دمرحوم شبرنګ په یاد کښی

استاد رضائی دافغانستان دخلکو دترقی ملی متحدگوند دمرکزی شورا داجرائیه بیرو غری او دکابل ښار دگوندی شورا رئیس لیکنه

د ارواح ښاد ملګری محمدداوود شبرنګ په یاد

2017-11-14 21.00.29

خلک جوپه جوپه راتللې            هدیری نه تاویدلې

خرې وریځې خوزیدلی              په شیبوئی ورولې

آسمانونو به ژړلـــــــــــــــې

دمرحوم شبرنګ په ویادکښي

په ملکوکښی غوغــاوه                   دادچالخواســـــزاوه

په جنیاتوکښی ماتم وو                 ښاپیریوباندی غم وو

ملایکوهــــــــم ژړلـــــــــی

دمرحوم شبرنګ په یادکښي

دلـرم میاشتــی غم وو                داددی کال لوی ماتم وو

د داود ـ شبرنګ په ویرکښی         په دوستانوجوړماتم وو

ټول ملــــګری ئی ژړلــــې

دمرحوم شبرنګ په یادکښی

خاطری په یادیدلې                هاقصی به موکولې

خپل لاسونه مومروړلې           آه افسوس به موکولې

درودونه مــــو ویلــــــــې

دمرحوم شبرنګ په یادکښی

چابه وی ښه سخندان وو          به منطق کښی پهلوان وو

چابه وی تینګ مبارزوو         چابه وی مرد مــــیدان وو

تبصری به موکـــــــولې

دمرحوم شبرنګ یادکښی

په دوستانوکښی تل یادوو                  له ملګروســــره ښاد وو

دی دګونددبڼ یوګل وو              شخصیت کښی لوړ تربل وو

تیروخــــــــــتونه یاددیدلـــې

دمرحوم شبرنګ په یادکښی

په یارانوکښـــی منلئ                        په ګوندی چارو غښتلئ

په دوستانوکښی یوګل وو                  هم په مونږاوهم په بل وو

دابه هـــر یــــــوه ویلــــــې

دمرحوم شبرنګ په یادکښی

دنیا پاتی له هر چا ده                        دادنیا خو بی  وفاده

ژوند نامرد دی وفا نکړی                    که دشـــاه که دګداده

اوســــــــــیلی سړې راتللې

دمرحوم شبرنګ په یادکښي

ای مرګی ! دیر ناځوان ئی             نه په زوړاونه په ځوان ئی

ته دهرکــــــاله مـــــیلمه ئی            یـوه ناڅــــاپه  په پلمه ئی

(رضائی) به داویلـــــــــــــې

دمرحوم شبرنګ په یادکښی

Comments are closed.