دسولي اړوندد طالبانو او د امریکا د متحده ایالاتو تر منځ د هوکړه لیک په هکله د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د مشرتابه او غړو د نظر ټکې ;

 

کابل – افغانستان
د ۱۳۹۸ م د کب ۱۷ مه.

د افغانستان د ترقۍ ملي ګوند مشرتابه او غړو د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا د متحده ایالاتو د خبرو اترو پړاونه او د هغې په پاي کې د ۱۳۹۸ م د کب د ۱۰ مې د هوکړه لیک لاسلیک کول په ځير تعقیب کړی او په دې اړوند د خپل نظر ټکې په لاندې توګه برجسته کوي :

⁃ د طالبانو او امریکا د متحده ایالاتو تر منځ د خبرو اترو پيل د افغانستان خلکو د سولي بهیر نومولی او په جنګ زپلې هېواد کې د تلپاتې سولي د راتلو او له دې لارې د هېواد د خپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنۍ د ټينګېدو په نیت یي له هغې ملاتړ څرګند کړی . زموږ ګوند او د هغې غړو هم د سولي د پيل شوي بهیر څخه د یو شمیر ځانګړو اعلامیو او مصوبو په ترځ کې کلک ملاتړ ښودلی .ګوندي مشرتابه د خپلو کادرونو او ګوندیانو په مشوره د سولي د وړاندیزونو یوه ټولګه هم خپره کړي چې د زیاتو هېوادوالو ، په تیره بیا د سوله دوستو ټولنو او شخصیتونو د تایید او ملاتړ وړ ګرځيدلې . له نیکه مرغه د ټولګې د وړاندیزونو او وړاندوینو ډيرئ برخې په عمل کې سمې راوتلي .
⁃ د سولي بهیر کې ګوند دیو شمیر هغه ګاونډيانو ، سیمه ایزو – نړیوالو زبر ځواکونو ، کورنیو څرګندو سیاسي کړیو او عناصرو ناروا سیالیو ته کلکه ګوته نیولې چې له امله یي د هېوادوالو د سولي د ویشل کېدلو ، د وطنې سمت نیونې له محوره د سولي بهیر د منحرفولو او په پایله کې ، د افغانانو د سولي د یرغمل کولو لامل کېدلې .
⁃ د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د جګړي په شرایطو کې د سولي بهیر د سالم مدیریت په موخه د وطنپالونکو سیاسي مدني ټولنو ، شخصیتونو ، دینې عالمانو ، د خلکو د راز راز کتګوریو د استازو د واحد دريځ نیولو او د لازمو همکایو لرلو په برخه کې د حکومت سره د همغږۍ په اړتیا پر له پسې ټينګار کړی .
⁃ د کب د ۱۰ مې هوکړه لیک چې د طالبانو او امریکا د متحده ایالاتو تر منځ لاسلیک شوی ، له یوي خوا د قرارداد په بڼه نه دی او له بلې خوا د یو مهم لوري په توګه یو شمیر مبهم ټکې او مفاهیم لري ، یانې د یو مهم لوري په توګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم او د سولي بهیر کې د هغې وړ ځاي نه دی په ګوته شوی او د حکومت او طالبانو تر منځ د اورکم او اوربند تعهد په کې واضح نه تر سترګو کیږي . خو دا چې د افغانانو خپل مینځې مفاهمت ته په کې د کړکۍ پرانیستلو هڅه شوي د ګوند له خوا د پام وړ ګام بلل کیږي او له هغې ملاتړ کوي .
⁃ زموږ ګوند په دې خوشاله دی چې ګواکې د امریکا متحده ایالات او ناټو خپل پوځونه د هوکړې پر بنسټ او د اړتیا له مخې وباسې او ترهګرې ډلې هم نوره اجازه ونه لري چې د افغانستان خاوره د بل چا پر خلاف وکاروي . خو دا تکی مبهم دی چې د طالبانو او د نورو ترهګرو ډلو مالي او لوژستیکې ملاتړې به د کوم ټاکلې میکانیزم له مخې وڅارل شي چې ، نور د افغانانو د وینو له تویولو لاس واخلې ؟
⁃ د هوکړه لیک د لاسلیک سره سم د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ تبلیغاتې جګړې زور اخیستی ، طالبان د حکومت سره د خبرو پر ځاي له هغو يو شمیر سیاسي کړیو او اشخاصو سره د اړیکو ټينګولو هڅه کوي چې د سولي راوستلو په پلمه دلنډمهاله میکانیزمونو د رامینځته کولو پلانونه سنجوي . په دې لړ کې د سیمې ځينې څرګندې کړۍ د طالبانو او د حکومت د رقیبو کړیو خوا نیسې او د حکومت د واحد موقف د اجزاؤ د ویشلو په هڅه کې دي . د ملي ترقۍ ګوند په نظر ، له څو لسیزو را په دې خوا جګړو کې د اخته خواؤ د پخلاینې او ادغامولو له پاره د سیاسي اداري او قانون بدلون ، نه د سولي او ثبات لارې چارې دي او نه ورسره ګوند موافقت کولی شي او دا ډول کړنې د سولي بهیر بریالي کول د خنډونو سره مخ کوي !!
⁃ سوله او دموکراسې یو بل بشپړوې . خو په افغانستان کې د ملي ګټو پر ځاي ، ځانګړو ګټو ته د لمړیتوب ورکولو له امله د ټاکنو ډموکراتیک بهیر او د سولي بهیر په داسې یوه کرښه ودرول کیږي چې د ودي پر ځاي يو دبل د ورو کېدو او ان ټکر کېدو لامل شي . ګوند ته داسې وضعه د زغملو نه ده او په کلکه غواړي ( د ولسمشرۍ ټاکنو پایلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خو اعلان شوي او وثیقه یې د دولت ساز ټيم مشر محمد اشرف غنې ته د راتلونکې پنځه کلنې دوري د ولسمشر په توګه ورکړل شوي ) بې له ځنډه پلې شي او سوله په سم لورې بري ته ورسول شي . په دموکراتیک ډول د واک د سپارلو او د روانې کرغیړنې جګړي له بندولو پرته د افغانانو وینه تویدل نه ودریږي !
⁃ د سولي بهیر سالمه بریا او د ډموکراټيکو ټاکنو پر بنسټ واک ته رسېدل هر وخت زموږ خلکو او ګوند ته ډير ارزښت لري . ګوند دهغه لوري په خوا کې ودریږي چې د ملي مسألو حل ته په پوره ځيرتیا پاملرنه کوي . په دې برخه کې د توان تر کچې زموږ ګوند په غړیدلو سترګو د پيښو ادلون بدلون ته ګوري ، شننه کوي او د ځينو په څير د ځانګړو تمایلاتو او سلیقو له مخې په پټو سترګو ملامت او سلامت په یوه کاڼې نه تلي !
⁃ نړیواله ټولنه ، امریکا او ناټو د افغانستان د پوځي ، سیاسي او اقتصادي برخو په وده او سمبالښت کې تعهدات لري . ګوند منې چې د تعهداتو تر څنګ مرستندویه هېوادونه او ټولني خپلې ځانګړې ګټې لري . زموږ ګوند د هېواد د وسله والو ځواکونو د تجهیز او پياوړتیا ، د اقتصادي اډانو د رغولو او لا زیاتې ودي په برخو کې د شوي تعهداتو د پلې کېدو او ځينو ځانګړو ګټو ته د پاملرنې په برخه کې د یوه منطقې تعادل د مراعاتولو غوښتنه کوي . یانې د سولي د تأمین په نیت د نیول کېدونکو هوکړو په بهیر کې د وطن ودان شوي پوځي ، سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي بنیادونه د یو شمیر ګاونډيانو د ستراتیژيو د تطبیق په پار هیڅکله هم د بیا ورانیدو د خطر سره مخامخ یا معامله نه شي .
⁃ په تیرو څه کم دوه لسیزو کې د افغانستان په سیاسي ، پوځي ، اقتصادي او فرهنګي ډګرونو کې داسې یو قشر ټوکېدلی چې په ذکر شوي برخو کې یي هر ډول امکانات او لاسته راوړنې برمته کړي . دا قشر ، فساد ، مافیا او د هېواد ملي يووالي ورانولو ته وده ورکوي او په دې توګه له بهرنیو څرګندو کړیو سره په نه شلیدونکو اړیکو کې دي . دموکراتیکې ټاکنې ، د دولت درې ګونې قواوي ، سیاسي مدني ټولني ، نړیوالي او سیمه ایزي اړیکې او د سولي او مصالحې بهیرونه د نوموړې قشر د نیش وهلو څخه په امان کې پاتې نه دي . نن سبا همدا قشر د موازې واکمنیو د رامنځته کولو نیمګړې هڅې او دړکې کوي . طالبانو ته شین څراغ ورکوي او د خپلو موخو په تحقق کې هغوئ د ځان پلوې ساتې . د ملي ترقۍ ګوند له نظره د هېواد خلک په تیره بیا روڼ اندي باید په افغاني ټولنه کې د دغه قشر د ځاي او موقف تعریفولو او د هغې د واک او اړیکو د حدودو د ټاکلو له پاره منظمه مبارزه وکړي . له دې پرته افغانستان سوله او ثبات نه شي لېدلی .
⁃ سوله ویشل ، په سوله کې د خپل حضور یقیني کول ، خلک ، وطنپالونکې سیاسي دموکراتیکې او مدني ټولني څنډي ته بیول ، د سولي د تأمین امتیاز ځانته کول ، د سولي له اقداماتو څخه د نورو د بیرولو په موخه د یوي حربې په څير استفاده کول نه یوازې سوله نه راولې بلکه هغې ته د رسېدو باور زیانمنوي . د ګوند په نظر داسې شرایطو کې سولي ته د کار کولو پر ځاي بیلا بیلې خواوي جګړي ته د بیا تیاریدو په ورانوونکو هلو ځلو اخته کیږي . ګوند د طالبانو ، حکومت او نورو سیاسي رقیبانو د پيل کړي تور بریښ بې له ځنډه بندول غواړي . بیلا بیلو خواؤ ته مشوره ورکوي چې ځانونه له هغه څرګندونو وژغوري چې د خلکو د اندیښنو بار نور هم درندوي . نړیواله ټولنه د خیر په غونډۍ د کیناستو پر ځاي له خپل اغیز څخه د ګټې پورته کوونې له لارې افغانان د ډاډمنې سولي د تأمین په کار کې ملاتړ کړي .
⁃ په تیرو څه کم دوه لسیزو کې د افغان وژونکې جګړي دروند بار د خلکو په اوږو ایښودل شوی . مرګ ژوبله ، د ځينو امتیاز خوښو سیاسي کړیو او عناصرو په پرتله عام ولس ته زیاته اوښتې . خو وطنوالو ته د شا کولو او پوښتنې پرته د هغوئ په غیاب کې هوکړي نیول د هېوادوالو په حقوقو سترګې پټول دي . طالبان هم د هوکړي په کولو کې د خلکو حقوق په پام کې نه نیسې . د ګوند له انده د هېواد د اوسیدونکو د ریښتینې استازولۍ پرته سوله نیمګړي ده . نو ځکه د سولي د تأمین په موخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر چتر لاندي د هېواد د ټولو کتګوریو وطنپالونکو نمایندګانو د مشوري اخیستلو او استازولۍ اصل د هر بل وخت په پرتله اهمیت او اړتیا پيدا کوي . له دې کبله د هېوادنیو سیاسي مدني ټولنو ، شخصیتونو او حکومت څخه په درناوي هیله او غوښتنه کیږي چې د سولي د تأمین د جوړونکې بحث او عملي ګامونو اخیستلو له پاره د غوره استازولۍ په رامنځته کېدو ځانګړی او پلی کېدونکی کار وشي .

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د نظر یو شمیر ټکې چې په پورته ډول فهرست شوي ، دا او ځينې نور ټکې په هېواد کې د سولي د سالمې سمت نیونې د بحث د تودولو ، د سولي بهیر د کورنیو او بهرنیو ابعادو د روښانولو ، په بهیر کې د سیاسي مدني ټولنو او شخصیتونو د رول لوبونې د امکاناتو د ارزولو او ډيرولو ، د طالبانو سره د خبرو اترو په میزونو کې د یوي فعالي ، فني کارپوهي او واحدي استازولۍ د رامنځته کولو سره زیاته مرسته کولی شي .
له دې کبله د هېواد په جګړه زپلو خلکو ، په تیره بیا سیاسي ګوندونو ، نهادونو ، ګروپونو ، مدني ټولنو ، خپلواکو شخصیتونو ، دینې عالمانو ، قومي مشرانو ، حکومت ، نړیوالي ټولني غږ کوو چې د طالبانو او امریکا د متحده ایالاتو د نوي لاسلیک شوي هوکړه لیک د هغو مواردو په عملي کولو کې مرسته وکړي چې د افغانستان په ځمکه د اورکم ، اوربند او تلپاتې سولي د تأمین لامل کیږي او د هغو مواردو او هڅو مخنیوی وشي چې د سولي د تأمین په نوم د افغاني ټولني لاسته راغلې ارزښتونه کمرنګه او یا بیخي له منځه وړي .
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ، مرکزي سیمه ایزي شوراګانې او ګوندي غړي خپله وطنې دنده ګڼې چې د هرې هغې هڅې څخه چې جګړه او افغان وژنه ودروي ملاتړ وکړي او د پلې کېدو په چارو کې یي فعاله برخه واخلې .

په هېواد کې د سرتاسرې سولي د تأمین په هیله !

عبدالحی مالک
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

Bilden kan innehålla: 3 personer, personer som sitter

Comments are closed.