.

د افغانستان د ملي ترقۍ کوند دارالانشأ د مرحوم رحیم داد همزولی په ناببره مړینه سخته خواشینې څرګندوي او د ارواښاد نه شتون د ګوندي کار او فعالیت او د هېواد ملي مسلکي کادرونو جبهو ته دروند ګزار بولې. له لوي خداي ج غواړي چې متوفا ته جنت ورکړي او د هغه دردمنې کورنۍ او عزیزانو ته د زړه صبر او عوضونه ورکړي.

د ګوند دارالانشأ د پيښ شوي لوي غم له امله ګوندي شوراګانو او د هغوئ غړو ته تسلیت وایي او په پيښ شوي غم کې ورسره ځان شریک ګڼي.

انا لله و انا الیه راجعون!hmzvli

عبدالحی مالک

  د افغانستان ملي ترقۍ ګوند ریس

 

Comments are closed.