دافغانستان دملي پرمختګ ګوند
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چى دهیواد ، خلکو ، سولې دښمنانو اوګوډاګیانو نن د دوشنبې په ورځ په کابل کى د یوه تروریستي اوغلچکي برید په کولو سره زموږ یو شمېر بیګناه اوغریب هیوادوال ټپيان او په شهادت ورسول .
دا ډول تروریستي بریدونه د افغانانو روحیه ،ملي یووالې اودسولې هڅې نشي کمزوری کولای ۔
د افغانستان دملي پرمختګ ګوند دارالانشأ دا برید په کلکو الفاظو سره غندي او د جنګ له ښکېلو غاړو غواړي چى د سولې اومذاکرې مېز ته کښېني او له افغان وژنې لاس واخلي.
دافغانستان دملی پرمختګ گوند دارالانشأپه پېښه کى د شهیدانو لپاره د لوې خدای ج له درباره جنت الفردوس او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه او کورنیو ته ېى د تسلیت مراتب وړاندي کوي .
دافغانستان دملي پرمختګ ګوند دارلانشأ