د عطاچور او اتمر بی حيايي او د سولې پس منظر

حکيم روان

ښاغلی حکمتيار ، پير سيد اسحاق ګيلانی او د طالبانو مشرانو او پنجابي واکمنو په وار وار د جنګ مسؤليت په کابل ور آچولی دی . هم کابل ورانوي ، هم کابل سوځی او هم يې وژني او هم يې ملامتوي . پارادوکس !

عطا چور او حنيف اتمر هم د کابل ضد جريان سره ملګري شول او د جنګ ملامتي پر کابل او اشرف غنی ور آچوي

کابل تل ملامت دی ، حتی هغه وخت هم کابل ملامت وو چې په کابل د جمعيت، دوستم ، حزب وحدت د پټکسالارانو واکمنی وه او طالبانو د کرنيل امام په مشرۍ « ملی قهرمان » «تاکتيکی منډې» ته مجبور کړ او د غلو غدۍ يې تر کولابه تېرې کړې او عطا چور تر ټولو د مخه منډې وهلې .

تاريخ تکراريږي ، مجاهدينو د دوکتور نجيب الله د سولې او مصالحې وړانديزونه بابيزه وبلل او د ټول نظام له منځه وړل يې موخه وه ، په دې کار بريالی شول ، د حکومت سالارۍ پر ځای يې پټک سالاري قايمه کړه او د پنجاب د هيلو سره سم يې ملی اردو او د هيواد وسله وال پوځ توک په توک کړ او وسلې يې څه پاکستان ته د خپلې وفادارۍ د اثبات د پاره ورکړې او څه يې کباړ کړې .

اوس طالبان د نظام  او افغان وسله وال پوځ د له منځه وړلو او پر ځای يې د اسلامی علماؤ د شورا د ايجاد د پنجابی نسخو وړانديز کوي او ټول راز راز مرتجعين ورته خوشاله دي .

اوس عطا چور وايي چې :« نبايد پريږدو چې يو شمېر کسان د خپلو شخصی او سياسی ګټو له پاره د افغانستان د خلکو د برخليک سره لوبی وکړي »

د جهادی چورګرو وجدانونه مړه دی او په سترګو کې يې د حياء په نوم هيڅ نه شته . د عطا چور په اړه د بی بی سی د نامدارې خبرلوڅې ليز دوسيت وروستی راپور ددې چورګر او وحشی قاتل ماهيت پوره افشاء کړی دی . عطا چورګر او  قاتل فکر کوي چې طالبان به ورته د دشت ليلی جنايات وبښي . که مزدور طالبان هغه وبښي ، خو افغان ملت به هغه بشری ضد جنايت هيڅکله دې قاتلينو ته ونه بښي . د افغانستان د خلکو د برخليک سره چې جهادی او طالبی جنايتکارانو څه کړی دی د هيرولو نه دي .

 فرض به يې کړو چې طالبان د پنجابی نسخو مطابق نه ، بلکې زمونږ د ارزو سره سم د افغانستان د سياسی پروسې جز شی آيا سوله به تأمين شی ؟ او پاکستان د افغانستان د پاره يواځې طالبي پروژه درلوده ؟ نه هيڅکه نه !

د پاکستان د امت ورځپاڼې په 2016 کال کې وليکل چې : « د پاکستان داعش له پاکستانی طالبانو ، لشکر جنګهوي ، جماعت الاحرار او احرارالهند له ډلو څخه تشکيل شوی دی . د داعش لوی قوماندان عامر منصور دی . ده د پاکستان په مهمو ښارونو کې داعش ته ځوانان جذب کړی دی او د داعش د پنجاب د څانګې مسؤليت هم د منصور په غاړه دی . داعش په شمال لويديز او د پاکستان په نورو برخو لکه کراچی او لاهور کې 12000 پلويان لري . په کراچی او لاهور کې ښځې او سړي د داعش سره يو ځای شوی دی . دا کسان افغانستان او سوريې ته ليږل کيږی . د داعش د استقرار مرکز د کراچی ښار پيژندل شوی دی .

امت زياتوي چې د کامران ګجر او ښځې نه يې د 120 ښځو لست تر لاسه شوی دی ، کومې چې ټولې د کراچې ښار اوسيدونکی دي او د داعش غړيتوب لري . ګجر اعتراف کړی دی چې ده او ښځې يې د داعش سره د پيوستون له پاره د ځوانانو او پيغلو د ماغزو د مينځلو مسؤليت درلود .

پاکستان د فغان ضد سياستونو د شطرنج څخه د يوه پياده په بايللو ( د طالب په تسليمولو ) د شطرنج له بازي نه وځي او خپلې بازۍ ته به ادامه ورکړي . سوله څه وخت راځي ؟

سوله هغه وخت ممکنه ده چې د دوامدارو نړيوالو بنديزونو په پايله کې پاکستان شل او فلج شی او د بنيادګرو تروريستانو له روزلو ، ګاونډيو هيوادو او نړۍ ته له صادرولو جبرا لاس په سر شي .

 

Comments are closed.