تر څو ځان غولوونه ؟

حکيم روان

کله چې امريکا د ناټو سره يو ځای د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړې سره سم پر طالبی ناتار راوغورځيدل، جهادی ناتار اسلام، اسلامی ورورولی هېر کړه ، امريکايي دالر يې په جيبونو ننه ايستل او د خارجی لښکرو ملا يې وتړله . داسې شو د اسلام او اسلامی ورورولی برخليک !
د طالبانو مشر ړانده ملا عمر د امريکا وړانديزونه د اسامه بن لادن د شړلو په هکله يو په بل پسې ردول . کله چې خبره ګواښونو ته ورسيده ، ړانده ملا وويل چې : « امريکا خپل بی- ۵۲ ، راکټونه او جنګی الوتکی وينی او زور ورته ښکاري ، خو زما د خدای له زوره نه دی خبر ، که دوی راکټونه لري ، مونږ خدای لرو » . خو کله چې امريکائيانو بريد وکړ له ړانده ملا يې د سوړې لار ورکه کړه . په خواشينۍ سره د امريکا په بمباريو کې د ملاعمر زوی ټپي شو، د اوريدو له مخې ملا عمر ډاکترانو ته زارۍ کولې چې د ده زوی له مرګه بچ کړي . له بلې خوا بايد په منډه د جنګ له ميدانه تښتيدلای او آشنا پاکستاني پناهځايونو ته يې ځان رسولای وای . پوښتنه داده چې آيا ملا عمر د نورو د بچيانو په اړه فکر کولای شو ؟
په هغو شپو او ورځو کې پاکستان د طالبانو د اصلی ملاتړي په توګه او له دې وېرې چې شايد امريکا طالبان په پاکستان کې تعقيب کړي ، د پاکستان نظامی ولسمشر جنرال مشرف څه اوتی بوتې ويلی وې چې د امريکا د ولسمشر د مرستيال ارميتاژ د غبرګون سره مخامخ شو ، ارميتاژ پاکستان وګواښه چې :« که پاکستان د امريکا د ځواکونو له پاره ټولې آسانتياوې برابرې نه کړي ، مونږ به پاکستان د ډبرو پېر ته واستوو .» پنجابی واکمن مشرف خښتک لوند په منډه د امريکا د سفيرې نانسی جو پاويل په پښو کې ولويد او په زاريو يې د خپلو اوتو بوتو له امله بښنه وغوښته او د امريکايي ځواکونو د پاره يې د هر ډول آسانتياؤ د برابرولو ذمه واری ووهله .
پاکستان په توره مسلمان دی او بې تورې تور کافر دی . پاکستانی ابليس د ( ټرمپ په وينا ) په مودو مودو په ځانګړی توګه وروستی ۱۵ کاله امريکايي «احمقان» تېر ايستل . دوی له امريکا پيسې اخيستی چې د طالبانو پر ضد به د امريکا سره همکاری کوي ، خو په عمل کې پاکستان له همدې پيسو څخه د طالبانو ، لشکر طیبه ( نننی داعش ) او نورو اسلامی تروريستی وسله والو ډلو سره لوژيستيکی مرستې کولې. خو کله چې ټرمپ پر پاکستان کومکونه ودرول ، پاکستان ، چين ، روس او عربو ته په منډو را منډو ستړی شو، خو هيچا د امريکا ځای ونه نيو . اوس بيا پاکستان د امريکا ښه اوريدونکی شو او د افغانستان د سولې په چاره کې د امريکا تر شا «دريږي » خو زما له آنده ابليس خپل ماهيت نه شی بدلولای .
د طالبانو او امريکا، سعودی او اماراتو په خبرو آترو کې سعودی او اماراتو ومنل چې که چيرې طالبان افغان سولې ته غاړه کيږدي ، سعودی او امارات به هر يو دری درې مليارده ډالر پاکستان ته ورکوي .
اوس هم روښانه نه ده چې دا جنګ د چا د چا سره دی ؟ اوس هم طالب افغان دی او د آی-اس-آی بی خولې او بې ژبې مريې نه دی ؟ کله چې امريکا له پاکستانه يو څه ځان ونيو ، پاکستان د جنګ د ادامې او طالبانو د ملاتړ د پاره طالبان روس او ايران ته وسپارل . تر ننه پاکستان د تروريستانو د روزلو او صادرولو د پاره د امريکا او غرب له مرستو ګټه پورته کوله .
اوس ايران طالبانو ته اجازه ورنګړه چې د جدې غونډې ته ورشي . پاکستان ته درې مليارده سعودی ډالر کم شول . پاتې شوه امارات او امريکا !
وګورو چې پاکستان طالبی پسونه نور چيرته د افغانستان پر ضد او د پاکستان د ګټو د پاره سودا کولای شی ؟
امريکا تر ننه منافقت کاوه . امريکا د نن په شان هر وخت پوهيده چې د افغان کړکېچ کيلي پاکستان-سعودی- او آمارات دی . په وروستيو مذاکراتو کې د امريکا ، طالبانو ، پاکستان ، سعودی او اماراتو ګډون تصادفی نه دی . وروستيو درو هيوادونو د طالب تروريستانو ملاتړ کاوه او تر ننه يې طالب د افغانانو پر ضد وجنګاوه . طالب د جنګ عامل نه بلکې د پردو په لاس کې د جنګ وسيله ده . د جنګ اصلی عامل پاکستان او ملاتړي يې سعودی او امارات دی . پاکستانی واکمنان د سعودی او اماراتو د موخو د پاره اجرتی قاتلين دی . جنرال ضياءالحق ، د فلسطين د خلکو قاتل او راحل شريف د يمنی ولس قاتل هر څوک پيژني . د سعودی او اماراتو د وسله والو ځواکونو ډيری برخه پاکستانی اتباع دي .
که طالب افغان وي ولی سعودی او امارات د طالب پر سر پاکستان ته شپږ مليارده ډالر مني ؟ ولې سعودی او امارات له سولې وروسته د دې مرستو ژمنه د افغان حکومت سره نه کوي ؟
افغان کړکېچ هيڅکله يواځې داخلی او ملی بعد نه درلود ، بلکې څو بعدی کړکيچ دی او حل يې د ملی او افغانی اجماع سربېره د نړيوالو جوړوونکو هڅو ايجاب کوي . اوس ټولو ته جوته شوه چې طالب او د هغوی ملاتړی ، پاکستان ، ايران او نور….. د افغان کړکېچ ، جنګ غوښتونکی ، ورانوونکی او تباه کوونکی اړخ دی . له طالب څخه د انسانيت ، عدالت ، حقوقو او آزاديو توقع ځان غولوونه او د غرض په صورت کې د افغان ملت سره جفا ده . پای

Comments are closed.