د قاضي تورپېکۍ « ولي ـ قاضي زاده » له خوا د افغانستان د خپلواکۍ د ( ۹۸ ) جشن د رارسېدلو په مناسبت يوه نوې څلوريزه :
د خپلواکۍ ازمون !؟
آزادي هغه نعمت دی ، چې قېمت يې : سر او ځان دی !
خپلواکۍ ځنې ځارېږي ، ټول قامونه ؛ څو جهان دی !؟
په سرو وينو ګټل کېږي ، د تاريخ په هر پړاو کې ؛
دا ازمون يې دی په مخ کې ؛ که افغان ، که هر انسان دی !!؟؟
۱۷/۸/۲۰۱۷ م. کال
کلفورنيا ـ د امريکې متحده ايالات