امریکایان اشغالګر دي که دوستان؟

پرون مو شورویانو ته دوستان ویل، نن  ورته اشغالګر وایو!

نن امریکایانو ته دوستان وایو، سبا به ورته اشغالګر وایو؟

(زیات شمیر روښان فکروسره چه په وطن کې ژوند کوي، پورتنی سوال موجود دی)

که د افغانستان یو هیواد وال په توګه څیړنه او قضاوت کوو، نو ښايي دا سیاسی اصل ومنو، چه د یو هیواد یا یو ملت منا سبات (دوستي یا دښمني، مرسته یا اشغال) د نورو هیوادو سره ، زمونږ د ملي ګټو د خونديتوب پر اساس ارزول کیږي.

(شخصي ګټې، قومي، مذهبي او ایدیولوژیک منافع،  دملي ګټو په حساب نه راځي).

په همدا دول څرګنده ده چه، د هیوادونو په منځ کې دوستي او دښمني دایمي بڼه نه لري. کوم چه ګټه رسوي  دوست دی، چه زیان رسوي دښمن دی.

د موضوع د آسانه سپړنې د پاره به ښه وی که لمړی زمږنږ وطن ته  د دواړو زبر ځواکونو دلښکرد راتګ  څو ورته اړخونه د پرتلې په ډول په ډاګه کړو.

ـ دواړو سترو هیوادونو، د افراطي مذهبي ډلوپرخلاف ( شورویانو د  مجاهدینو، امریکایانو د القاعده په مقابله کې)  د مبارزې د شعار سره پرافغانستان یرغل وکړ.

ـ دواړه غښتلو هیوادونو د افغانستان برحال، ایدیالوژیک، پرخپلو پرنسیپونو سخت دریز رژیمونه، چه  زیات شمیر رهبران يې پښتانه او پاک نفس کسان وو، نسکور کړل (شورویانو د خلکیانورژیم، امریکایانو د طالبانو رژیم  وپرځوی).

ـ دواړو زبر ځواکونو د افغانستان په مقیاس ملي اقلیت او د هغه وخت ګونودونو کې حزبي اقلیت  پر وطن حاکم وګرځول (شورویانو پرچمیانوته او امریکایانو د بن کنفرانس کې، شمال ټلوالی ته واک په لاس ورکړ).

ـ ډیر ژر جوته شوه چه د اعلام شوو هدفونو په څنګ کې، د دواړو حاکمو ځواکونو اصلي موخې د دوۍ د  ستراتیژیکو نظامي پلانونو پلي کول وو.

ـ شوروي او امریکې، دواړو په افغانستان کې د خپلې خوښې رژیمونو په جوړولو او ملاتړکې، د افغاني وسله وال پوځ  روزلو او پیاړتیا په موخه مالي مرستې وکړې او د بنستیزو ودانیو، پلونو، بندونو، تعلیمي موسسو په جوړولو يې غوڅ ګامونه اوچت کړل.  د یادولو وړ ده چه، د شورویانو کارنامې د افغان ملکي او نظامي کدرونو روزلو او  انفرا ستروکتور(بنسټیزو ودانیو) په رغولو کې تر امریکې څو واره پراخې وې.

ـ د د واړوتیري کونکو د ړاندو بمباریو له امله  افغان ولس ته زیاته مرګ ژوبله ورسیده، د خلکو کورونه وران شول، عام ولس بې وځله او مهاجر شو، افغانان ناراضه شول.

     اوس به راشو دې سوال ته چه  پرون مو شورویانو ته  دوستان ویل، اوس ورته اشغالګر وایو.

په ظاهرکې سرې لښکرې د انقلاب د دفاع په خاطر، د اشرارو ( مجاهدین هغه وخت  په دا لقب یادیدل) پرخلاف  د مبارزې او د افغاني انقلاب سره د مرستې په  پلمه افغانستان ته راننوتل.

په پیل کې زیات شمیر ګوندیانو او ولس ته د شوروی« دوستانو» حضور( هغه وخت شورویانو ته د «دوستانو» خطاب کیدی، لکه اوس چه امریکایانو ته «خارجي متحدین» ویل کیږي)، د مرستې اوآرامۍامید را پیداکړ، خو کال تر بله د دوۍ اعمال د خلکیانو او اکثرخلکوو د توقع خلاف وختل.

ـ شورویانو، پرچمي ګوندي اقلیت  پر خلکیانو حاکم وګرځوه. په سنګرونو کې د اشرارو په مقابله کې په لمړیو کرښوکې خلکیانو قرباني ورکوله. په مقابل کې د ک ج ب په لاس روزل شوی، پرچمي استخباراتي سازمان ( خاد)،  خلکي افسرانو او ګوندي کدرونو ته د توطؤ په جوړولو اخته وو.

د پرچمیانو لوړپوړي مقامونو تل هڅه کوله  خلکيان  د شورویانو سره وجنګوي.

ـ د افغانستان په ملکي او نظامي موسسو کې د بیشمارو شوروي مشاورینو حضور او مداخلې، چه د افغاني  کلتور اوعنعنو څخه بی خبر وو، او په پاکنفسي کې پرچمیانو سره جوګه وو، په دولتي ادارو کې فساد او اختلاس را پیداکړ.

 سربیره پردې د مشاورینو د غلطو یا عمدي ناقصو پالیسیو له امله په هیواد کې ژبني، قومي او سمتي تعصب او کینې راوپاریدلې. قومي ملیشې جوړې شوې، کوم چه په راتلونکې کې يې د افغانستان ملي وحدت ته لوی زیان ورسوی.

    خلکیانو دا ټولې ناخوالې د ګوند په دننه، په جلسو او کنفرانسونو کې په کلکه انتقادولې، خوځغملې مو ، په دې هیله چه د شورویانو لښکرې به د افغانستان څخه نن سبا ووځي او کم تر کمه یو مترقی دولت به د بین الافغاني جوړې په نتیجه کې پاته شي. د سرولښکرو سره د ټکر د پاره  زمونږ قوت برابر نه وو، او د سیستم څخه د وتلو مانا هم، جهادیانواو افراطي مذهبیانو ته د مترقي نظام ویجاړولو  میدان ورکول وو.

‎د۱۹۹۰ کال د مارچ په اوومه نیټه د پرچم جنرالانو، د خاد، جمهوري ګارد او د دوستم د ملیشو په موټه، پرخلکیانو حمله وکړه او د کودتا  تور يې هم پر واړوه. په افغانستان کې د ک ج ب  پاته مشاورینو ااطلاعاتي او فني مرستو د پرچمیانو بری  ګړندی کړ.  د افغاني اردو څخه د خلکي افسرانو تصفیه د مترقي نظام ساتنې ته  زغرده تاوان ورسوی.

همدا رنګه، د روسانو د مشرتابه وړاندیزونه، چه  پایتخت دې د کابل څخه مزار شریف ته ولیږدول شي،  پټ پاته نه شول. دا نیتونه، چه دافغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې  سره په ښکاره  توپیرکې وو، ددوۍ  په «دوستۍ» کې سترخلل رامینځته کړ.

اما، هغه وخت چه روسانو د افغانستان د مترقي نظام د ړنګولو په بیه، شمال ټلوالي سره  د دوستۍ قراردادونه لاسلیک کړل،  پرچمي جنرالانو سره يې قدرت شمال جهادي ډلو ته  په لاس ورکړ او  افغان ولس يې دجنګ لمبو کې وارتول،  ددوۍ انتر ناسیونالستي مرسته، «اشغال» و ارزول شوه!

دا واقعیت چه خارجي قوتونه په افغانستان کې د نظامي اوسیاسي عمل پوره صلاحیت ولري، د راز راز عباراتو استعمال: « اشغال»، «حضور»، «مرستندوی»  ددوۍ د موجودیت ماهیت نه بدلوي.

د آزآ ديبښونکو ایدیالوژیو او پیړیو پیړیو  افغاني عنعناتو له مخه د خارجي لښکرو موجود یت  اشغال بلل کیږي.، او د نورو اشغالګرو په پرتله، انګلیس او امریکا  او د هغو غلام پاکستان،  تر ټولو بیرحمه او حیله ګر دي. او ددې اشغالګر پر خلاف مبارزه   فرض ده او تبلیغ  ضرور دی.

خو په سیاست کې، د ایډیالوژۍ، د عنعنو، د عقیدو او احساسونو مقام په دوهمه درجه کې ځای لري، په لمړي خط کې د هیواد والو د ملي ګټو خوندي کول مطرح دی.

اوس مهال داجنبي لښکرو د ویستلو سربیره، سوله او د افغاني نظام ساتنه زیات ارزښت لري، چه:

  د ولس امن او هوسايې  تضمین وي، مانا دا  چه د قانون حاکمیت وي،  غښتلي مسلح قوتونه موجود وي، چه خلک د بیان او انتخاب حق ولري، د تعلیم حق او د ښځو حق د سکولار اساسي قانون پر اساس ګرنټي وي،  چه د افغانستان بنسټیز، اقتصادي بنا،  پیاوړې او پراخه  شي.

‎   نو ځکه دا سوچ کول پکار دی ، چه څوک د نظام تخریب غواړي او څوک ورسره مرسته کوي.

که د پاکستان د دولت هدف د افغانستان د نظام ړنګول نه وای (هسې چه په ۱۹۹۲ کې يې ړنګ کړ)، اویواځې د امریکې د اشغال په مقابله کې د طالبانو سره مرسته وای،  مونږ به هم  د طالبانو سره ګډ تبلیغ کولای ، خو له بده مرغه د پنجابي چارواکو او دافغاني طالبانو شعار د اشغال پر ضد د دولت ړنګړولو او دافراطي مذهبي سیستم ځای پر ځای کولو سره نغښتي دي. د اشغال پر ضد  تبلیغاتي ماشین  د پاکستان د استخباراتو له خوا په پراخه او عصري توګه پرمخ بیاول کیږي.

 سربیره پردې، د پاکستان استخبارات، د طالبانو د جنګ د پاره  ټول مخابراتي، اطلاعاتي، لوژستیکي آسانتیاوې برابروي. بانکي انتقالات، د وسلو پیرودنه او ساتنه، نظامي روزنې او امن قرارګاوې او روغتیایي خدمات  طالبانو ته په خپله خاوره کې ترسره کوي. انتحاري تربیه کوي، داعش او جیش طیبه لیږي، او کله ستروعملیاتو ته، پاکستاني افسران (د بیلګې په توګه د غزني په حمله کې)، استوي.

 دا ټولې هڅې ددې هدف د پاره کیږي چه پاکستان خپل څنګ کې یو ضعیف، بې وځله او تابع افغاني نظام ولري، او د خارجي لښکرو په وتلوکې ( چه جوته ده، په دې سیمه کې د پایښت آینده نه لري)، پر افغانستان ( د ۱۹۹۲ تر۲۰۰۱ په شان) مسلط  پاته شي . نو هغه وخت به پاکستان ته د افغانستان د اوبو بهیر لانجمن نه وي او د دیورند د کرښې په باب به چا سره  د سوال د کولو جرأت  نه وي. مونږ، افغاني  روښان انده قشر ته، په  تیره هغه لیکوالان، ژورنالستان  چه د هیواد څخه بهر په امن کې ژوند کوي، ښايي د ټولو سیاسي، حقوقي لیارو څخه  په استفاده د خارجي قوتونو د ویستلو  په موخه داسې مبارزه وکړو چه د «باندني متحدینو» د وتلو څخه  وروسته یو غښتلی افغاني، سکولار، لاییک (د قانون پر اوږو ولاړ) نظام  او یوه ثابته پایداره سوله  وطن ته راشي. نه دا چه د پاکستان د استخباراتو تبلیغاتي ډهل مو په غاړه اچولی او د آی اس آی د خواست سره سم، خپل هیواد بیا  ویجاړ کړو. یو خارجي لښکرې ووځي، بلې راننوځي.

 نتیجه دا چه؛

ـ طالبان د عنعنوي او اسلامې  دلیل نه په علاوه، د امریکې سره خپل حساب لري، د  اسلامي امارت د نسکورولو غچ ځینې اخلي، او د اوسني نظام پر ځای خپل شریعتي رژیم ټینګول غواړي.

ـ پاکستان هڅه کوي، د طالب جنګیالیو په موټه، امریکه  ځغاستې ته مجبورکړي او پر ځای يې، افغاني دولت ړنګ او یا شاتګ ته  اړ کاندي، پر ضعیف شوي نظام باندې د طالب جمع مجاهد، یو مطیع، فرمانبردار واک حاکم کړي.  نو ځکه د «اشغال» پرضد تبلیغاتو ته  د ټولو امکاناتو سره،  تر افغانانو څو واره زیات قوت ورکوي.

ـ امریکې که څه هم د ملګرو ملتو د مندات ، اجازه نامې سره، په افغانستان نظامي  یرغل و کړ، اما القاعده يې د افغانستان څخه ورکه کړه، او د خپل نظامي حضور په بدل کې د افغانستان نظام، اردو، قانوني او تعلیمي سیستمونو او بنسټیزه رغونې د پاره  مصرف کوي. اما  د روس، چين او ایران مثلث کې د اوږد مهال حضورچانس نه لري. افغان ولس او روشنفکران، په تیره ځوان نسل، چه د امریکې د حمایت لاندې  نظام کې ژوند، کاراو تعلیم  کوي، په طبعي ډول، امریکایانو، اروپایانو ته  د دولت متحدین وايي، د اشغالګر او امپریالست خطاب ورته نه کوي، او په دې هیله دي چه د هغو وتل به د یوې عادلانه سولې پیل شي. ځکه هغه خونړۍ زمانه د خلکو دیاده نه ده وتلې چه امریکه او روس  ولاړل او افغانستان  د پاکستان او بن لادن پنجوکې پریووت.

که امریکه  د خپلو وتلو سره  افغاني نظام،  روسانو په شان  د شخړو او ویرانۍ کندې ته ټیل وهي، دددوۍ په باب قضاوت به هم هغسې وي لکه د روسانو په باب چه شوی!  او که د خپلو لښکرو د ویستلو  سره یوه عادلانه سوله پر ځای پریږدي، د افغانستان دوستان به پاته شي.  م. صافی. ۱۴/۱۲/۱۳۹۷ (۵/۳/۲۰۱۹).‎

Comments are closed.