دخوا شینی پــــــــــــــیــــــــــغــــام

 

دخوا شینی
پــــــــــــــیــــــــــغــــام
په ډیره خواشینی سره مو دوطن پالونکی، زړه ورمبارز،فرهنګی اومهربان استاد پوهندوی بازمحمد ساپی د افغانستان د ملی ګوند دمرکزی شورا دغړی د ورپیښی ناروغی له امله د بی وخته مړینی خبر ترلاسه کړ. «انا الله وانا الــــــیه راجعون »
استاد بازمحمدساپی دخپل عمرزیاته برخه په ګران هیواد افغانستان کی دټولنیز عدالت دټینګښت، تلپاتی سولی اودهیواد ابادی له پاره وقف کړی وه. استاد په هیوادمین،فرهنګی اوسیاسی شخصیت ؤ اوپه دی یی باور درلود چی په افغانستان کی د ورستیو دری لسیزو جګړو او ناخوالو دحل لاره یواځی او یواځی د سولۍ او سیاسی تشی د ډکیدو دلاری ممکنه ده په همدی موخه یی په افغانستان کی د ملی، دموکراتیکو او وطن پالو ځواکونو دیووالی پخاطر یی دافغانستان ملی ګوند د پراخ سیاسی ډیالوګ له لاری په افغانستان کی د یوداسی سیاسی ځواک درامینځ ته کیدو چی وکولای شی د هیواد اوسنیو ناخوالو ته د پای ټکی کښیږدی په سیاسی مبارزه او هلو ځلو بوخت ؤ.زه عبالکریم فائق اوزمادکورنئ ټول غړی او دالمان داتحادی جمهوریت دهامبورګ اودهامبورګ په شاوخوا ښارونوکی دافغانستان دملی ګوندغړی اوعلاقمندان اودهغوی دکورنیو غړی د استاد بازمحمدساپی بی وخته مړینه د افغانستان په دی حساسو شرایطو کی دملی ګوند، هیواد او په ځانګړی توګه داستاد کورنی ته ستره ضایعه بولی .
موږ ټول د استاد درنی کورنۍ، خپلوانو،ملګرو اود افغانستان ملی ګوند مشرتابه ته د زړه له تله د ډاډګیرنی مراتب وړاندی کوؤ او جمیل صبر ورته غواړو اود استاد روح ته د دوعاګانو لاسونه پورته کوو اود لوی او بخښونکی خدای(ج) څخه ورته دجنت غوښتنه کوو . روح دی ښاد وی.

Comments are closed.