دافغانستان دخلکود ترقی ملی متحد ګوند ددارالانشا اعلامیه

لکه څنګه چی ګران هیواد وال خبردی دپاکستان نظامیان او دنوموړی هیواد څارګره اداره ددی هیواد دجوړیدو راهسی تراوسه پوری زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی لاس وهنه کوی اونه پریږی چی افغانان په آرامه او سوله ایزه فضا کی ژوندوکړی، خپل اقتصاد پیاوړی کاندی اوخپل هیواد آباد او سمسور کړی اوپه پرله پسی توګه په بیلابیلو پلمو زمونږ دګران هیواد په وجاړه ولو بوخت دی اوپدی لار کی دګاونډ یتوب ښه اصول ،داسلامی ورګلوی سپځلی ارزښتونه او دتاریخی مشترکاتو په پام کی نه نیولوسره زمونږ دګران اولر غونی هیواد د بربادی هڅی کوی اونه پریږی چی زمونږ هیواد وال بسیا ژوندو کړی.

ــ دپاکستان نظامیګرو پدی وروستیو دری لسیزوکی له پخوا لا ډیر زمونږ دګران هیواد دویجاړ یدو له پاره مټي راغښتی اوپه ډیره سپن سترګی ئی په خپله خاوره کی دتروریستانو ځالی ساتی او دنړی تروریستان او ترهګر ئی په بیلابیلو ښارونو کی میشت ،تربیه ،تجهیز ،مسلح او بیائی زمونږ خاوری ته دترور او سړی وژنی لپاره رالیږی اود دوی په لاس جوړ شوی اوتربیه شوی ترهه ګر په هیچا صرفه نه کوی ، مسجدونه، روغتونونه، لوی لاری او پلونو الوزوی، سپینږیری، دینی عالمان، ښځی ،ماشومان اونور ملکی وګړی په بی رحمی سره وژنی داکتران اوعام وګړی برمته کوی، لاری نیسی اوشوکی کوی، دمخدر، توکو کر لیکله ئی د خپل جنګی لګښتونو دیوی برخی دپوره کولو لپاره تشویق کړی او دا کار ئی په ځانګړی توګه په تیرو حوارلسو کلو کی په ډیره بی شرمی پرمخ بیولی اولائی بیائی اوددی ټولو ناروا کارونو ترشاد پاکستان دبیرحمه نظامیانو اوپه ځانګړی ډول د آی ایس آی بد نامه اداره قرار لری اوپدی ورستیو کی ئی دډیورند دکر غیړنی فرضی تحمیل شوی کر ښی د رسمی کولو ناکامی هڅی هم شروع کړی. او داشرموونکی هلی ځلی ئی لدی دری ورستیو کلونونه راپدی خواګړندی کړی ، چی ګوشتی غلام خان ، سپین بولدک اوبا رام شاه پیښی ئی ښکاره بیلګی دی دا دی اوس د تیره شپه( 23/24/3/1395 ) ئي به ټوله سپین سترګی دتورخم په سیمه کی دنظامی تاسیساتو په جوړولو پیل کړی چی له نیک مرغه هره پلازمونږ اتلو امنیتی اودفاعی ځواکو نو اوپه ځانګړی توګه دسرحدی اتل ځواک له خوا د غاښ ماتوونکی غبر ګون سره مخ شوی چی دافغانستان دخلګود ترقی ملی متحد ګوند دارالانشا دپاکستان دنظامیان دا ډول خائنانه کړنی په کلکه غندی اودخپل میړنی وسلوال پوځ میړانه اوسر نښند نه ستائی اودافغانستان دټولو ملی ــ ددیموکراتو اوترقی غوښتو قوتو نو اودافغانستان دټولو مسلمانو ،باعزتو اوپه وطن مینو خلکو نه غواړی چی دخپل میړنی وسلوال پوځ په څنګ کی دخپل هیواد په د دفاع سنګرګی ور دیږی اوپری نږی چی دپاکستان نظامیان خپلوناولو مخو ته ورسیږی

ـــ ژوند دی وی افغانستان وسلول پوځ

تل دی وی افغانستان

سر لوړی دوی زمونږ خلک

پوهاند دکتورمحمد داود راوش

دافغانستان دخلکودترقی ملی متحد ګوند رئیس

Comments are closed.