دفاټاپه هکله په زړه پوری لیکنه او ژور تحلیل

Abdul Ghafor Lewal 27.5.2018
هوښیار اوسئ، چې په دغه وخت کې له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو ( فاټا) بېړنی ورګډون تصادفي او یا هم د زړه سوي کار نه دی. د دې پرېکړې ترشا ځانګړې اجنداوې شته، چې وروسته ورته اشاره کیږي، خو تر دې وړاندې باید ټینګار وکړم، چې د قبایلي اېجنسیو د اوسېدونکیو روان حقوقي – سیاسي وضعیت د زغملو وړ نه دی. زاړه او وراسته قوانین، وروسته پاتې وضعیت او د انساني ژوند تر ټولو بد شرایط یې باید او خامخا بدل شي.
خو پر دغه حساس و تاریخي مهال، په داسې بېړه، دا بدلون څه نورې کیسې له ځانه سره لري:

۱– ترهرڅه وړاندې د پښتون ژغورنې د پیاوړي او تاریخي خوځښت وېشل او ترمنځ یې اختلافات جوړول.

۲ـ د سیمې د استخباراتو او نړیوال ښکېلاک له لوري د افغانانو له روانې ټولوژنې (Genocide) څخه پام په بله اړول،

۳ـ د پښتنو ملتپالو ګوندونو ترمنځ د شخړو او اختلافاتو لویول او ان ټکرونو ته لاره هوارول،

۴ـ د افغان ملي بنسټونو په وړاندې د ولس راپارول،

۵ ـ د خپلواکو قبایلي سیمو پوځي کول او تر بشپړو نظامي شرایطو لاندې هلته د نړیوالو ترهګرو ډلو ځای پرځای کول.
دې ته ورته ګڼ نور اهداف هم شته، چې پریوه غشي د څو مرغیو ښکار ته لارهواروي او د انګریزي ښکېلاک ( بېل یې کړه، اېل یې کړه) سیاست یوځل بیا تداعي کوي.

سپارښتنې :

۱– پر دې مسئله د نظر اختلافات او د سیاسي لیدلوري توپیر، یوازې په سیاسي خبرو اترو او منطق وڅېړئ، وشنئ او د نظر توپیر دوښمنۍ ته مه باسئ.

۲– د پښتون ژغورنې پیاوړی ولسي لښکر له منځ څخه پاشل کېدو ته مه پریږدئ او له دې استخباراتي چل ول څخه یې بېل وساتئ، ویې ژغورئ !

۳ـ تاریخي څېرې او د پښتون ملتپال بهیر مشران مه کنځئ، په دې کې هغوی هېڅ ملامت نه دي؛ پاچاخان، خان شهید او نور شخصیتونه وو، واکمن اوس د تاریخ ځلنده څېرې دي، د دوی سپکاوی هېڅ ستونزه نه شي هوارولای .

۴ـ د پښتنو مسئله تر دې اداري بدلونونو ډېره لویه ده، چې تر دې پراخ ملي شعور او سترې تاریخي پرېکړې یې حل لارې دي. پښتانه باید خپلې تاریخي جغرافیې ته ځان ورسوي او هغه له بنسټه د لوی افغانستان پیوستون دی.

۵– د پښتنو لپاره لومړیتوب باید د روان قتل عام په وړاندې په یوه غږ پاڅون وي، موږ باید ژوندي پاتې شو. خپلواکي او واکمني ژوندیو ولسونو ته بویه، نه مړوته.

لنډه یې دا، چې که دا ځل د پښتون په وړاندې د ( بېل یې کړه، اېل یې کړه !) دسیسه ناکامه شوه، نو بیا یې هیڅکله او هیڅوک په سیمه او نړۍ کې د یوه ستر قومي زبرځواک جوړېدو څخه نه شي راګرځولای.

Comments are closed.