دافغانستان د خلکو د ترقی ملی ګوند اساسنامه

بسم الله الرحمن الرحیم

لمړی فصل عام اصول

لمړی ماده : مبنا

دغه اساسنامه  د ساسی قانون د 30 مادی  د دویمی فقری  او لمړی جز او د افغانستان د خلکو د ترقی ملی ګوند  د تک لاړی  په رڼا کی د ګوند  د داخلی  ژوند  د سمون  او د ګوند د غړو د حقونو ،داورګانونو  د دندو    او واکونو  د معلومولو په موخه وضعه  کیږی .

د افغانستان د خلکو دترقی ملی ګوند چی  دوام  یی په لنده توګه ګوند یاد یږی سیاسی  خپلواک سازمان دی چی زموږ به وطن  کی د عدل  او انصاف د مترقی  او دیموکراتیک  غورځنګ  سره  اړیکی  لری  د خلکو  پراخه پرګنی  لکه  روڼ آندی، کار پوهان ، دولتی  او خصوصی  کارکونکی  ،دمنځنی حالت  کلیوال قشرونه او بزګران  ، کارګران ، کسبګر ، کوچیان ، مالدارن ، متشبثین ، وطن دوسته او ترقی غوښتونکی روحانیون  یی ټولنیز بنسټ جوړوی .

دوهمه ماده

اصول

دګوند تشکیلاتی  او سازمانی ژوند  په لاندی اصولو ولاړ دی :

1-     پراخه داخلی ګوندی ولسواکی . ددی اصل پر بنسټ  چی د ګوند  تول  سیاسی اورګانونه له کته څخه تر پورته  پوری انتخابی دی دغه ټاکنی د ګوند  د غړو د آزادو  نوماندو ، د نومانوو د شمیر د پوتو ، آزادو او مستقیمو  رای ورکولو د جوړښت پر بنست صورت نیسی 

2-    د مرامی وحدت او یوالی د اصل پر بنسټ  برنامه محور ده ،  غړی مکلف دی چی د سیاستونه په خپلو ښو  هوډونو  ، عزم  او  دډله ایزه  ارادی سره  د هغوی د بدلون پر بنسټ عملی کاندی ، غړیتوپ په ګوند کی  یو شخصی  امر دی  ، ګوندی رهبری ډلهایز اصل دی ، د دندو په سرته رسولو یانه رسولوکی  مسولیت فردی عمل دی ، ګوند د واکونو ویشل  او مسولیتونو نه تمرکز کیدل  تشویقوی .

دریمه ماده :

1-    د ګوندی ارګانو غوندی  د ګوند  د دیړه  غړو په موجودیت کی رسمیت  لړی  په غوندی کی پریکړی د ډیرو موافقو غړو  د رای  نهایی کیدو سره  منل کیږی .

2-    له ګوندی غړیتوپ څخه  د استلو پریکړی په غونده کی  د حاضر و  غړو دله دریو څخه  د دوو  برخو  په  موافقو رایو سره  کیږی .

3-    مخالف لږه کی  په ډله ایزه توکه  او یا  هر  غړی  په ځانکړی توکه  حق لری  چی  خپلی غوښتنی او  وړاندیزونه  د منل شوو  بدلونو  او تعدیلونو  لپاره  د لوړو  ارګانونو  په غوندو کی  وړاندی کړی .

4-    هیڅ څوک  نشی  کولای  چی  د ډله ایزو  پریکړو به وړاندی  خنډ و  وګرځی ،  هغه پریکړی  او فیصلی  چی  ددی اساسنامی سره  په سمون کی  تر سره کیږی  د پلی کیدو وړ  دی  یا دا چی  لوړ  ګوندی ارګان  په  بل شکل  پریکړه وکړی  یا دا چی  مخالف لږه کی  به خپل مشروع دموکراتیک کار  او کوښښ  سره  له اساسنامی سره  په سمون کی ډیری رای تر لاسه کړی .

څلورمه ماده  :

1-     دګوندی ارګانونو غړی د رییس په ګډون د طرح شوو مسولو  په  وخت کی  په غوندو  او پریکړو کی  د مساوی  او یو شان ته  حقونو  اود یوی رای د حق  لرونکی  دی .

2-    د لار ښودو اروګانونو غوندی  د رییس  له خوا  رهبری کیږی   د موقت  غیابت په صورت کی  د لارښودو  ارګانو  غوندی  د  هغه  د مرستیال  له خوا  پر مخ  وړل کیړی ،

دوهم فصل

د ګوند  د غړو  غړیتوب ، حقونه او دندی :

پنڅمه ماده : د غړیتوپ شرطونه :

په  ګوند کی غړی توپ  په خپله خوښه ده ،  دافغانستان  هر وګړی  چی  د اتلس کلنی  عمر یی  پوره کړه وی  او  د کوم بل  سیاسی ګوند غړی نه وی ، د ګوند تک لاړه  او اساسنامه و منی ، حق العضویت  ورګړی  ،  په یوه لمرنی واحد  او یا د یو ګوندی ارګان په غونډیه کی فعاله  ګدون وکړی د ګوند غړی توپ لاسته راولی شی .

شپږمه ماده :  ګوند ته منل

1-    غړیتوپ  په ګوند کی په ځانګړی ډول د لمړنی  واحدونو  له خوا او ورستی پریکړی د ولسوالی ، ناحیه ، ښار( بی له ناحیی څخه )  او ولایتی  بی له  ښار شورا څخه  د حاضرو غړو  د ډیرو رایو سره تر سره کیږی .

2-    ډله ایز منل  ګوند  ته  د اجرائیه شورا او سیاسی  ګوندونو سره  یوالی  د مرکزی شورا په واک کی دی .

استعفا،  او د  ګوند غړیتوپ  پرښودل  کټ  مټ  دګوند د غړی توپ  د ترلاسه کولو په  څیر دی .

 اومه ماده :  د حقونو   او وجیبو مساوی والی .

د ګوند تول غړی  پرته له ګوندی  موقفه د ګوند د اساسنامی په برابر د بو شان حقونو  او دندو  درلودنکی  دی .

 اتمه ماده:  دغړو حقونه :

               د ګوند غړی د لاندینو حقونو درلودونکی دی :

1-    د پیشنهادونو  او د لیکلو او شفاهی نظرونو  طرح کول دسازمانی مسلو  په اړه په غوندو او ګوندی رسنیو کی  د پریکړی څخه وړاندی .

2-    خپل ځان او یا بل څوک ګوندی  مقامونو ته نومول .

3-    د ګوندی مقامونو نوماندو ته په آزاد دول  رایه  ورکول .

4-    په ټولو غونډو  او ګوندی ارګانونو کی دکنګری  په ګډون  د خپل حق نه د دفاع لپاره .

5-    جوړونکی  موثر انتقاد د غړو   او ګوندی ارګانونو  د کړنو په هکله .

6-    په سیاسی  ، ټولنیزو  او فرهنکی چارو کی  دګوند د ملاتړ څخه  برخه والی .

7-    د ګوند په مرسته  د هیواد په کچه ټاکنیزو  کرسیو  ته  نوماند کیدل .

8-    د لوړو  ارګانو  له پریکړو څخه  خبریدل ، د خپلو  نظرونو او وړاندیزونو په اړه د کړنونه د خبریدلو حق .

9-    د ګوند  یو غړی  یواځی  د دو و   دورو  لپاره  د ګوندپه مشر توپ  ټاکل کیدای شی .

نهمه  ماده :  د ګوند  دغړو  دندی :

دګوند غړی  د لاندیو  دندو لرونکی دی :

1-    د خپل ژوند  په ورځینیو  چاروکی د اسلام  د سپڅلی  دین ، داساسی قانون  ،  دسیاسی  ګوندونو قانون او هیواد  ډیریو  جاری  قوانینیو  ،د خلکو منل شوو  دودونو  او راوجونو ته  احترام  او درناوی .

2-    په  تک لاړه  او اساسنامه کی  د ځای شوی  موخو نه   خبرتیا  او د هغو په  پلی کولو کی  هر دول   پرله پسی  او نه  ستړی کیدون کی  هڅه  او هاند کول .

3-    ګوندی دسیاست موخی  د خلکو  د مختفلو  قشرونو  او دټولنیزو  فرهنګی  او صنفی  بنسټونو  په منځ  کی تبلیغ  او رواجه ول

4-    تشکیلاتی او سازمانی پیاورتیا لپاره د نفوذ  د تاثیر ،  پراخوالی ،  د ګوند د ټولنیزو  ستنو  د تینکښت لپاره  ګوند ته  جلب او جذب کول

5-    د ګوند دمالی بنسټ د پیاوړتیا په خاطر  دحق العضویت او بسبنی  لپاره په وخت  اقدام او به دی هکله د نورو  دوستانو  د تشویق  زمینه برابرول .

6-    د علمی  ، سیاسی او ادبی کتابونو  دلوستلو له لیاره څخه  دخپلی سیاسی او مسلکی پوهی د کچی لوړ والی .

7-    زمونږ د کوند غړی له اداری فساد ، د مخدرو توکو ، اخلاقی او ټولنیزو مفاسدو سره مبارزه وکړی .

8-    ملی ګټی پرځانی ، ګروهی ، قومی ، سمیمه ایزو ، سیمیزی ، مذهبی ، ژبنی او ټوکمیزو کټوپه  وړاندی وګنی او د انشعاب غوښنتی د ټولو ډولونو او انحرافونو پروړاندی مبارزه کول.

9-    د شورا ګانو  او ارګانونو د ګدو دستورونو او پریکړو څخه ملاتړ کوی .

10-                       د غړو او ګوندی ارګانو  د کارونو  د نیمګړتیاوو  پر خلاف کلکه مبارزه کوی دریم فصل

تشکیلاتی جوړښت 

لسمه ماده : تشکیلاتی جوړښت

د ګوند تشکیلاتی جوړښت په لاندی دول ده :

1-    کنګره.

2-    مرکزی شورا

3-    سرتاسرس کنفرانس

4-    اجرائیه بیرو

5-    دارالنشا‌ء

6-    محلی شوراګانی ( ناحی ،ښار ولسوالی او ولایت ) .

7-    لومړنی واحد

یو لسمه ماده : د شورا ګانو اولمړنیو  واحدونو جوړیدل .

لمړنی واحد ،سیمه ایزی  شوراګانی ( د ناحیو ، ښارونو او ولوالیو شوراګانی )

   ( د کابل د ښاری شورا نه  پرته ) د ولایتی  شورا  ګانو  د پریکړی پر بنسټ ،  ولایتی شورا ګانی ، د هغو معادل او کابل  ښاری شورا  د اجرائیه بیرود پریکړی پربنسټ جوړیکیږی .

 

 

 

دولسمه ماده : لمرنی واحد

1-    لمړنی واحد دګوند او خلکو ترمنځ د ڼژدی والی کړی ده ،د کار او ژوند د ځای پربنسټ چی له درو نه  تر پنځه لسو غړو پوری  ولری جوړیږی.دغړو د ډیروالی په صورت کی یو یا څو لمرنی واحدونه  جوړیږی .

2-    لمړنی  واحد د رییس او مرستیال لرونکی وی  چی د غړو له خوانه دآزادو ، پټو او مستقیمو  رایو  پر بنست ټاکل کیږی . لمرنی واحد  کار په ساحه کی  د ګوندی مقامونو  او اساسنامی  د مندرجاتو سره سم رهبری کیږی .

3-    د لمړی واحد  غړی د ګوند موخی  د خلکو  او دخپل کلکتیف په منځ کی  توضیح او رواجوی او تر ټولو  ښه کسان  ګوند ته  جلب او  جذبوی .

4-    لمړنی واحد نیکی او ښی اړیکی  دملی ، فرهنګی ، تجاری او توکمیزو شخصیتونوسره  جوړه وی او غښتلی کوی یی .

5-    په هغه صورت کی چی په یو ځای کی څو لمرنی واحدونه شتون ولری د کار کمیته  د رییسانو او مرستیالنو څخه جوړیږی .

6-    د وحدت د کنفرانس د جوړیدو له نیټی  څخه ورسته دشپږو  میاشتو  لپاره  د لمړنیو  واحدونو ټول غړی  د دری و څخه تر شپږو میاشتو پوری  په کډه  سره  خپلی غونډی  کوی او  په دورانی  توکه پر مخ  بیول کیږی  تر څو پوری  د ګوند د غړو تر منځ  پیژند کلوی را منځ ته شی اود ګوند  ریښتنی غړی به هغه  ځای کی معلوم  شی ورسته له هغی څخه  د ګوند غړی  به هماغه سازمان کی کولی شی د موافقی پر بنسټ ، انتخابات  او یا به تناسبی ډول  خپله  رهبری  د کنفرانس  د ائریدو  پوری چی کنکری  ته  خپل  استازی  ټاکی ، وټاکی .

دیارلسمه  ماده : سیمه ایز شوراګانی .

1-    د ناحیی ، ښاری ، ولسوالی او ولایتی  شوراګانی  د خپلو اړوند  لمړینی واحدونو د رهبری  مسولیت  په غاړه  لری  او د غړو  شمیرییپه هغه  ځای  کی د ګوند  د غړو دشمیر  په  پام  نیولو  سره  له دریو نه  تر  21  نفرو پوری  په  نظر کی نیول  کیږی  چی  د منتخبو اشخاصو له خوا نه  چی  په سیمه ایزو کنفرانسونو کی د آزادو پتو او مستقیمو رایو ورکولو  په ترڅ کی  ټاکل کیږی انتخابیړی .

2-    د ناحیو ، ښارونو، ولسوالیو  او ولایتنونو  شوراګانی  له  ټاکنو  وروسته  په لمړیو  غونډوکی خپل  رییسان او مرستیالان  د ازادو ، پټو او مستقیمو  تاکنو پواسطه  د حاضرو  غړو  په  ډیرو  رایو  ټاکی .

3-    د یوالی د کنفرانس  د دائر یدو  له  نیټی   څخه  د ناحیو ښاورنو ،

 و لسوالیو  او  ولایتی  شوراګانی  په مساوی  غړو  جوړ یږی  او د دی شوراګانو  غوندی  تر شپږو میاشتو  پوری  په دورانی  توګو رهبری  کیږی . وروسته  له  هغه  نه  د ګوند  غړی  په همغه  شورا کی کولی شی دموافقی په صورت کی ، یا په تناسبی ډول د کنفرانسو  تر جوړیدو  پوری  چی لمړنی  ګنګری  ته نمایندګان  ټاکی و ټاکی .

4-    په  هغه  صورت  کی  چی  د ناحی ، ښارو، ولسوالی او یا ولایتی  شورا د غړو  شمیرله  15 تنو څخه  ډیر وی  اجرائیه  کمیته  ئی له  3 ته تر  5  تنو  پوری  جوړیږی.

5-    د ګوند  شورا ګانی  په  بهرنیو  هیوادونکی  د ولایتی  شوراګانو  شره  یو  شان دی .

څلورم  فصل :

د ګوند  لوړ ارګانونه

څوار لسمه ماده : دګوند  لوړ ارګانونه

د ګوند  لور  ارګانونه  عبارت  دی  له :

الف: کنګره

ب: مرکزی شورا

ج: سرتاسری  کنفرانس

د: اجرائیه  بیرو

ه : دارالنشا

پنځلسمه  ماده: کنګره

 کنکره  د ګوند  تر ټولو  اوچت  لارښود ارګان  دی،چی  په  هرو دری  کلونو کی  د کنفرانسونو  د منتخبو  غړو له  دریو  برخونه د دووبرخو د ګډون  په پایله  کی  جوړیږی پریکړی ئی  د گډون  والو په ډیرو  رایو

تر  سره  کیږی .

–         فوق العاده  کنګره  دمرکزی  شورا  د دووبرخو غړ په وړاندیز جوړیږی

د کنګری  غړی  دولایتی او دهغو  په معادلو کنفرانسونوکی  په آزادو ، پتو  او مستقیمو  رايو ټاکل  کیږی.

–         د کنګری  لپاره شمیر،د استازییتوب  نورم   او کنفرانسو  د جوړیدو   طرزالعمل  د  اجرائیه بیروله خوا نه   تصویبیږی.

 

 

 

شپاړسمه  ماده : دکنکری  دندی  او واکونو

  کنګره  د لاندی  دندو  او واکونو  لرونکی  دی :

1-    د ګوند د تک لاړی  او اساسنامی  تصویب .

2-    د مرکزی  شورا  د رپوټ  اوریدل  او په هکله ئی  پریکړه کول.

3-     د مرکزی شورا د غړو دشمیرتعین  او  انتخاب  د کنګره  د حاضر غړو په اکثریت.

4-    د ګوند د نوم ، بیرغ  او نشان  تصویب .

5-    د ګوندد غړو اورګانو نو د انتقادونو ، پیشنهادونو او  شکایتونو ارزونه.

اولسمه  ماده: مرکزی  شورا

مرکزی  شورا د دوو کنګر و  تر منځ  د ګوند  تر ټولو او چت  مقام  دی  او  په  هر  کال  کی  یو  پلا  غونده  کوی .  مرکزی  شورا  فوق العاده  غونده  د اجرائیه  شورا دپریکړی  او یا د مرکزی  شورا د دوو ثلثو  په  وړاندیز  غوښتل  کیږی

د مرکزی  شورا  د غونډ و  نصاب  د اکثریت  په  حاضر یدو  او پرکړی ئی  د حاضر ینو  ّه دوو ثلثو په رایو نیول  کیږی .

اتلسمه  ماده : د مرکزی  شورا   دندی او واکونه :

–         مرکزی  شورا  دلاندی  دندو  او واکونو  لرونکی  ده:

1-  د اجرائیه  بیرو  د رپورټ اوریدل او د  هغه  په باره  کی پریکړه  کول .

2       – د اجرائیه شورا د غړو شمیر تعین او دمرکزی شورا د غړو څخه د اکثریت  په رایو د هغو او د رئیس و معاون  ټاکل .

3       –  د جمهوری  ریاست  ټاکنوته  د ګوند نوماند  ورپیژندل  او یا د کوم بل نوماند  څخه  ملاتړ.

4       د کنګری  دپریکړو د پلی کیدو پخاطر د تدبیرونیول او د ګوند د روان سیاست  اساسی لوری ټاکل .

5       د ګوند د برجسته وو  غړو  لوړول  دمرکزی  شورا  غړییتوب  ته  پداسی  حال کی  چی  شمیر ئی د کنگری  لخوا د منتخبو  غړو د  شل سلنی  څخه ډیر نشی .

6       ښودلی  د رایو په دوو ثلثو  سره لری کړل کیږی .

7       د مرکزی  شورا د رپورت وړاندی  کول کنګری ته .

نولسمه ماده :

مرکزی شوراکولی شی په څانګرومواردو کی دتصمیم نیولو لپاره سرتاسری کنفرانس رابولی.

دګوند دسرتاسری کنفرانس ګډونکوونکی ،دمرکزی شوراغړی،دولایتی شوراګانواودهغومعادل اودکابل دښاردشورارئیسان او مرستیالان جوره وی.

شلم  ماده : اجرائیه  بیرو:

اجرائیه بیرود مرکزی  شورا د دوغونډو  تر منځ  د ګوند  اوچت  ارګان دی او په عادی  شرایطو کی   په هر و دری  میاشتو  کی  یوه پلا  غونډه کوی

–          د اجرائیه  بیرو  د غوندو نصاب  د اکثریت  په موجودیت  کی  بشپړاو پریکړی ئی  په دوو ثلثو  سره  صورت مومی .

–         د اجرائیه بیروفوقالعاده  غونډه  دارالانشا  دپریکړی  سره  سم  او یا د اجرائیه  شورا  د اکثریت غړو  په  وړاندیز جوړییږی

یو ویشتمه: داجرائیه  شورا  دندی  او واکونه :

اجرائیه  بیرولاندی  دندی او واکونه لری :

 د دارالا نشا دغړو  د شمیر تعین  او د هغو  ټاکل د مرکزی  شورا د غړو  څخه .

1-    د د دارالا نشا  د رپورټ اوریدل او د هغه  په هکله  پریکړه .

2-    د کنفرانسونو د جوړدو  اوټاکنو د طرزالعمل  تصویب .

3-    د اجرائیه بیرود کار  رپورټ  د مرکزی  شورا  غونډی ته.

4-    د غړیتوپ  دکارتونوویش او یا  پدی هکله د صلاحیت  تفویضول حزبی  ارګانونه ته .

5-    د ګوند د ځای تعین  په  ټاکنو او په  زیات شمیر ملی  اونړیوالو  مسلوکی .

6-    د ولسی  جرګی  دټاکنو  لپاره  د ګوندی  نومانداونو ورپیژندل  او یا  د  غیری  ګوندی  نوماندو  څخه  ملاتړ.

7-     د  نورو زیاتو  واکونو  پلی کول ،  د کنګری  او مرکزی  شورا  مصوبات  او  د مرکزی  شورا  د ځانکړی  واکونونه بغیر.

8-    د عواید  اومصارفو  پوری  د اړوندو مسلو  څیړنه  او  د مالی  چارو  طرزالعمل څخه  څارنه.

دو ویشتمه ماده: دارالانشا.

1-    دارالا نشا  له  رییس ، مرستیال  او غړو څخه  جوړه ده .

2-    دارالنشا دایماْ  فعال  لارښود ارګان  ده  چی  د ګوند  ورځنی  چاری  پرمخ  بیایی . او د مرکزی څانکو  شعبو  او  کمیسونو له لیاری . ګوندی  شوراګانی  په  تک لاری  او  اساسنامه کی  د ځای  شوو  موخو د پلی کولو  په لپاره  لارښونه  کوی.

3-    دارالانشا  په  هرو  پنځلس  ورځو کی  او د ضرورت  په صورت  کی  له  هغه  زیاتی  غونډی  کوی.

4-    د دارلانشا ټولی  پریکړی حاضروغړو په دووثلثو  رایو  صورت مومی .

دری ویشتمه ماده : د دارالانشا  دندی  او  واکونه :

دارالانشا   د لاندینیو  دندوی  لرونکی ده :

1-    هر وخت  اوپه  سمه  توګه  ګوندی  پریکړی  دپلی کوی .

2-    د څانکو ، کمیسونونو او ګوندی  شوراګانو  لارښونه  په  سیاسی  تبلیغاتی  او فرهنګی  برخو کی تر سره کوی .

3-    د ګوندی  شورا ګانو  لارښوونه  ګوند ته  د جذب  په  موخه

4-     د حق العضویت  د  ورکولو  د چارو تنظیم دبسپنی   راټولول  او  د ګوند د مالی  بنسټ  پیاوړتیا.

5-                      د اړیکو   ټینګول  د نور و  ګوندونو، سیاسی  سازمانونو  ، د مدنی  ټولنی  له  بنسټونو  او  له حکومتی  ارګانونه  سره ، د کار د ښو  شرایطو د برابرولو لپاره   او    د ګوند  د موخو د  پوره  کولو پخاطر .

6-     دنیکو  او متقابلو  ګټورو  اړیکو  جوړول  له  نړیوالو  بنسټونو سره  د ګوند د پیژند کلوی لپاره  په  نړیواله  کچه.

7-    دڅانګواوکمیسیونونواو محلی شوراګانودکاراوفعالیت دریوټ اوریدل.

8-    دمصوبواولارښودنوصادرول دنیمګرتیا وودلری کولولپاره.

9-    دکادرونووړپیژندول حزبی مقامونو اودولتی ارګانونوته.

10-                    مرکزی څانګواوکمیسیونولارښونه ددارلانشاءدځینوغړوپه واسطه.

11-                    دتشکیلاتودڅانګی په وړاندیز دمرکزی اومحلی څانګو اوکمیسیونونوجوړول اولغوه کول.

12-                    دطرزالعملونواودڅانګواوکمیسیونونودلایحیوتصویبول.

13-                    دمرکزی څانګواو کمیسیونونو مسؤلینواوغړوټاکل.

14-                    په حرفه وی ګوندی پوستونوکی دکادرونوټاکل اودولتی ارګانونه دنوماندا نووړ پیژندل.

15-                     د تک لاری  د موخو  د پلی  کیدو لپاره  د اجرايه بیرود ځانګرو  واکونو بغیر  نور واکونه  پلی  کول.

16-                    اجرایه بیروته ددارلانشاء دکار او فعالیت درپوټ وړاندی کول.

څلورویشتمه  ماده : د ګوند  رییس

د ګوند رییس  د  لاندینو  دندو لرونکی  ده .

1-                   د کنګری  سرتاسری  کنفرانس  ، مرکزی شورا، اجرایه  شورا  او  دارالانشا د غوندو  مشری .

2-                    د دارالانشا  سره  په  هم غږی  او له  وړانډی   نه  د هغی  د خبرتیا سره  سم  د ګوند د مشرتابه  استازیتوب

3-                    د ګوند د لارښودو ارګانونو  تر منځ د همږی  منځ ته راوړل

4-                   په  ټوله  کی  د څانکو او کمیسونو د چارو  لارښونه

5-                   د مالی  چارو  مستقیمه لارښوونه .

پنځم فصل

متفرقه  حکمونه :

پنځه ویشتمه  ماده:

ګوند او ټاکنی :

1-    د ګوند هر  غړی  حق  لری  چی د ګوند  په ملاتړ  د جمهوری  ریاست ، ولسی  جرګی ، ولایتی  شورا  ، ولسوالی  شورا ، د کلی ، د ښاروالی  شوراګانو اوښارونو  په  ټاکنو کی  د نوماندانو  په  توکه  ګډون  وکړی.

2-    د ګوند غړی  په  ټاکنو کی  ،  هوډ ،  زده کړی  ، تجربه ،  تخصص، لیاقت   او  وړتیا  په نظر کی  نیسی  او   له  هغو  څخه  ملاتړ کوی .

3-    جمهوری  ریاست  ته نوماند  دګوند د مرکزی  شورا  له  خوا ،   ولسی جرګی ته   نوماندان  د ګوند د اجرایه   شورا له   خوا،  د ولایتی  شوراګانو،  د کابل ښاری  شورا  او له  هغو سره  معادلو  شورا ګانو   په  صلا  مشوره  او  د نورو  مقامونو  او بنسټونو  د ټاکنو لپاره  د ګوندی  شورا ګانو  لخوا  ورپیژندل  کیږی .

 

شپږ و یشتمه  ماده :

مالی چاری :

ګوند د مالی  چارو  له  پلوه  تکیه  لری  پر :

1-     د غړو  حق العضویت چی   نورم  او دا چولو  ډول  یی  د ځانکړی  طرزالعمل  له  لیاری  سمون  مومی .

2-    د ګوند  د غړو او پلویانو   بسپنی  او  مالی  مرستی .

3-     د رسنیو او مطبوعاتو  عایدات .

4-     د اقتصادی  بنسټونو عواید.

اوه ویشتمه  ماده :  اقتصادی   بنسټونه

 ګوند  په  یو  وخت  د سیاسی   ټولنیزو  او  فرهنګی  فعالیتونو تر   څنګ  کولی شی ، تولیدی ، سوداګریزه او اقتصادی  فعالیتونه  سره   ته  رسوی .

 اته  ویشتمه  ماده :  بیرغ،  نشان،  مهر  او خپرونکی  ارګان

ګوند  د بیرغ  نشان  مهر  او د خپل  خپرونکی  ارګان  لرونکی  وی.

د خپرونکی  ارګان  او نشان  ځانګرنی  د ګوند د اجرایه  شورا په  پریکړی  پوری اړه  لری .

نهه ویشتمه ماده: ګوند او مدنی   ټولنی: 

ګوند د ځوانانو،  ښځو او دټولنی  نورو   قشرونو  ښی  روزنی،  د  هغو چمتو والی  د  خپلو  قانونی  حقوقو  او  آزادیو د ساتنی په  موخه  او  د هغو  د اړوندو شوراګانو   او اتحادیو په  جوړولو کی  مرسته  کوی .

ګوند د مدنی  ټولنی  جوړ ښتونه  په  پام  کی  نیسی  او د هغو په  اړوند و  چاروکی  مرسته  کوی .

دیر شمه  ماده : مکافات  او مجازات :

الف: د ګوند غړی  چی په ګونډیدندو کی  له  ځانه   څخه  لیاقت  او وړتیا  وښیی.

تک لوری   او اساسنامی  د مندرجاتو د پلی  کولو په لاره  کی  ریښتنی  مبارزه  وکړی ، د اړوند شوراګانو  په وړاندیز او  دګوندی رهبری ارګانونو  په  هوکړه  تقدیر يږی.

د  تقدیریدو  ډول  او  کچه  د ځانکړی  طرزالعمل له   مخی  د اجرایه  شورا له  خوانه  تاکل  کیږی .

ب:  د ګوند غړی  د اساسنامی  د نه مراعات او ګوندی اصولو ، او  موازینو نه  د سر غړونی په  صورت  کی  په  لاندی  دول  سزا مومی .

–         توصیه

–         اخطار

–         د ګوند د غړیتوپ  خارجول

–         د ګوند د غړو دتادیب   او  جزا  څرنګوالی   د ځانګړی   طرزالعمل  له  مخی   د ګوند د اجرایه  شورا  لخوا  تنظیم  او ځانګړی  کیږی .

 

یوه دیر شمه ماده: دګوند دفترونه

د ګوند  د مرکزی  شورا  مقر  د کابل  په ښار کی  دی او  نور دفترونه  او  استازیتوبونه  یی  په  دو همو اداری  واحد ونو  او سیموکی  جوړیږی

دوه دیرشمه  ماده : د ګوند منحلیدل .

د نامناسبی  وضعی د رامنځ ته  کیدو  بصورت  کی  چی  د ګوند د کار او  فعالیت  دوام  د تک لاری  د مو خو  پلی   کیدل  تا شونی  وی ، د  ګوند د یوی   برخی  او یا  ټولو  کړنو تعلیق ،دګوند  د کار  پای  او منحلول  د مرکزی  شورا  په فوق  العاده  غونده کی  تر  بحث  لاندی  نیول  کیږی  او  ورستی پریکړه د حاضر و   غړو  په دو ثلثو  رایو  سره  نیول  کیږی  او  موضوع د رسمی  اعلامی  په  ترڅ کی  د ګوند د غړو، د نورو وطنوالو ،  د عدلی وزارت  د خبرولوپخاطر  نشریږی .

 

دری  دیرشمه  ماده:  انتقالی حکمونه.

–         د افغانستان  د خلکو د ترقی د ملی  ګوند  د لمړی  کنګری د جوړیدو  پوری  چی  یوالی د کنفرانس  نه وروسته د یوه کال  په  موده کی  جوړیږی  په  دورانی  ډول  یعنی  په  لمړیو  شپږو  میاشتو  کی  د یوه  ګوند  د رییس  چی  د یوالی   په  پروسه  کی  شامل  دی .

–         او په دوهمو شپږو  میاشتو  کی  د بل  ګوند  د رییس  چی  یوالی   په  پرو سه   کی  شامل  وی  رهبری  کیږی.

Leave a Reply