افغانستان کې سياسي گوندونه او ستونزې

m agha

داوسني حکومت د عدليي وزرات د راپور له مخې د ۶۳ سياسي گوندونه ددوی سره ثبت او رسمي فعاليت کوي،

سياسي ګوندونه ټولنيز سازمانونه

دسياسي گوندونواو ټولنيزو سازمانودځيړني،ثبت اوسمون (انسجام) رياست د5/8/1381نيټي د(125) گڼي فرمان په اساس دعدليي وزات په چوکات کي جوړا و رامنځ ته شو دسياسي گوندونو ټولنيزو سازمانو قانون چه دوزيرانو دعالي غونډي د 25/6/1381 نيټي د24/12 گڼي مصوبي پرښت په (4) فصلواو (25) مادوکي تصويب اود 5/8/1381 نيټي دافغانستان دانتقالي اسلامي دولت درئيس په منظوري اوتوشيح اوله مرغومي مياشتي په 22نيټه 1381کال درسمي جريدي په(804)گنه کي نشرشوي دي .

ددي رياست دفعاليدونه تر25/11/1384نيټي پوري ټول(436)ټولنيزسازمانونودفعاليت قانوني جوازونه اخستيي دي.،که په يوه امن  درلودونکي او پرمختللي هېواد اود يوه جنگ ځپلي هېواد لکه افغانستان کې سياسي فعاليت او سياسي گوندونه سره پر تله کړی ډېر لوی توپير لري،زموږ په شان جنگ ځپلي او کړيدلي ولس لپاره په اوسنيو بدو نظامي او جنگي حالت کې يو سياسي گوند څنگه پرمخ تگ او پېاوړې کيدای شي؟

زما له نظره زموږ هېواد چی د لويديز او ختيځ د جنگونو ډگر گرځېدلې زموږ ولسونه تل دوير او نادارې سره لاس په گريوان ژوند کوي .

ولسونه مو د ملت جوړونې پر ځای د قوم گيرايي خواته کشول کيږي، دزورواکو سرټمبه وو دساتور لاندې ژوند کوي .

دولت د قانون حاکميت پر ټول ولس يوشان نشي عملي کولای، يو شمېرسياسي گوندونه خپل ځان  ته د امتياز په خاطر د يوه گوند په جوړولو لاس پوری کوي، ټول گوندونه که اسلامي نوم ورته غوره شوی يا ملي دموکرات که ددوی تگلارې ولټول شي ټول مشابه تگلاری لري ددی پر ځای چی ددی گوندونو لارښونکې سره په گډه د يوه ځواکمن گوند په گډميکانيزم کار وکړي موجودی ستونزی رابسيره اود حل لاری چاری په گوته کړي، يوبل ته تير په هير حساب کړي د ملي گټو دخوندي کولو په خاطر د ډېرو سياسي گوندو پر ځای څو ځواکمن گوندونه جوړ کاندي په گوند کې  د ټاکلو ميتود رايج کړي گوند داسې تگلاره چی دولس ټولی ستونزی پکې راسپړل شوي وي اودا تگلاری د ټولو منل شوو اصولو پر بنا د ولسونو د تاييد وړ وي، دا ډول گوندونه په ټولنه کې پېاوړې کيږي او ډېر ژر د خلکو د تاييد وړ گرځي.يو شمېر سياسي گوندونه د تيرې بدې سابقې له امله دولس ملتېا نه لري.

ما چی کله د عدليي وزارت د سياسي گوندونو لست مطالعه کړو داسی گوندونه مې وليدل چی دگوندونو ريسان يا مړه شوي او يا له رهبري مقام نه ليری شوي ولی اوس هم ددوی  په نمونو  ثبت دی داسې  رسمي گوندونه مې هم تر سترگو شول چی چی تر کابل او څو محدودو سيمو علاوه نور کومه سيمه کې گوندي دفتر يا رسمي فعاليت نه لري، زما په گمان دوی به هيڅکله دعدلي وزارت نورم نه ونه لري داسی سياسي گوندونه هم راجستر شوي چی د قانون له مخی بايد سياسي گوند وسلوالې ډلی ونه لري ولی دا قسم گوندونه شته خو دعدليي وزارت تری انکار کوي، زيات داسي گوندونه هم شته چی دگوندي کار لپاره له دولتي واک او صلاحيت نه کار اخلي اود خپلې چوکې له امله يو شمېر خلک دی گوند ته ورغلي چی له کار ه باسل کيږي او يا چوکې ورکول کيږي،سياسي گوندونه ځکه وده نه کوي ، چی د گوند غړي په خپل راتلونکي بی باوره دي. بايد گوندي غړي دسياسي تغهد له مخې د وطن او خلکو سره د عشق او محبت له مخې په کلکه ژمنتېا او کلک هوډ سره د يوه گوند غړيتوب تر لاسه کړي ، اود تغهد ته ژمن پاته شي  اودا ژمنه وکړې چی دی به خپلې شخصې گټې له ملي گټو څخه پورته نه گڼي تل به د يوه رښتني افغان په حيث ددی وطن د ملي منافعونه دفاع کوي اود خپل وطن دهر ډول دښمنانو پر ضد کلکه غښتلې سپېڅلې مبارزه کوي داولس به له شر و فساد کورني او بهرنيو دښمنانو نه په امن کې ساتي خپلو خلکو ته تل پاته سوله  غواړي او په دی لار کې هر ډول قربانی ته حاضروي،اودخپلو خلکو پر وړاندی سوگند يادوکړي او تغهد سپاري چی د قوم، ژبی مذهبي تعصب او ټولو ناخوالې چی زموږ ملت د کمزوری خواته کشوي په کلکه مبارزه کوي دا يو سپېڅلې ارمان دی اوددی ارمان لپاره نه ستړې کيدونکې مبارزه وکړي د يوه رښتني گوندي نبايد دا  يو شعار وگڼي بلکې د يوه مبارز خبری او عمل بايد روښانه او يو شان وي .که دا ډول همفکره دسياسي مفکوری خلک په يوه گوند کې را ټول شي بريا ته حتمي رسيږي او بس.

محمد اقا کوچی

20170519

 

Comments are closed.