دافغانستان دخلکودترقی ملی متحد ګوند د دارالانشاء د ډاډګیرني پیغام

په ډیری خواشینی سره موخبرترلاسه کړ چی ګران ملګری سید رسول دننګرهار ولایت دخلکودترقی ملی متحد ګوند دولایتی شورا اواجرائیه بیرو غړی دجمعی په ورځ د1395 کال دسلواغې په اتمه نیټه دورپیښی ناروغی له امله له دی فانی نړی څخه  سترګی پټی کړی.

انالله واناالیه راجعون

ملګری سید رسول یو پیاوړی ، رښتنی دترقی او ټولنیز عدالت دلاری نه ستړی کیدونکی مبارزه وه اوخپل ټول ژوند ئی دخپلوخلکو دسوکالی اوهوساینی لپاره وقف کړی وه .

دافغانستان دخلکو دترقی ملی متحد ګوند دارالانشا دهغه مړینه خپل ګوند اوتول ملی مترقی او دموکراتو ځواکونوته یوه نه جبره کیدونکی ضایعه بولی . اودخپلی  خواخوږی  پیغام دهغه  کورنی ، افغانستان دخلکو دترقی ملی متحد ګوند ټولو غړو  اودوستانو ته وړاندی کوی، متوفی  ته دڅښتن  تعالی څخه  دفردوس جنت اوکورنی اودوستانو ته ئی دجمیل صبر غوښتنه کوی .

په درنښت

پوهاند دوکتور محمد داود راوش

دافغانستان دخلکو دترقی ملی متحد ګوند رئیس

Comments are closed.