جهاد افغانستان، دفاع پاکستان

حکيم روان »«

(جنرال ضياءالحق )

د پاکستان مشهور ژورناليست علی احمد مهر د الجزيرې له عربی تلويزيون سره په مرکه کې وويل چې د هغو ملياردونو ډالرو له جملې څخه يو مليارد دالر نن پاکستان ته راورسيدل ، کوم چې د طالبانو په سر د عربی اماراتو او سعودي له خوا پاکستان ته منل شوی وو . اوس به طالب دې انجام ته څه وايي ؟ د افغانستان د آزادۍ د پاره جګړه د پاکستان له پاره په ملياردونو ډالرو واوښته ؟ طالب د چا د پاره جنګيږي ؟

له بله پلوه افغان ولسمشر دوکتور اشرف غنی د سويس په داووس ښار کې وويل چې يواځې د ده د ولسمشرۍ په دوره کې طالبانو ۴۵ زره افغان پوځيان وژلی دی او تر دې زيات معلول شوي دی . په دې موده کې د خارجی وسله والو تلفات ۷۴ کسان دی . او دا يې هم زياته کړه چې طالبان د جنايتکارو مافيايي ډلو سره اړيکی لري .

اوس مالومه شوه او کنه چې : « جهاد طالبان ، دفاع پاکستان ! »  ده ؟ نوم يې دی د افغانستان د آزادۍ له پاره مبارزه !!!  راشه که يې ګورې !

پاکستان په ډاګه پر تروريسم تجارت کوي . دادی طالبی تروريستانو ورته بيا ملياردونه وګټل .

سعودی او عربی اماراتو هر يوه د امريکا د راضی ساتلو له پاره پاکستان ته درې درې مليارده ډالر ومنل، څو طالبان د خبرو ميز ته کينوي . له دې شپږ ملياردو ډالرو څخه نن د ۲۰۱۹کال د جنوری په ۲۶ نيټه يو مليارد ډالر پاکستان ته ورسيدل . ددې ملياردونو ډالرو بيه د افغان وسله وال پوځ د ۴۵ زرو افغانو مسلمانو ځوانانو وينې او سرونه دی او د پنځو څلويښتو زرو کورنيو په کور ، کلی او کوڅه کې وير او ماتم دی . دا د هغو ملکی تلفاتو د پاسه دي کوم چې د پاکستانی مدرسو د ځان مرګو په بريدونو کې په وينو کې لمبول شوي دي . د خدای او شريعت د پاره د طالبانو جګړې پاکستان ته ملياردونه راوړل او په افغانستان کې يې د وينو حمام جوړ کړ ؟ دا څنګه چل دی ، طالب ځان افغان بولی ، خو ګټه يې د پاکستان او زيان يې د افغانستان دی ؟ جنرال ضياءالحق رښتيا ويلی وو چې : « جهاد افغانستان ، دفاع پاکستان ! »

طالبان لا هم چانې وهی تر څو علاوه پر نورو پنځو مليارد دالرو، خپل مولا او ملاتړي  ( پاکستان ) ته نور هم ګټه وکړي . لا هم خونړی بريدونه کوي ، څو ترهه واچوي ، ويره خوره کړي او نړۍ قانع کړي چې د ترهګرۍ زور ته سر ټيټ کړي . طالب د پاکستانی جلادانو سره کيني ، خو د افغان حکومت سره نه کيني . طالب چې د پنجاب ځنځيری سپی نه دی نو څوک دی ؟ طالب هر وخت د روس سره د ايران او چين سره کيناستو ته تيار دی ، خو افغان حکومت نه مني ! دا ځکه چې پاکستان هم غير له پاکستانی لاسپوڅي حکومت ( لکه د طالبانو حکومت ) بل افغان حکومت نه مني .

طالبان وايي چې افغان حکومت لاسپوڅی دی ، خو افغان حکومت تر ننه هيچا ته ملياردونه نه دی ګټلی . همدارنګه افغان حکومت د طالبانو په شان پاکستان د مذاکراتو ميز ته نه دی راکش کړی . که طالب لاسپوڅی نه وي ، بيا څنګه پاکستان علنی وايي چې هغه دی د امريکا په خاطر مو طالبان د خبرو ميز ته راکش کړل ، اوس نو امريکا بايد د پاکستان سره اړيکی د پخوا په شان عادي کړي . اوږد غوږي طالبان لا خبر هم نه دی چې د پاکستان – امريکا د اړيکو جوړولو د پاره د وسيلې په توګه استعمال شول . تر ډيره حده دا خبره طبيعی هم ده ، ځکه پاکستان د طالبانو خاوند دی او طالبان د پاکستان مخلوق او ملکيت .

که طالب لاسپوڅی نه وی ، بيا څنګه د طالب د مذاکراتو په سر پاکستان ملياردونه آخلی ؟ که طالب لاسپوڅی نه وی ، ولی دا ۱۷ کاله د سولی مذاکراتو ته نه حاضريده او تر ننه يې يواځې د افغانانو وينی تويولې . « دا ځکه چې د طالبانو پيغامبر کرنيل امام ويلی وو چې بايد د افغانانو چټلی وينی تويې شي » .

که طالب لاسپوڅی نه وي نو ولی نړۍ ته نه اعلانوی چې دوی په خپل سر او خپله اراده مذاکرات پيل کړي دي ، بايد څوک د طالبانو په سر چا ته ملياردونه ور نه کړي ؟ او که څوک د طالبانو پر سر ملياردونه ورکوي ، بايد افغانانو ته يې ورکړي .

که طالب لاسپوڅی نه وي ، څنګه د نړی سلګونه هيوادونه افغان دولت په رسميت پيژنی ، خو طالب تالی څټی يې نه پيژنی ؟

افغان دولت د بين المللی مناسباتو په چوکاټ کې د خپلو وسله والو ځواکونو د پاره تر وسه هر څه تياروي ، بيا هم زمونږ وسله وال پوځ اکمالاتی اړتياوې لري او د جنګ بار د افغان دولت ملا کږه کړی ده ، طالب که د چا مزدور نه وي، د يوې تروريستی ډلې په توګه اکمالات له کومه کوي ؟ او د کومو مناسباتو په چوکات کې خپلې جنګی ليکې اکمالوي ؟

وايي قرون وسطايي طالبانو تغير کړی دی . روسان وايي چې : « کوپ ګور اصلاح کوي » . پښتانه وايي چې : « مکې ته په تګ خر نه حاجی کيږي » . طالبان تر اوسه صحرايي محاکمی کوي ، په درو خلک وهي ، ښځې سنګساروی ، لاسونه پرې کوی او تر نفوذ لاندې سيمو کې مکتبونه نه پريږدي . دا د طالبانو کار نه بلکې د آی-اس-آی ستراتيژی ده چې افغانی ټولنه بايد د انسانی ژوند له محوره وباسی .

طالبان افغانان وژني ، خو د سولې خبرې د امريکا سره کوي . دا څنګه چپه دنيا ده ؟ طالبانو د ملکی افغانانو د وژنو برسېره يواځې د افغان وسله وال پوځ ۴۵ زره کسان د کم او زياتو څلورو کالو په موده کې وژلي دي ، خو سورې نارې د امريکا سره د جنګ کوي ، په همدې موده کې د امريکائيانو په شمول ټول ټال۷۴ کسه خارجيان وژل کيږي . مونږ د افغانستان د مدافعينو په مرګ په ځانګړی توګه او د خارجيانو او طالبانو په مرګ ژوبله هم خواشيني کيږو ، خو پوښتنه داده چې آیا طالبان ځانونه د خدای (ج) او د هغه د مسلمان مخلوق په وړاندې د ځواب په ويلو ملزم بولي او کنه ؟ داسې ښکاري چې نه .

پاکستان په ډاګه اسلامی سخت دريځي او تروريستان روزي ، او د تروريسم په سر ملياردونه ډالر سودا کوي ، خو نړۍ رډ رډ ورته ګوري . نه تر اوسه پاکستان چا د شرارت مرکز وباله او نه چا د تروريسم د ملاتړ او حمايت په تور ليست کې شامل کړ. پاکستان په ډاګه د تروريسم د روزونکی او ملاتړي په توګه سرې سترګې ګرځي ، په ګاونډي افغانستان او هند کې درګرد خونړي تروريستی بريدونه کوي او د بريدونو تنظيموونکی د آی-اس-آی په دهليزونو کې د آی-اس-آی د اتلانو په توګه کښته او پورته کيږي ، تر ننه چا له پاکستانه د لسګونو او سلګونو زرو بی ګناه افغانانو د وينو او سرونو پوښتنه ونه کړه . دا ولې ؟ دا ځکه چې پاکستان او ايران په افغانستان کې طالبان ، حزب اسلامی حکمتيار، حزب وحدت اسلامی ، جمعيت اسلامی او د ګوډاګيانو سلګونه غدۍ لري . وايي : « ونې ژړل چې د تبر لاستی زما له تنې دی » .

 

 

 

Comments are closed.