دافغانستان د ملي پرمختگ گونددکنفرانس پرېکړه ليک

کابل ـــ د ۱۳۹۷ م کال د غبرګولي received_1915333445166354۱۱

د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند کنفرانس چې  په هغې کې د افغانستان د ملي ګوند د مرکزي شورا قاطع اکثریت غړو ، د وطن د ترقۍ ګوند یو شمیر مشرانو ، د پوهنتونونو استادانو  ، ځوانو محصلانو ، ښځو ، د افغانستان دننه او بهر د ګوندي شوراګانو مسؤلینو او ګوندي کادرونو په حضوري او یا تیلفوني توګه د کنفرانس له دایریدو او په هغې کې د ګوند د مرکزي شورا دریس ملګري عبدالحي مالک او یو شمیر نورو مشرانو له وینا ګانو او څرګندونو څخه غوڅ ملاتړ څرګند کړ او هغه یي د ګوند د راتلونکي پراختیا او جګړي ځپلي افغانستان ته د سولي او ارامۍ په راوستلو کې د اهمیت وړ وبللي او هغه یي د ګوند د عملي اجراتو د پروګرام په توګه وګڼلی .

د کنفرانس ګډون کوونکو چې د ګوند په نامه کې بدلون راوست او هغه یي ( د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند  ) په نامه یاد کړ ، مرکزي شورا او ګوندي لوړ ارګانونه یي ورغول ، د ګوندي مهمو اسنادو لکه برنامي ، اساسنامي او ګوندي پالیسۍ د نوي کولو هدایت یي ورکړ ، د ګوندي کار او فعالیت د لا وړاندي تګ په موخه لاندي برخې په خپلو پریکړو کې  برجسته کوي :

۱ ـ  د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند هغې برخو چې تر اوسه د افغانستان د خلکو له ګوند سره د یووالي په یوه ناکام بهیر ، اخته وو په دي برخه کې یي د د دوه نیمو کلونو څخه زیاته موده په بي نتیجې هڅو تیره کړه د ګوند د ثورد۱۷  نیټې د اعلامیي او د اوسني کنفرانس له دایرولو سره سم له هغې سره پریکړون اعلانوي او د نوي یووالي او جبهو جوړولو له پاره چې هلته په کې د ریښتونې هېوادنې ِغورځنګ په موخه د کار اراده موجوده وي تازه هڅې پیل کوي او په دي لاره کې د هېواد ټولو وطنپالونکو او ډموکراتیکو ځواکونو ته بلنه ورکوي چې په ریښتونې توګه له شرط پرته په خپلو کې یو موټی شي . ګوند خپله هم د یوه داسي غورځنګ له راوتلو او پیاوړي کېدلو کلک ملاتړ کوي او ورته عملي کار پیلوي .

۲ ـ د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند د مرکزي شورا او د نورو لوړو ګوندي ارګانونو ( دارالانشا او اجرائیه شورا ) د غړو فهرست چې د کنفرانس د ګډون کوونکو له خوا تاييد شو سر له نن د اعتبار وړ بولي .

۳ ـ  د ګوند دارالانشا ته دنده سپاري چې د ګوندي کار د پیاوړي پلي کولو په منظور ګوندي څانګي ورغوي او په دي اړوند له بدلونونو څخه د هېواد دننه او بهر ګوندي شوراګاني خبري کړي . همدارنګه ګوندي شورا ګاني و هڅوي چې د لاندنیو شوراګانو د رغولو ، د غونډو د جوړولو ، ګوند ته دنوي غړو په تیره بیا د ښځو او ځوانانو د ډیرو تکړه استازو جذبولو ته عملي تدبیرونه ونیسي ، د ګوندي ونډي او بسپني د سمي راغونډولو او د تبلیغاتي چارو د بهتره سازمان ورکولو کار ته کلکه پاملرنه وکړي .

۴ ـ  ګوندي شوراګاني ګمارل کیږي چې د ګوندي برنامي ، اساسنامي ، ګوندي پالیسۍ او نورو ګوندي اسنادو منځپانګې د ګوندي غړو او خلکو د خبرتیا په خاطر د ټولو ممکنو رسنیزو وسایلو له لاري خپري کړي او خلک په دي باوري کړي چې د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند یو ډموکراسۍ پلوه ګوند دی چې د نړیوالو سره د ښو اړیکو د لرلو پر بنسټ له جګړي ، بي وزلۍ او ټولنیزو نابرابریو څخه د خلاصي او ډموکراتیکي افغاني ټولني د جوړولو په موخه هڅه او هاند کوي .

۵ ـ  د ګوند اجرائیه شورا ، دارالانشا دنده اخلي چې د ګوند نړیوالو اړیکو پیاوړي کولو او اغیزمن کولو ته زیاته پاملرنه وکړي . له دي لاري باید ګوندي غړي د معاصري ډموکراسۍ له مفکورو سره پوره بلدتیا ومومي او د ګوند له ډموکراسۍ پلوه مفکورو او پالیسۍ څخه د نړۍ ملي او ډموکراتیک ګوندونه خبر کړي . همدا رنګه هغوي وهڅوي چې په خپلو حکومتونو د اغیز اچولو له لاري په افغانستان کې د ترهګرۍ او جګړي د بندولو په انساني کار کې مرسته وکړي او ګوند په نړیوالو مسآلو کې تل روښانه دریځ ولري .

۶ ـ د افغانستان له ډموکراتیکو او وطنپالونکو ګوندونو ، ګروپونو او خپلواکو شخصیتونو سره چې د جګړي ، ترهکرۍ ، فساد ، ټولنیزو نابرابریو ، مافیا او نورو منفي مظاهرو او اعمالو ضد دي او په ډموکراسۍ او اجتماعي عدالت باور لري په لمړي ګام کې د جبهو جوړولو او په یو بل د باوري کېدو څخه وروسته ، د یووالي په لور له هغوي سره د رهي کېدو پراخې او هر اړخیزي هڅې وشي .

۷ ـ  د ګوند اجرائیه شورا او دارالانشا ته دنده سپارل کیږي چې په لمړي سر ګې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیي په وزارت کې په نوي نامه د ګوند د راجستر کېدو له پاره ټولي اړیني لاري چاري ولټوي . د هغې سره سم د کنفرانس د ګډون کوونکو وړاندیزونو ته په پام ،  په برنامه ، اساسنامه او د ګوندي پالیسۍ په لیکو کې د اړینو بدلونونو د راوستلو طرحي جوړي او ژر تر ژره د ګوندي کنګري د جوړولو له پاره تیارئ بشپړي شي .

۹ ـ ګوند دنده اخلي چې د ګوندي اسنادو له مخې په هېواد کې د ډموکراسۍ د تامین په موخه ، د هېواد په ټولو ټاکنیزو فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي ، چیري چې امکان شته ګوندي وړ نوماندان په ګوته او هغوي د ولسوالیو ، ښاري ، ولایتي شوراګانو او د ملي شورا جرګو ته په ټاکنیزو سیالیو کې بریالي کړي . چیري چې دا امکان نشته د نورو وړ استازو له بریالي کولو ملاتړ وشي .

۱۰ ـ  کنفرانس د ګوند ټولو  څانګو ته چې د هېواد په دننه او بهر کې فعالیت کوي دنده سپاري چې د کنفرانس د پریکړو د پلي کولو له پاره اړین تدبیرونه ونیسې ، کاري پلانونه جوړ کړي او د هغوي د اجرا تو رپوټ د ګوند دارالانشا ته وړاندي کړي .

۱۱ ـ کنفرانس د هغه نیابتي جګړي کلکه غندنه کوي چې د افغانستان په مځکه نښتې او د افغانانو زیاتي ځاني ، مالي او معنوي هستئ یي له منځه وړي . په سیمه او نړۍ کې په ټولو ډموکراټیکو  سازمانونو  ، نهادونو او خپلواکو شخصیتونو غږ کوي چې د جګړي په مخنیوي کې له افغانانو سره مرسته وکړي . له نړیوالي ټولني په کلکه غواړي چې د افغانستان د سوځونکې جګړي په قابو کولو کې عملي مرسته وکړي او همدارنګه د افغانستان د ملي یووالي په حکومت غږ کوي چې په دي اړوند خپلو بي تفاوتیو ته د پاي ټکی کیږدي او د کړو وعدو سره سم خلکو ته امنیت ، هوساینه ، کار او روزګار تامین کړي .

۱۲ ـ د افغانانو د زیاتو وینو تویدني تر څنګ اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د خلکو ژوند په کلیو او ښارونو کې تریخ کړی . په دي اړوند په دولتي ادارو کې زیات فساد ، زورواکې او مافیا د یادو شوو ستونزو د شتون اساسي پشتیوانه ده . د ملي یووالي په حکومت غږ کیږي چې بي له ځنډه دغې خوړینونکي وضعي ته بدلون ورکړی ، د پیل شوي اقتصادي او ټولنیزو پروژو د بشپړولو او د نوي نوښتونو د کولو په ترځ کې د ولس ژوند ته نوي سا ورکړي

عبدالحی مالک

دافغانستان ملی پرمختګ ګوند رئیس ګوند رئیس

Comments are closed.