دافغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ م کال د زمرې مه

د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو د ۱۰۰ مې کالیزې د لمانځلو په هکله :

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ ، د هېواد د استقلال د بیرته تر لاسه کولو د پرتمین جشن په ویاړ ، د هېواد دننه اوبهر افغانانو ته تودې مبارکۍ وړاندي کوي . له خداي ج غواړي چې وطنوال په پوره میړانه تر لاسه شوي ازادي په سیاسي او اقتصادي او فرهنګي برخو کې نوره هم پياوړي کړي چې د نیابتې جګړو اوسنی کرغیړن بستر د افغانستان له پاکې خاوري د تل له پاره ټول شي .
افغانستان لمړنی اسیایې هېوادؤ چې د بریتانیا د استعمار جغ یې له اوږو وغورځاوه او په سیمه او نړۍ کې یې دخپلواکۍ غوښتونکې غورځنګ په پيل او پياوړتیا کې خپله تاریخ جوړونکې ونډه واخسته .
تاریخ پوهان وایې چې د افغانستان ازادې په لنډمهالې توګه کله د ګواښ سره مخامخ او کله هم عصب شوي ، خو د افغانانو خپلواکې هیڅ کله هم له منځه نه ده تللې !
پورتنې حقیقت ته په کتلو ، یونانې ، عرب ، مغل ، چنګیز ، انګریزي ، روسې او پاکستاني یرغلګرو د افغانانو په خاوره غاښ ماتوونکې ماتې خوړلي او شرمېدلې تللې دي .
د امریکا متحده ایالات او ناټو هم ، چې د ځينو تړونونو پر بنسټ افغانستان ته د کمک تر عنوان راغلې او یو لړ مرستې یې کړي ، خداي مه کړه که په افغانانو د خپلي خوښې واکمنۍ وتپې ، لیرې نه ده چې د ماتې خوړلو تیرې کوونکو فهرست ته به د خپل نوم په اضافه کولو ، ستره تیروتنه وکړي او د معاصرې دموکراسۍ په تندې به یو بل داغ پریږدې .
خپلواکې د افغانانو د فطرت او روح غوره برخه جوړوي ، چې له دې سپيڅلې جوهر څخه د یو شمیر دوښمنانو د سؤ استفادي په اثر ، ځينې ساده زړې هېوادوال د وطنپالونکو او دموکراتیکو غورځنګونو او واکمنیو په وړاندې جګړو او ښورښونو ته هڅول شوي چې بیلګه یې د امانې نهضت او غازې امان الله خان په وړاندي ، د انګریزانو او د هغوي د تالې څټو پيرانو اړو دوړ اچونې یادولی شو .
غازې امان الله خان چې یو ازادې خوښوونکی او ترقې غوښتونکی افغان واکمن ؤ ، غوښتل چې د افغانستان سیاسي خپلواکې د اقتصادي فرهنګي مهمو بدلونونو په راوستلو سره پياوړي کړي او هېواد د پردیو له تړلتیا داسې راوباسې چې په خپل ځان بسیا او د ریښتونې ازادۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا خاوند پاتې شي .
د امانې نهضت له ناکامۍ وروسته ، د افغانستان د دموکراسۍ لسیزې څخه د راوتلې سیاسي وطنپالونکې دموکراتیک غورځنګ او د هغې له اغیزې د رامنځته شوي واکمنیو د یو لړ تیروتنو او بهرنۍ مداخلې له امله یو وارې بیا روسانو ته په افغانستان باندي د یرغل کولو ، امریکا ، سیمه ایز او نړیوال متحدینو ته یې د افغانستان په وړاندي د جهادي ښورښونو د سازمانولو او په ټوله کې د نړیوالو دوه سیاسي سیستمونو ، سوسیالیزم او کاپيتالیزم تر منځ د پوځي سیالۍ کولو له پاره زموږ د هېواد په مځکه د سیالۍ ډګر د پرانستل کېدو ، بهانه په لاس ورغله .
د دغې ناوړه سیالۍ په ترځ کې د مجاهد ، طالب ، داعش ، القاعده او نورې استخباراتې پروژي د افغانستان قلمرو او شاوخوا سیمو کې ازمایښت ته وړاندي شوي چې افغانانو ته یې ستر مادي او معنوي نه جبران کېدونکې تاوانونه واړول .
اوس چې د سیپتامبر د ۱۱ مې خونړۍ پيښې وروسته ، افغان روڼ اندو او د هېواد وطنپالونکې قشر یو ځلې بیا تومنه اخستې ، دموکراتیک وطنپالونکې ګوندونه او مدنې ټولني د سیاسي مدني تشکل د پخوالې پر خوا درومې ، د دې امکان پيدا شوی چې بیا به د امانې نهضت او د دموکراسۍ لسیزې د غورځنګ ماتې نه تکراریږي او افغانستان به د دموکراسۍ په داسې لور درومې چیرې چې هلته د امانې نهضت د چپتر پاتې برخې بشپړیږي .
د افغانستان د ملي ګوند دارالانشأ د ازادۍ تیر سل کلونه له خوښيو او غمونو ډک بولې . یانې که پنځوس کاله افغانانو په سوله کې تیر کړي ، خو نیمه پيړۍ یې په تپل شوي نیابتې جګړو کې ضایع کړي ده . هېوادوالو هیڅکله هم جګړه نه ده غوښتې ، اما د پاکستان په څير ګاونډيانو او ځينو نړیوالو زبرځواکونو دخپلو موخو په خاطر د جګړي اور ته ټيله کړي دي . افغانان چې له یوې خوا د خپلواکۍ سلمه کلیزه لمانځې ، له بلې خوا حق لري له خیر خوا بشریت تپوس وکړي چې ولي په اوږدو جګړو کې پر له پسې دوي بوخت ساتل کیږي او پړه بیرته د هېوادوالو په وروسته پاتیوالې اچول کیږي ؟
د ګوند دارالانشأ د هېواد د ازادۍ سلمه کلیزه په دې هم مهمه بولې چې د یو شمیر نورو غوره پرمختګونو تر څنګ ، د کلیزې په درشل کې ، له روانې کرغیړنې جګړي څخه د خلکو د خلاصون په موخه وطن ته د سولي د راوستلو هلو ځلو زور اخستی . ځکه زموږ ګوند تل له هر هغه حرکت څخه ملاتړ کړی چې د سولي په راتګ کې له افغانانو سره مرسته وکړي ، په همدې موخه د سولي د وړاندیزونو یوه ټولګه د ګوند د دارالانشأ له خوا تصویب او رسنیو ته لیږل شوي او په کې څرګند شوي چې خلک د کوم ډول سولي غوښتونکې دي .
موږ چې د ازادۍ د سلمې کلیزې جشن لمانځو ، هېوادوالو ته د داسې سولي غوښتونکې یو چې وینه بهېدل بیخې بند ، سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي ازادې ټينګه او د افغاني اسلامي ارزښتونو جوهر خوندي کړي او د متمدن ژوندانه ټول هغه نورمونه چې له افغاني اصیلو دودونو سره اړخ لګوي وساتې . هر ډول ترهګرۍ ، مافیایې فعالیتونو ، د زورواکانو او جنګسالارانو زور زیاتیو ، قومي مذهبي او ژبنیو توپيرونو ته د پاي ټکی کیږدي .
هغه سوله چې د څه د پاسه یوي نیمې لسیزي مادي او معنوي تر لاسه شوي ارزښتونه ، په تیره بیا د خلکو مدني او ښارونډي حقوق ، د وسله والو او امنیتي ځواکونو لا پياوړتیا چې د هېواد د ازادۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ضامن دی ، خوندي کړي .
ګوند ، سولي ته د رسېدو په برخه کې د محمد اشرف غنې په مشرۍ د حکومت او همدارنګه ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند دولت ساز ټيم موقف تایدوي او دا یو وطنپالونکی موقف بولې . له دې کبله د افغانستان په مرکز او محلاتو کې د دولت ساز ټاکنیز ټيم په تبلیغاتې کمپاین او له هغې وروسته په ټاکنو کې د نوموړې ټيم په ګټه فعال ګډون کوي .
هېواد ، خلک ، ازادي او سوله یو له بل سره تړلي دي . ګوند هڅه کوي چې د تیرو سلو کلونو د سیاسي ازادې بښونکو مبارزو رسالت د هغې د بریاؤ او تیروتنو په برجسته کولو سره راتلونکې نسل ته په پوره امانت دارۍ ور انتقال کړي .
د ګوند دارالانشأ په داسې حال کې چې هېوادوالو ته د خپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو د جشن مبارکې وړاندي کوي ، په ټولو ګوندي شوراګانو او غړو غږ کوي چې د راز راز نوښتګره ګټورو فعالیتونو په پلانولو سره په مرکز او محلاتو کې د سلمي کلیزې د خوښيو په لا شانداره کولو کې برخه واخلې . همدارنګه د ګوندي غړو تر څنګ د هېواد د ټولو وطنپالونکو او دموکراتیکو سیاسي او مدني نهادونو څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان د خپلواکۍ په اهمیت د پوهیدلې نسل د روزنې او لویونې په برخه کې وطنې دندې سرته ورسوي .

د هېواد د خپلواکۍ جشن ۱۰۰ مه کلیزه مبارک !

عبدالحی مالک د افغانستان د ملي ترقی ګوند ریس

Comments are closed.