دافغانستان دملي ترقي گوند دارالانشا اعلامېه

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ ل کال د تلې (۱۲) مه

د ګوند د دارالانشأ له نظره ، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشریزو ټاکنو بهیر لمړۍ برخه یانې رایې کارونه په نسبې بریالیتوب پاي ته ورسېده . د رایو شمیرلو او د شکایتونو د اوریدلو او د پایلو د اعلانېدلو برخې ته په بې صبرۍ سترګې اوړې .

د رایې اچونو او امنیت نیونو له پاره د ټاکنو د کمیسیون ، په ځانګړې توګه د امنیتې ارګانونو تیارۍ هم تر زیاتې کچې د ډاډ او یادولو وړ وي .

ځوانانو ، ښځو ، مدني سیاسي يو شمیر ټولنو په ځانګړې توګه د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند او نورو وطنپالونکو ډموکراټيکو ګوندونو او په ټوله کې زړورو او په هېواد مینو وطنوالو په پوره شجاعت ټاکنو کې هدفمنده برخه واخیستله .

څرنګه چې له ټاکنو مخکې یو شمیر کړیو د ټاکنو ترسره کولو له پاره لیوالتیا نه ښودله او د طالبانو سره د سولي په پلمه یې لنډمهالو میکانیزمونو را منځ ته کولو ته بې ګټې هڅې کولي ، اوس هم د شوي بریالیو انتخاباتو د کمرنګه ښودلو په موخه د بیلابیلو لارو ناکامه کوښښ کوي چې د ټاکنو پایله بحرانې کړي او هماغه زړي نسخې پلې کولو یانې موقتي حکومت جوړونو ته لاره هواره کړي . په دې برخه کې دا څرګندي کړۍ یوازي نه دي ، ځينې بهرنې هېوادونه په پوره سپين سترګۍ هغه ډلې او شخصیتونه برجسته کوي چې لا له مخکې د ټاکنو پر ضد ولاړ وه او یا یې له ناچارۍ په ټاکنو کې پيچلتیا زیږونکې برخه لرله . په داسې حساسو شیبو کې په نامه له ځينو څيرو څخه د بهرنیانو ملاتړ او یا له یو شمیر نوماندانو سره د بهرنیو سفیرانو کتنو ډيرې جدي پوښتنې را ولاړې کړي دي !!

زموږ هېوادوالو د وینو په بیه ټاکنو کې برخه واخیسته ، په ډيرو هڅو ټاکنې کېدل ممکن شول ، زیات بې ګناه خلک او د امنیتې ارګانونو افسران او سرتیرې یا شهېدان او یا ژوبل شول ، د دې دومره ستر کار او فعالیت برسیره ، يو شمیر د واک تګې په لوي لاس د افغانانو ټاکنیزه اوسنۍ کارنامه د سوال او یا هم زوال سره مخامخ کول غواړي !!

د افغانستان د ترقۍ ملي ګوند ، له لمړې سره د سولي له هغه فورمول سره موافقه نه کوله چې په هغه کې خلک ، ډموکراټيک او وطنپالونکې سیاسي مدني نهادونه نه وي پوښتل شوي ، ګوند د سولي د هغې بڼې پلوي کوله چې اساسات یې د مشورتې لوي جرګې سپارښتنو او د ملي ترقۍ ګوند د سولي وړاندیزونو تشکیلول .

په داسې حال کې چې له طالبانو سره د سولي په پلمه په واک کې د ځان ټومبونکو کړیو د موقتې ادارې جوړولو طرحه له ناکامۍ سره مخ شوه او په ټاکنو د باور لرونکو ځواکونو طرحه بریالۍ او پلې راووتله ، د افغانستان خلک لا زیات باورې شول چې له دې وروسته په هره وسیله د هر زورواک ، جنګ سالار ، مفسد او د بهرنیانو په تکیه د څيره شوي عناصرو د بیا راپورته کېدو وختونه له منځه تللې دي . د جګړو د شرایطو ناخوالو او د رسنیو بې سارې پرمختګ افغانان هوښيار کړي . نور د قوم ، مذهب ، ژبې ، سمت په نامه هېواد نړولو او افغان وژلو ته تیار نه دي .

له دې کبله هغه نوي هلې ځلې چې د یو شمیر ځواکمنو ، ګاونډيو هېوادونو او طالب چارواکو له خوا د سولي په پلمه پيل شوي او ډيرئ لوبغاړې یې هماغه د افغانستان د ټاکنیز بهیر ضدڅيري دي ، پوښتنه پېدا کوي چې ایا دا کړۍ خو به خپله وروستنۍ ماته د ټاکنو دنتایجو په بحرانې کولو سره نه جبرانوي ؟

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ چې د دولت ساز ټاکنیز ټيم له ادرسه د ولسمشرۍ ټاکنو کې فعاله برخه درلودله ، د ګوندي ټولو سازمانونو او غړو څخه په انتخاباتو کې د غوره رول لوبولو له امله په پوره قدر دانۍ مننه کوي او له ټاکنو راوروسته ټولې پرمختیاوي په پوره ځيرتیا تعقیبوي .

ګوند د عزت لرونکې سولي تامین ته په بشپړه ژمنتیا ، د سولي په پلمه د هرې هغې هڅې څخه چې پلې شوي ټاکنې زیامنې کړي او د هغې پایلې له پوښتنې سره مخامخ کړي موافقه نه شي کولی . بنا پر دې د افغانستان له خلکو ، د هغوي له سیاسي مدني ټولنو – ګروپونو – خپلواک شخصیتونو ، دینې عالمانو – ځوانانو – ښځو او د ټولني له بیلا بیلو قشرونو څخه په درناوي هیله او بلنه کوي چې د ډموکراسۍ او ټاکنو په وړاندي د هر ډول پيښيدونکې ګواښ کلکه مقابله وکړي ، د ډموکراسۍ او ټاکنو د بچیدو او په سیمه او نړۍ کې د افغان ضد هڅو د بې له ځنډه شنډولو په موخه یوه اغیز لرونکې اجماع یا جبهه جوړه کړي .

په افغانستان کې د ډموکراسۍ او ټاکنو د بریا په هیله !

عبدالحی مالک    د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

Comments are closed.