جګړه خپلې لوړې کچې ته رسيدلي

14054008_1265022086844435_9147298485601575233_nنور وهاب څپاند
د افغانستان په جنوب غربې ، شمالي او شرقې برخو او کابل کې د طالب د اجيرو مليشوله خوا چې پاکستان يې ملاتړ کوي په ډير وحشت جګړه کيږي . ارقام ښيې چې په تيرو څه باندي شپږو مياشتو کې ښايې د ۵۰۰۰ په شاوخوا کې افغانان شهيدان شوي او په زرهاؤ نور ټپيان شوي وي . دا افغان خوړونکې جګړه چې لاملونه يې ټولو هېوادوالو ته مالوم دي ، په داسې حال کې زور اخلې چې هېوادوال او د هغوي دولتي ، سياسي ، مدنې موسسي او ټولني د پاکستان ديکتات ته غاړه نه ږدي . پاکستان غواړي اوس او په راتلونکې کې په افغانستان کې زيات رول ولري او زموږ د هېواد د مناسبو موقعيتونو او طبيعي زيرمو څخه زياته ګټه پورته کړي . له دې کبله جګړه تپې او افغانان وژنې . له بلي خوا د ملي وحدت دحکومت دننه هغو کړيو چې د نړيوالي مافيا او بهرنيو استخباراتې سازمانونو سره لاس يو کړی ، د جګړي د ادامې څخه په خپله نفعه استفاده کوي ، اختلافونو ته لمن وهي ، د امنيتي ، اقتصادي پلانونو د پلي کېدو مخنيوی کوي ، په ظاهر کې د طالبانو مخالفت کوي ، خو په حقيقت کې د هغوي د جګړه ايزو فعاليتونو د زياتيدو او ګړندي کېدو له پاره زمينه برابروي . د افغانستان خلک د لوږي ، د امنيت د نشتوالي ، بې عزتۍ او بيلا بيلو ستونزو سره مخامخ شوي . يانې د کړکيچ او تاوتريخوالي دروند بار د خلکو په اوږو لويږي . په داسې حالاتو کې د ملي وحدت حکومت ، د هېواد سياسي ، مدنې ټولنو ته په کار دي چې د موجودې زړه بګنونکې وضعې څخه د هېواد او خلکو د ايستلو ، يا لږ تر لږه نړيوالو ته د اړو او جګړه کې د راګير شوي افغانانو د اواز د رسولو په خاطر ، په خپلو کې اړينې سلا مشوري وکړي او د ياد شوي ستونزو څخه د وطنوالو د بچ کولو په موخه د عملي لارو چارو د موندلو له پاره خپلي هڅې زياتې او ګړندئ کړي
.

Comments are closed.