افغانستان له اتیایمې لسیزې څخه ترننه روانو جګړو ته لنډه کتنه

 

21.2.2019Goldad khan
دوهمه برخه
زه به د دغو خبرو پیل کې دا ووایم چې له ما څخه تاسې زیاتره درنه لوستونکي د افغانستان دغو اوږدو جګړو اړوند، ښه او ژور پوهېږئ او ډېر معلومات لرئ. خو له دغې لیکنې څخه زما یوه موخه دا ده؛ هغه څوک چې له دغو جګړو سم خبر وي، یو څه غوندې هغوی خبر کړم او بله موخه دا ده چې زه په دغې لیکنې سره یو څه غوندې خپل زړه سبڼه او تصل کړم.

زه د دغو خبرو پیل د داؤد خان واکمنۍ له وخت څخه کوم. د هغه واکمنۍ پرمهال، د اخوان المسلمین په نوم نوي جوړې شوي ډلګۍ څو تنه پاکستان ته وتښتیدل. د پاکستان دولت پوځي استخباراتو (ای اس ای) له موقع څخه په ګټې پورته کولو سره، هغو کسانو ته سمدستي جنګي روزنه ورکول پیل کړل. ای اس اس دوی ته د پوځي روزنې ترڅنګ، د تخریبولو ډول ډول چارې هم ورزده کولې. دوی چې لږ غوندې زده کړې وکړې، نو بیا يې دوی تحریک کول چې د خپلو هېوادوالو او دولت نا آرامه کولو په موخو تخریبات وکړي. د پاکستان پوځي استخباراتو، د افغانستان له هغو حالاتو څخه په ګټې پورته کولو سره، خپل پخواني روزل شوي جاسوسان (د بېلګې په توګه، پاکتیا سیمې کې جلال الدین حقاني، کنړونو سیمې کې موجب الرحمن او ورته نور کسان) هم زموږ خاورې ته د همدغو تخریبي موخو لپاره رالېږل. زه به د خپلو دغو خبرو لنډولو په موخې، د دغو دو ډلو جاسوسانو (پخوانيو روزل شويو جاسوسانو ډلې او نويو ورتښتیدلو کسانو ډلې) تخریباتو کولو څخه، یوازې یوه یوه بېلګه یاده کړم. جلال الدین چې په قوم ځدراڼ دی او پلار یې هغه د تنکۍ ځوانۍ پرمهال پاکستان ته، د دیني زده کړو لپاره بوتللی وه. جلال الدین هلته د حقاني په نوم مدرسې کې درس لوستلو پرمهال، د ای اس ای جاسوسي شبکې له خوا جذب شو. له کله چې د جلال الدین له ای اس ای شره مخه شوله، هغه نور نو خپل کلی او کور هېر او پرېښودل او د هغوی په خذمت کې شو. حقاني لومړنی کس وه چې د داؤد خان واکمنۍ پرمهال یې د څو تنو په ملتیا، د ارګون لوی ولسوال او سرطبیب ووژل. له هغې پېښې لږې مودې وروسته، احمد شاه مسعود او ملو یې د پنجشېر پر ولسوالۍ برید وکړو، خو له سري زیان پرته یې ماتي وخوړله.

د افغانستان خلکو دموکراتیک ګوند واکمنۍ پرمهال خال خال نښتو او نا آرامیو په اړوند باید ووایم چې د هغو نا آرامیو یو علت له دولتدارۍ سره د واکمن ګوند غړو نه بلدتیا او بل د دوی سهوو او ځینو غلطو کړنو ستر رول درلود. د دوی د هغو سهوو او ځینو غلطو کړنو ترڅنګ، دغه خبره هم باید له نظره ونه غورځول شي چې په افغانستان کې د پېړیو په اوږدو کې واکمنې او پادشاهي میراثي وه. همغه د پاد شاهیو پرمهال به هم، کله چې له یو ټبر څخه بل ټبر(حتا د کورنیو غړو ترمنځ له یو څخه بل) واک نیولو، ډېرې وینې به توییدلې. که څه هم دغه د میراثي پادشاهي دود په یو ډول، لومړی داؤد خان مات (هغه د واکمنۍ نوم له شاهي څخه په جمهوري واړولو) کړو. خو څرنګه چې هغه پخپله هم د شاهي کورنۍ غړی وه، نو ځکه اولس د هغه واکمني په آرامۍ او بې له کومو پام وړ ستونزو جوړولو ومنله. خو د افغانستان خلکو دموکراتیک ګوند واکمن کیدل او هغه واکمني شاهي کورنۍ ته د وفادارو لوړپوړو دولتي چارواکو، یو شمېر هغو قومي او مذهبي مخورو، یو شمېر هغو ملایانو او سپین پګړو، کومو چې له شاهي کورنۍ سره نیږدې اړیکې لرلې او له هغې نیږدېوالي څخه یې ګټې پورته کولې، ونه منلو. د دغو یادو شویو ډلو ترڅنګ، د افغانستان خلکو دموکراتیک ګوند واکمنۍ پرضد، د افغانستان سیاسي ګوندونو او ډلو، کومو چې خپله هم د واکمنۍ لاس ته وروړلو هڅې لرلې، سخت غبرګونونه وښودل. دغو ټولو ډلو د نوموړي واکمن ګوند ضد تبلیغات او فعالیتونه پیل کړل. د واکمن ګوند غړو د خپل واک ساتلو په موخې، د دغو ډلو مشرانو او یو شمېر لوړپوړو کادرونو په نیولو او بندیانولو لاس پورې کړو او حتا ځینې یې له نیولو وروسته ووژل. د واکمن ګوند غړو هغو کړنو، په ټولنې کې د نوي جوړ شوي دولت ضد ذهنیت ګام پرګام غښتلی کړو.

دولت د خپلو هغو کړنو ترڅنګ د مځکو اصلاحاتو او د سود او سلم بندولو فرمانونه راوایستل. د مځکو اصلاحاتو هغې فرمان له مخې له ټاکلي اندازې زیاتې مځکې، د مځکو له څښتنانو څخه، بې له بدله دولتي کیدلې او هغه بیا بې مځکو بزګرانو ته وړیا ورکول کیدلې. د سود او سلم فرمان کې، د سود خوارو پخوانۍ په سود ورکړي پیسې، د کالونو تېریدلو په ترتیب، بزګرانوته ځینې بشپړې وبښل شولې او ځینې بیا قسمي او بې له سوده د څو کلونو په مودې کې ورکول کیدلې. د دغو دواړو فرمانونو عملي کولو هم د ډېرو مځکو لرونکي کسان او سود خواره له دولت څخه ناراضا کړل. دغه فرمانونه او د دغو فرمانونو ترڅنګ، حتا د سواد زده کړې فرمان هم د دولت مخالفینو او ګاونډیو دولتونو استخباراتو له خوا څخه، په شدت سره د کفري کړنو په نوم تبلیغ شو او یو شمېر عام خلک یې تر اغېزو لاندې راوستل او د دولت ضد دریځ نیولوته یې ورټېله کړل.

دلته دا هم باید یاده کړم چې د افغانستان خلکو دموکراتیک ګوند پروړاندې د دغو پاس ناخوالو ترڅنګ، د ګوندي مشرانو ترمنځ د څوکیو پر سر جوړ نه راتللو له امله، د ګوند د ننه هم سخته بې اتفاقي منځ ته راغله او بریدونه یې ان د ګوند د ننه کودتاګانو کولو پورې ورسیدل. د ګوند له هغې د ننه اختلاف له امله، د پرچم په نوم ډلې مشران له لوړو دولتي څوکیو څخه وشړل شول. دغه مهال چې د پرچم ډلې مشران له لوړو دولتي څوکیو وشړل شول، دا مهال پرچم ډله هم د دولت ضد ډلو تبلیغچیانو ګروپ باندې ورګډ شول او د دولت ضد ډلو دریځ یې لا پیاوړی کړو.

د دغو ټولو یادو شویو ناخوالو له امله به د هېواد بېلو سیمو کې، خال خال نا آرامیو سرونه پورته کول. خو هغه زیاتره نا آرامۍ به د سیمه ایزو امنیتي ارګانو له خواو څخه شنډیدلې. د هغو هلته او دلته نا آرامیو څخه زه د بېلګې په توګه، دوې نسبي سترې نا آرامۍ یادوم. لومړۍ د چندولو په نوم نا آرامي چې د سر زیان یې نسبت نورو نا آرامیو ته زیات وه، په څو ساعتونو کې شنډه شوله. دویمه له هغې هم نسبي ستره توطئه چې د ایران اخوندي رژیم استخباراتو ښکاره لاس پکښې درلود، د هرات فرقې کې نا آرامي او ګډوډي جوړونه وه. د هرات فرقې توطئې شنډولو ته له کابل څخه د کمندو یوه قطعه ورولېږل شوله او هغې قطعې د ځايي امنیتي ارګانو او دولتي چارواکو په ملیتا، په څو ورځو کې نوموړي نا آرامي پای ته ورسوله او د هرات دولتي ادارو چارواکي او د هرات ښاریان نورمال او عادي ورځینیو چاروته وروګرځیدل.

Comments are closed.