ای د نړې خلکو

د هنر غېرت شعر

2019زکال ناروی

د منظور پښتين اوازه

د ژوند حق غاړي ممتازه

د علي د مور فرياده

کشمکش موکړه اغازه

دايپي د غرو شهبازه

اوای دنوي دور اغازه

افغان ولس درباندی نازه

د پښتون وطن سربازه

د بولان پر پروازه

دچترال شپېلي اوسازه

ستاوطن ستا ملاتړ کې

اوسويډن ستا ملاتړ کې

افغانان ستا ملاتړ کښې

زه هم ستا په ملاتړ کښې

مال مې ستادی  سر مې ستادی

دا ياران دبدو ورځو دي تر شا لکه پولاد دي

دامو دی دا کنږ دی دا شمشادی

د شهيد وطن بچيه

د علي د مور اوازه

د خيبر د ښار سانده

په لښکر ددرځو بينازه

د منظور پښتين اوازه

مال موستادی سر موستادی

ای د نړې خلکو

په غوږونو کڼواو په فکرونو او سترگو ړندو ملتونوتاسو په وينو د لړلي افغان پښتون ولس غږ اوريدلی شی کنه !ای زمکې اواسمانه تاسو په خپل غېږ کې د يوه مظلوم ولس افغان ملت چېغې ولی نه اوری!

څلوښت کاله !نه له دی هم زيات داژدهارعمر برابر افغان ملت د خپلو وينو په ډڼډ کې تر ستوني ډوب ولاړ دي ايا څلوېښت کاله ،ياد د ترور داژدها ر دعمر کمه موده ده چی تاسو نړېوال زموږ غږونه،چېغی ،فريادونه، کوکاری، ژړاگانۍ اوساندی نه اوری؟د ترور اژدهار د يو سرلوړي او تاريخي ملت نامداره او بی مرگه زامن هره ورځ تر خپل خونړې کومي تيروي»تاسو ړانده نړېوال دا نه ويني؟تاسو دلربر افغان داور د لمبو په څېر سوزيدلی چيغې نه اوری؟او تاسو ړانده لا د ترور اژدهاپه لباس غوليږې!

دا د منلنگ په لباس کې د ترور پلنگ دی نو ځکه يې د بياد پاره پښتون ولس ، د منظور پښتون ولس د علي وزيرمحسن داوړ ولس دارمان لوڼې اود خړکمره د شهيدانو د سرو وينو تر څڅېدو وروسته دا لړزيدلي او را پاڅېدلي پښتون غورځنگ تر لا سختو مرگونو گذارونولاندې راغلي دي.

هو نړېوالو ستاسو په مرسته او ملاتړ د ترور اژدها خبيث او ايبليس پاکستان زموږ وروڼه او خويندی  ،سپين ږيري بوډاگان او  ځوانان له ژونده محروموي او تري تم کوي!

او ای د نړی خلکو موږ تاسو ته د عدالت پوښتنه کوو چی تاسود عدالت او انسانيت په نوم څه پېژنی او کنه؟تاسو وانه اوريدل چی څو ورځی د مخه دافسانوي ملالۍ د خور وړانگۍ لونې مېړنې او غېرتي ورور د هندوکش د غره په څېر دنگ د سولی او جنگ د ډگر اتل ارمان لوڼې په رڼا ور ځ د مېړنو د ليکو ويست او ژوند يې پاکستاني دهشتگر پوځ خپل دوزخي نس ته ورواچاوه !

ايا تاسو د نجيبه تر نقيبه چيغئ وانه اوريدلی ؟يو ځل  تاسو ورشی د پښتون وطن کاڼي بوټي وپوښتی ؟يو ځل ورشی کنه زموږ له غرونو څپانده سيدونو د کنړ، هلمند ،آمو ،اباسين دافغان پښتون په وينو له سرو موجونو وپوښتی چی هلته څه تيريږي ؟هو د ترور اژدها غواړی يو ژوندی او تاريخي ملت ژوندی وخوری!بيانو ستاسو وار رازي.

ولی تاسو زموږ د با با فخر افغان باچاخان چيغی وانه اوريدلی؟تاسو د پښتنون د کربلا د بابړی د خونړۍ تراژدۍ خبر ياست؟که دا وار مو زموږ د ځوان مسيحا زموږ د ځوان مشر د خوشحال خان د پښتون قوم د نوي مير ويس خان منظور پښتين غږ وانه اوريدلو !نو بيا را ټيټ  کړی خپل ددموکراسی او ټولنيز عدالت په نوم پورته شوي بيرغونه را وغورزوی دا درواغو د شرم او ننگ بيرغونه!

او همدا ډول لدغه معتبر تريبيون پر افغان پښتون ټبر غږ کوم حی ولی القاعده، داعيشي او طاليبي بنسټپالنۍ تر تور بيرغ لاندی د پاکستاني پوځ داستخباراتو د(اي ايس اي» د جهنمي سازمان چجه گيرو ته په خپله سيمه او وطن کې د پښې دايښودلو ځای ور کوی؟څه شول او چيرته دي د شيرشا زمري دميړنو لوديانو لمسيان، څه شول د ميرويس خان تدبير او مېړانه اود لوی احمد شاه د پانی پت حماسی؟

څه شوی د خپلواکۍ د باني او اتل شاه امانالله خان تر مشری لاندی په ټل واڼه او ارناوه کې پر انگريزي اشغالگرو باندی د زمري ميرزمان خان بريدونه او تاړاکونه !

هو پښتنو زلمو ځوانانو د منظور پښتين تر قيادت لاندی د راپاڅېدلي غورځنگ ليکي ټينگی کړي يو موټی او متحد د علي وزير زخمي وزيرد مور ساندی بيځوابه مه پيرږدی د بلوڅو د خپلواکې غوښتونکو وطنپرستانو سره له گډ سنگره د پاکستاني پوځي نظام د ملا تير ور مات کړی ،

 ژوندی او بريالی دی وي د پښتون ژغورنۍ غور ځنگ

پاکستاني پوځيان د پښتون ژغورنۍ غورځنگ مشران او پلويان هر څومره ژر له زندانه ازد کړي

هنرغېرت  مالمو سويډن

2019زکال

Comments are closed.