دافغانستان دملي ترقي گوند دارلانشا اعلاميه

 

بسم الله الرحمن الرحیم

کابل – أفغانستان

د ثور ١٣ مه ۱۳۹۸

 د سولې مشورتي لوې جرګې د سپارښتنو او د هغې پلي کېدو په هکله،

د سولې مشورتی لویه جرګه،  یوه ستر ه، سیاسي، تاریخي اهمیت لرونکې غونډه وه، چه  د افغانستان د ټولو قشرونو ، صنفونو ، قومونو ، سیاسي، مدني نهادونو، مستقلو ملی، سیاسي ټولنیزو شخصیتونو  د3200  ټاکل شوو غړو څخه،د ګران هیواد په پلازمیینې، کابل کې جوړه شوه، د ولس د ملي منافعو په اړه يې ګټورې پریکړې وکړې،دسولې ا وافغانستان په اړه یې نړیوال ذهنیت ته قوي مثبت بدلون ورکړ  او د افغانانو واقعي او رښتیانی انځور ښکاره  کړ.

د سولې مشورتی لویی جرګې د طالبانو سره د حکومت او نورو افغانانو د استازو مخامخ خبرو په باب، د نظام او وسله والو ځواکونو د ساتنې ،  د اوربند د ټینګښت ضرورت، د  خارجي لښکرو د وتلو د مهال ویش ، د بشر د حقونو ، د ښځو د حقونو ، مدني سیاسي ازادیو د خوندي کولو، د سیمې او نړۍ په تېره بیا د ګاونډي هېوادونو سره د اړیکو د څرنګوالي او یو شمیر نورو مهمو مسئلو په هکله رغونکې سپارښتنې وکړې.

که څه هم، یو شمیر نهادونو ، شخصیتونو او د ولسمشرۍ دراتلونکوټاکنونوماندانو د سولې مشورتي جرګه تحریم کړه ، خو د هېواد له ټولو ولایتونو او زیات شمیر ولسوالیو څخه د انتخابي استازو فعال ګډون، د هر ‌‌‌‌‌‌ډول سمتي ، محلي ، ژبني، دیني او مذهبي تاوتریخ والي پرته په عنعنوي او دیني معیارونو برابر، لوړ سیاسي شعور ، هېوادنې مینې، رښتنې او خود جوشه طبیعي یوالي فضا کې،  په ۵۱  کمیټو کې، د پنځو ورځو د تودو بحثونو په پایله کې د یو ۲۳ ماده یې پرېکړه لیک صادرولو سره، په ملي او نړیواله کچه د جرګې کار اوسپارښتنو لوړ سیاسی اعتبار پیداکړ.

د موقت حکومت د جوړولو نظریه  د سولې مشورتې لوې جرګې له خوا رد شوه.. په بحثونو کې، د خلکو استازو، د سولې د روان بهیر په وړاندې د یو شمیر کورنیو مخالفو نهادونو ، محافلو او ځينو هېوادونو د استازو په سبوتاژ، نیوکې وکړې او د موقت ادارې فکرونه يې غوره ونه بلل او د هغې پر ځای یې د افغانستان د حکومت په فعال شتون کې د یو بشپړ میکانیزم د را منځته کولو سپارښتنه وکړه .

د جرګې ګډون کونکو، په ډاګه کړه چه یوازې د یو شمیر جهادي کړیو او طالبانو تر منځ جوړ _ جاړی سوله نه ده.  سوله باید د افغانستان د ولس او وسله والو مخالفو ‌‌‌‌‌‌ډلو تر منځ وشي او دولت د ولس استازیتوب وکړي،  د افغانستان ځوان نسل او ښځينه استازو د بحثونو په ترڅ کې څرګنده کړه،  چه د ځينو زاړه پاله کړیو ، شخصیتونو له خوا د سیاست د انحصار او له خپله انده د ولس د استازولۍ په پلمه د سولې په بهیر کې د خپلو شخصي ګټو او هدفونو د لټولو په موخه هڅې، د ملي ګټو خلاف عمل دی.  دا د سترو قدرتونو او سیمه ایزو هیوادو خطا ده چه د افغانستان د سولې په بهیر کې غرضي کړۍ میدان  ته وړاندې کوي او د جنګي ‌‌‌‌‌‌ډلو د کنترول د ساحو په باب مبالغه کوي،

د جرګې استازو د اداري فساد، ناقانونه وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو ، غاصبانو او جنګسالارانو په وړاندې چې د سولې د  چټک پلي کولو خنډونه دي، د حکومت او خلکو د مشترکو ټينګو ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه .

د  سولې مشورتي لوي جرګې په پریکړه لیک  کې د افغانستان د سولي د مخته بیولو او سالمې سمت نیونې په هکله زیات  شمیر ارزښتناکه سپارښتنې شته، چه د ملي ترقي ګوند د سولې د وړاندیزونو سره،  چه لاپخوا نشر شوي دی، ډیرزیات مشترک ټکي لري.. له دې کبله،  دارالانشأ ، ددې اعلاميي  په موټه،  د ملي ترقي ګوند، غوڅ ملاتړ د سولې د لويې جرګې او د هغې د پریکړو په باب څرګندوي.

د ملي ترقي ګوند، د افغانستان  د رنځیدلي ولس د له مینځه را وتلی ګوند،

د حکومت  څخه غوښتنه کوي چه   د سولې بهیر د بریالي کولو لپاره د مشورتي جرګې  له وړاندې شوو سپارښتنو څخه اغیزناکه ګټه پورته کړي.  د مرکچي پلاوي په ټاکلو کې ، چې شمیر یې لږ او د غړو د اګاهۍ کچه یې لوړه اودکافی تجربی لرونکې وي، پکی د ځوانانو ، ښځو او وطنپالونکو دموکراتیکو ګوندونو نماینده ګانو ته  هم برخه ورکړي.

د ملي ترقي ګوند، د طالبانو د اسلامي تحریک او  د نظام په دننه کې  اپوزیسیون څخه هیله کوي  چه د  افغان ولس د لويې مشورتي اسلامي او افغاني جرګې  غږ واوري، ددوۍ سپارښتنه د افغان ولس سپارښتنه ده. د خلکو د استازو د سپارښتونو له مخې ، له انفرادي هغو هڅو څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي چې د سولي بهیر وېشي اوددوی ځانګړي ګټې خوندي کوي.

د ملي ترقي ګوند،  نړیوالې ټولنې، په تیره بیا ګاونډي او  په کړکیچ کې شامل اودسولی په روانه پروسه کی اغیزلرونکوهیوادونو ته وړاندیز کوي چه د افغان ولس د استاذو ارادې ته درناوی وکړي،  د ناکاره  او ناکامه فورمولونو پرځای،، د مشورتي لوېې‎ جرګې  د سپارښتنو  په رڼا کې د عادلانه سولې د ټینګولو  د پاره هڅې وکړي.

د افغانستان  د سولې پرسر د  ناروا سیالۍ په لاره اچول او یو وارې بیا د موقتي میکانیزمونو په رامینځ ته کولو  سره به افغاني ملي دولتي جوړښت ویجاړ شي اوپه پایله کی به افغان ملت اوورسره  تاسو ته هم زیان ورسیږي. اوسنی نظام او دولت ته په کمه سترګه مه ګورۍ.  افغانستان کې عادلانه او ثابته سوله  هرو مرو ستاسو د هیوادونو د امن او آرامۍ په ګته ده

د ملي ترقي ګوند ، سولې ته د  بې سارې لیوالتیا سره،  د  ملي ګټو او ملي ارزښتونو ته په کلکه ژمنتیا،  د نوښتګر او زړه ورو، کره،  ملي شخصیتونو په شان، باور لري چه «د سولې جرګې په رښتیا،  نوی سیاسي ماحول او په رښتینی مانا آګاه ، بادرایته ، باکفایته ، ملي او وطنپال قشر، میدان ته کړ».  د د جرګې محترموګډونوالو ، د ملت پتمنو استازو!، په کومه مېړانه، صداقت، پوهه او مهارت چه وځلېدئ؛ د خپلو پرېکړو په تطبیق کې هم  په همدا شان پیاوړې، دوامداره مبارزه وکړۍ. د افغانستان ملي ترقي ګوند غړی، د وطن په هر ګوټ کې ستاسې تر څنګ ولاړ دی!

د افغانستان د  ملي ترقي ګوند رهبری د هېواد له ټولو وطنپالو، سیاسي ، مدني او فرهنګي نهادونو او خپلواکو ملي شخصیتونو څخه، هیله کوي ، او د ګوند ټولو ولایتې ، ښاري، ولسوالي او لمړنیو شوراګانو ته دنده سپاري چه  له ټولو امکاناتو څخه په ګټه اخستلوسره ،  دسولې جرګې سپارښتونو د پلي کولو په  لار کې زیار وباسي او دهغو ناوړه هلو ځلو مخه ونیسې چې یو شمیر هېوادونه، تش په نامه ملي کړۍ او شخصیتونه يې د سولې پرخلاف را مینځته کوي.

د تل پاتې او عادلانه سولې په هیله!

ژوندی او سرلوړی دې وي افغانستان!

عبدالحی مالک

د افغانستان د ملی ترقي ګوند رییس

 

Comments are closed.