اوبه لرو خو له تندې مرو

محمدآقا کوچیمحمداقا کوچی

همدا نن مې د مېډېا پر مخ دافغانستان د ولسمشر داکتر محمداشرف غني لخوا يومهم مطلب چې د ګاونډيانو سره داوبو مسله راپورته کړی اود ايران سره د موسی شفيق رول ته په کې گوته نېول شوی زه غواړم پر همدې مسله تم شم تير څپرکي ته لږ شانته اشاره وکړم.

درنو دوستانو!

دا منو چی زموږ هېواد په وچه کې راگير دی دا هم د لوی ستر ځبرځواک انگريزي يرغل گر لخوا زموږ د جغرافيی هغه برخه چی د بحر سره وصل وه بل ته په زور چلوټې ورکړه، ننيې گاونډۍ د خپل ملکيت دعوا کوي، يو پښتو متل دی چی وايي سړې خپل پور غواړي گاونډې نور غواړي.

له بحري اوبو څخه خو لوی دشمن پرنگي بی برخی کړو خو د نورو خوږو اوبو دعوای هم پاکستان ايران او نور لري .زه د اتم ټولگي زده ک11 ټولگي زده کونکی وم چی د هلمند داوبو دويش مسله دافغانستان او ايران تر مينځ کښته پورته کيدله اشرف غني وايي چې له ګاونډيو هېوادونو سره د وخت د صدراعظم محمد موسی شفیق د معاهدو تطبیق د ده یو مهم کار دی، کله چې دا مغاهده د وخت د وزيرانو دشورا د مشر موسی شفيق لخوا د تاييد لپاره پارلمان ته راوړه زه زده کونکې وم دا په جرت وايم چی د هغه وخت پارلمان د څو تنو نه علاوه نور  ټول د شاه په مرسته او فرمايش ټاکل کيدل يانی اکثريت نماينده گان د شاه پلوي وو..

د افغانستان د ډموکراسۍ د لسیزې وروستی صدراعظم وو چې په ۱۳۵۱ کال کې دا مسوليت ‎موسی   ور ته وسپارل شو. کله چی پارلمان ته تړون يا مغاهده وړاندی شوه .

دوه موهمې پېښې وشوی.

لومړنۍ پېښه داوه چی دافغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند لخوا د نورو روڼداندو په ګډون د پارلمان ومخته لوی ميټينگ رابلل شوی او هم يې په ټولو ولاياتو کې خپلو سازمانونو ته لار ښونه کړی وه چی مظاهری وکړي خوزموږ د ښونځي زده کړېالانو چی ددی گوند سره يې تړاو درلوده ويل زموږ گوند ددی اوبود ويش سره جدي مخالف دي، په داخل د پارلمان کې ددی ګوند دری استازی وو چی نومونه په دی توګه وو ببرک کارمل د کابل د حوزی نماينده حفيظ الله امين د کابل د پغمان د حوزی نماينده او راتب زاد هم له کابله وه دوی په نوبت د خپل ګوند دريځ او مخالفت بيان کړو اودا يي ويل چی د ا زموږ د وطن  ملي طبعي شتمني ده دده ويشل د ملي شتمنی د خرڅولو په ما نا دي ، په ولاياتو کې ددی ګوند سازمانو او نور ګڼ شمېر خلکو ټوله ورځ په مظاهروکې ويناوی او مخالفتو سرته ورسول زما په ياد دي چی ددی ګوند دسازمان مظاهره چی کله د جلال اباد د ښار د پښتونستان له واټه پېل شوه د ګوندي ساز مان منشي هنر غيرت لومړی ويناوکړه نورو مشرانو په ترتيب سره خپل د مخالفت ټکي خلکو ته وويل زه چی ګوندي  وم خو تر ما ښام پوری له دوی سره په مظاهره کی وم.په پلازمينه کابل کې چی کله د ګوند پارلماني استازو ويناوی کولی د نورو وکيلانو لخوا مزاحمت کيدلو د پارلمان ريس ورته دخبرو کول ايجازه نه ورکوله خو دوی خپل ملي دريځ د وطن ملي مسله په خورا زړورتيا خلکو اودولت بيان کړی.

مخکې مې وويل چی اکثريت وکيلان دشاه او صدراعظم پلويان وو درايو په اکثريت يي دا مغاهده تاييد کړه  دوخت پاچا محمد ظاهر شاه توشيح کړه خو ملي دموکراتو شخصيتونو هيڅکله دا مغاهده منلی نه ده خو که چا په غور دا مغاهده لوستلي وي نو مالوميږي چی دواړو هېوادو په مغاهده کې کوم مسوليت در لوده دافغانانو د کمزوري حکو متونو له امله ايران په غېری قانوني توګه  اوبه تراوسه تر لاسه خو کوم تغهددونه چی ايران په لوځنامه درلودل يو هم نه دی عملي شوی دموسی شفيق پوهه او لوړې زده کړې درلودی دا کتر صاحب غنې د هغه په نشتون باندی خفه دی ټول روڼ اندي دده وژل کيدلو باندی خفه دي ځکه زمو ږ په هيواد کي دا خورا کمزوري ده چی دخپلې عقيدی پر وړاندی دبل د ايدلوژی او نظر نشو هضمولای يوازنی لاره دا چی د مخالف سياستمدار وژل لويه گناه ده بايد دبل فکر پوهی ته درناوی وشي که د ملي گټو پر خلاف يي کوم کار سرته رسولی وي بايد علني محاکمه شي اود دموکراسی په چوکاټ کې نورو ته د بيان ليکلو او سياست کولو اجازه ور کړل شي خو په تاسف چی زموږ کړنې له نوری متمدنی نړی څخه جلا دي.

دا کتر صاحب غني وايي زه به د هلمند داوبو مغاهده عملي کوم خو سوال دادی چی داکتر صاحب د نورو ګاونډيانو سره به داوبو او حقابی ستونزه څنگه حلوی ډيورنډ نا مقدسه کرښه کې به ستا دريځ څه وي د کنړسيند، دامو او نورو اوبو کنټرول به څنګه کوی دلته خو زموږ هېواد د اوبو د نه درلودلو سره ستونزه لري دښتی مو شته ولی د خړوبولو لپاره کوم پلان نشته ولس ته د ځمکې او اوبو ستونزه به په کوم شکل حل شي موږ هر کال په ټنونو غنم يا اوړه له پاکستان ،هندوستان او قزاقستان څخه په بيه اخلو  موږ په لکنو هکټاره لا مزروغ ځمکه لرو دريابونه او سيندونه لرو خو ددی لپاره کوم عملي کار نه کيږي.

Comments are closed.