دخواخوږې پېغام

په ډېره خواشنې سره مود ګوند له لاری خبر تر لاسه کړو چی وتلی او پر خلکو مين مبارز پاک وطنپرست ملگری رسول د ګوند د مرکزي شورا غړۍ د ننگرهار د ولاتي شورا د بيرو غړۍد ور پېښې نارغۍ له امله خپل ځان حق ته وسپارلو، زه د خپل ځان او نورو بهر ميشتو ملگرو په استازولې د ده درنۍ غمجنې کورنۍ د ننگرهار هميشه بهار ملگرو ننگرهاريانو او دده دوستان ته دزړه صبراوده ته جنت فردوس غواړم .

ملگری رسول د گوند درهبری له وتلو کسانو څخه وو دده مړينه موږ ټولو ته يو نه جبرانوونکې ضايعه ده خو زه او موږ ټول دده ملگري ده ته دا تغهد سپارو چی دده دارمانونو دپوره کولو لپاره به له هيڅ ډول هاند او هڅو لاس وانخلو دده لار به تعقيب وو ملگری رسول په خلکو او ولس کې ځانگړی مقام درلوده دښو اخلاقو خاوند وو .

موږ ته دده هيرول دروند کار دی موږ به تل دده په شان دخپلو خلکو لپاره د سوکالی او تل پاته سولی د رامينځ ته کولو په خاطر مبارزه کوو دا مو هوډ اودده سره پوره ژمنتېا ده.

قالو انا لله وانا اليه راجعون

محمد اقا کوچی

Comments are closed.