اوړو پوزه که تلپاتې سوله ؟

حکيم روان

۱۸/۱۱/۲۰۱۸

د سولې په لور کې د افغان ولسمشر دوکتور اشرف غنی د پرلپسې هڅو ، دوه ځلی د اوربند اعلان او ورپسې د سولې له پاره د بی قيدو شرطه مخامخ بين الافغانی مذاکراتو د پيلولو د وړانديز سره د سولې منډو ترړو په ملی او نړيواله کچه زور واخيست . د امريکا د متحده ايالاتو د خارچه چارو د وزارت له خوا د سولې د خبرو آترو د پیلولو د پاره د ځلمی خليلزاد غوراوي د احتمالي سولې له پاره هيلې لا زياتې کړې . همدارنګه د افغان حکومت په نوښت د اندونيزيا ، عربستان د اسلامی علماؤ غونډو او پرېکړو ، ورپسې د تاشکند او ماسکو غونډو د سولې بهير نور پسې پیاوړی کړ .

د ځلمي خليلزاد هڅو ، سولې ته زمونږ د تږو ، جنګ ځپلو او مظلومو خلکو هيلې لا وتخنولې . خو آيا دا هغه سوله ده چې زمونږ خلک يې د څلويښتو کالو را په دې خوا انتظار باسي ؟

افغان ولس د درو ورځو اوربند ته په ښارونو او کلو کې آتڼونه وکړل او له سترګو يې د خوښۍ اوښکې بهيدې . درې ورځې وروسته طالبانو بيا افغان ولس د جنګ دوزخ ته ورټيله کړ .

د طالبانو رهبری په پاکستان کې ده ، له پاکستانه د جګړې لارښوونه کوي او د جګړې ليکې يې د مولوي سميع الحق د حقانيه مدرسې په شان له سلګونو او زرګو مدرسو څخه اکمال کيږي .

د طالبانو د قوماندې مرکز( آی-اس-آی ) په خپل ټول واک او ځواک د پخوا په شان فعاليت کوي. زما په خام فکر هر جنګ په دوو جبهو کې پر مخ وړل کيږي . د جنګ تر مخينۍ جبهې د جنګ د شاتنۍ جبهې اهميت زيات دی . ځکه که مخينۍ جبهه زيان ومومي له شاتنۍ جبهې ورسره مرسته کيږي ، څو منځته راغلی تشه ډکه کړي . ۱۷ کاله جنګ په پف او چف ، په منترو او تعويذونو نه کيږي . د طالبانو شاتنۍ جبهه يانې آی-اس-آی او عربی قاتلين په خپل حال پاتې کيږي . پاکستان د تيارسۍ په حال کې ، د طالبانو په څېر سلګونه وسله والی تروريستی ډلې په اختيار کې لري . پاکستانی نظاميګرانو د پاکستان بقاء د بنسټ پالنې او تروريستی ډلو د روزنې او پنځونې سره تړلی ده . پاکستاني واکمنان د افغانستان د سولې برخليک د کشمير د کشالې سره تړلی بولي . د پاکستان دا خبره د افغانستان پر ضد نا اعلام شوي جګړه نه بلکې بربنډه او اعلام شوي جګړه ده . طالب دې نه ځان غولوي او نه دې افغانان غولوي ، همدارنګه طالب نه ځان غولولی شي او نه افغانان غولولی شي . دا جګړه نه د طالب جګړه ده او نه طالب پيل کړي ده او نه يې طالب ختمولای شي . د پاکستان له دې څرګندونو په ډاګه ښکاری چې طالب د پاکستانی موخو د پاره د پاکستان په لاس کې د يوې آلې له حيثيته لوړ اعتبار نه لري . د بی بی سی د راډيو تلويزيون سره د پاکستان د پخوانی واکمن جنرال مشرف مرکه چې د افغان د غوره ژورناليست نجفی سره يې درلوده وايي چې : « هو ملا عمر ، حقانی او اسامه بن لادن زمونږ هيرو ( اتلان ) دي او پاکستان د خپلې بقاء له پاره حق لری چې د طالبانو ملاتړ وکړي » ، همدارنګه د ضياءالحق مشهوره خبره چې : « د افغانستان جهاد-د پاکستان دفاع » .  نو کله چې طالب د جنرال مشرف اتل وي ، په طبيعی توګه به د افغانستان دښمن وي . همدارنګه که په افغانستان کې جهاد د پاکستان دفاع وي ، نو د افغانستان د پاره به تيرۍ وي .

بله خبره داده چې د افغانستان د سياست په ډګر کې ملا ، مجاهد او طالب خپله څېره زمونږ ولس ته ورښوولی ده . امريکائيان به بيا څو طالب مشرانو ته د « جمعيت اسلامی » او « شورای نظار » د مشرانو همدا رنګه د دوستم او سياف په څېر د ډالرو بنډلونه ور ويش کړي . د طالب چونګ به بند کړي . بيا به امريکائيانو ته په خپلو کورونو کې د سياف په شان پټ دعوتونه او ضيافتونه جوړوي . پاکستان به  په دې ډول د امريکا بنديزونه پورته کړي ، او « احمقان » ( د ترامپ له خولې امريکايي او غربی مشران ) به بيا لوشلو ته تيار کړي . خو بنسټ پال پاکستان به د سيمې د سرطان د مرګونې دانې په شان ، د تروريسم د بالقوه او بالفعل ځواک سره په سيمه کې د خوريدونکی سرطان په توګه پاتې شي .

پاکستان به يو طالب بازار ته د معاملې د پاره وړاندې کړي ، خو سلګونه نور وسله وال طالبان ( لشکر طیبه ننی داعش ، سپاه صحابه ، حزب المجاهدين ، جمعيت الانصار ، لبيک يا محمد ، حزب الدعوه ، جماعت اسلامی پاکستان ، جيش محمدی ، لشکر جنګوي او لسګونه نور …….. ) به د افغانستان او ټولې نړۍ د ګواښلو له پاره نغد په لاس کې ولري .

افغانان د تل پاتې سولې خبره کوي . افغانان د جګړې او ګواښونو له لعنت نه ستړي شوي دي . مونږ هله سوله واقعی بولو ، چې طالب جان د ډالرو په نيشه کې د مجاهدينو په څېر خپل وروسته پاتې قرون وسطايي طالبانی تفکر پريږدي . اوسنی سياسی نظام او اساسی قانون ومنی . که داسې نه وي ، د طالبانی تفکر سره د طالب منل به د يوې بلی خطرناکې او بی پايه جګړې پيل وي .

افغانان له نړيوالو او خپلو متحدينو د اوړو پزه نه ، بلکې د تل پاتې سولې او امن  د استقرار ، په متقابل درناوی د ولاړو دوستانه اړيکو د چاپيريال ايجادول غواړي . د يوه تروريست پاکستان سره به سيمه هيڅکله ثبات ونه وينی او تل به د ګواښونو سره لاس او ګريوان وي .

د سولې په اړه د افغان ولس هيله هله تر سره کيدای شی چې د ترويسم او بنسټ پالنې ضد نړئ او په سر کې متحده ايالات متحدانه د تروريست روزونکی او تروريست صادروونکی هيواد پاکستان پر ضد د ايران او شمالی کوريا په څېر پرلپسې بنديزونه اعمال کړي او تر هغه بنديزونو ته دوام ورکړي ، تر څو د خپل ولس د ترور او نړيوالو د ترور او ګواښلو وړتيا له لاسه ورکړي . پای

 

 

Comments are closed.