دخواخوږی پیغام

 

په روسیه (ماسکو) کی دپوهندوی استاد بازمحمد ساپي د بی وخته مړینی                                                         له امله دنژدی ملګرو او دوستانو دخواخوږی پیغام

چی پیدا شوی تاژړل خلکو خندلی   — داسی مړشه چی ته خاندی خلک ژاړی

په ډیری خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی زمونږ ډیر ګران ملګری استاد بازمحمد ساپي د وطن څخه لیری د پردیسی په حالت کی د ۲۰۱۲ کال دجون دمیاشتی په ۱۱نیټه دبلجیم هیوادکی په حق رسیدلی دی    « قالو انا الله وانا الـــــیه راجعون »

که څه هم مړینه حق ده او زمونږ دټولو همدا لاره ده، لیکن داستاد بازمحمدساپي دمړینی زړه بګنوونکی خبر مونږ ټول په زړونو ټپیان کړو.

استاد بازمحمد ډیر بادرده، با احساسه، په وطن مین او مهربان انسان ؤ. هغه خپل هیواد ته دسولۍ او پرمختګ په خاطر نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړیدی. دده مړینه نه یواځی دهغه درنی کورنۍ ته، مونږ ته، بلکی وطن ته یوه لویه ضایعه ده. په مسکو کی میشت ټول ملګری په دغه غمیزه کی نه یواځی داچی خپل ځانونه شریک بولو بلکی په رښتینی توګه شریک یاستو. خدای (ج) دی زمونږ ډیر ګران استاد ته فردوس جنت نصیب او دده کورنۍ ، خپلوانو ملګرو او دوستانو ته یی جمیل صبر ورپه برخه کړی.

استاد به دتل له پاره زمونږ په زړونو کی ځای ولری او هروخت به دپاک الله له دربار څخه ده ته دبښنی غوښتنی لپاره لاس په دعا یو.

روح دی ښاد وی.

داستاد نژدی ملګری هریو: عبدالمجید ساپي ، عبدالهادی بابرزی، جلات خان ساپي ، استاد میرزا محمد تره کی ، رحمت الله ساپي ، محمد داود میرخیل، عبدالوکیل ، ګوهر وردګ، داکتر غلام سخی عطایی، مطیع الله امرخیل، داکترفیض محمد ویال، انجینرصالح خان، داکتر حکمت، داکترمحمدحنیف روان، کوهاټ بدرخیل، نجم الدین شیرزاد ….. او نور دوستان

Comments are closed.