دافغانستان د ملي پر مختگ گوند دارالانشا اعلاميه

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوندد دا


رالانشا اعلامیه
کابل – د ۱۳۹۷ م کال د زمري ۲۸ مه

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا د هېواد د خپلواکۍ د بیرته اخستو د ۹۹ مې کلیز ي په مناسبت ازادي خوښونکو وطنوالو او د ګوند غړو او مشرتابه ته تودې مبارکۍ او ښې هیلي وړاندي کوي .
نږدي یوه پيړۍ مخکې افغانانو د برتانیا د استعماري ځواکونو پر ضد چې د افغان انګلیس دریمه تاریخي جګړه بلل کیږي ، د یوه پریکړونې عمل په پایله کې خپله ازادي بیرته واخستله او انګریزان یې له افغانستان څخه وتلو ته مجبور کړل .
د دې تاریخې قیام مشري د افغانستان ځوان پاچا امیر امان الله خان کوله . هغه وتوانېدو د خپلو خلکو پر مټ د برتانیا امپراطورۍ ته داسې لغته ورکړي چې له برکته یې د افغانستان په شمول د نړۍ ‌‌‌‌‌‌ډير هېوادونه خپلواک شول او د برتانیا د امپراطورۍ ذوال پيل شو .
په افغانستان کې د روانې ۴۰ کلنې جګړي پيل کېدل د برتانیا د هغه انتقامونو د اخستو یوه برخه جوړوي چې تر اوسه په کې د افغانانو وینه تویږي . روسانو هم د برتانویانو په پل قدم کیښود او پر افغانستان یې تیری وکړ ، خو له نیکه مرغه ورته ماته یې وخوړله .
اوس هم د نړۍ او سیمې یو شمیر جګړه غوښتونکې کړۍ په تیره بیا د پاکستان او ایران جاسوسې سازمانونه او پوځونه ورته لوبه کوي او د افغانانو د جګړي توان ، حوصله او د ازادۍ سره مینه په ازمیښت کې اخلې . که څه هم چې نړیواله ټولنه او د هغې پوځونه دا هر څه په رڼو سترګو ګوري ، خو د هېوادوالو د وینو د بهېدو او د روان تیري په وړاندي د افغانانو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمنه ملګرتیا نه کوي .
له دې کبله د افغانستان د خلکو او هېواد د ازادي خوندي کول ، سوله راوستل او جګړه بندول یوازي او یوازي د افغانانو مهمه او اساسي دنده جوړیږي .
له دې کبله د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا د افغانستان په خپلواکۍ مینو خلکو ، وطنپالونکو ګوندونو ، مدنې ټولنو او مستقلو ملي شخصیتونو غږ کوي چې د خپلواکۍ د خوندي کولو ، د سولي د راوستلو او د جګړي د بندولو په ملي کار کې یو بل ته په صداقت لاسونه ورکړي او افغانستان له اوسنې ناورین څخه وباسې .

ژوندی دې وي افغانستان .
تل دې وي ازادي .

عبدالحی مالک د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ریس

Sent from my iPhone

Comments are closed.