دموکراتيکو ځواکونو يوالۍ .

001محمدآقا کوچی

زه يو کال وروسته  په لسم د اګسټ 2016  ز کال پلازمېنې کابل ته ستون شوم،تر يوی اونۍ وروسته مې دزياتو ملګرو دوستانو سياسيونو سره ليدنې درلوده د هېواد په سياسي نظامي حالت د خلکو روزمره هر اړ خيزی ستونزو څخه په دقيقه توګه مالومات تر لاسه کړل.

زما ليکنه دوه برخی لري اول د سياست په ډګر کې دويم د هيواد  سياسي نظامي حالات.

اول سياست .

درنو ملګرو او دوستانو په هېواد کي بی شمېره سياسي ګوندونه څه رسمي او  نوری  غېرسمي فعاليت کوي، رسمې ګوندونه هغه ګوندونه دي چی په عدلي وزارت کې ثبت شوي دي يانې تر لس زرو ډيری غړي لري اقلا په ۲۲ ولايتو کې دفترونه پرانستي  دا ګوندونه دوموخی لري يو شمېر ګوندونه چی د واک پر ګدې ناست زياتی پيسی او څوکې لري دواک له مخې خلک ګوندو ته راولي مقام ورکوي اولادونه يې بهرته د زده ګړو لپاره استوي يا د هېواد د ننه ورته ټول سهولتونه برابروي، دوی اکثره د جهاد او مقام نه استفاده کوي .

دويم هغه ګوندونه دي چی اوس سياسي واک نه لري پيسې نه لري  سره له دی چی دا ډول ګوندونه د هېواد د کړکيچن حالت له امله سره ويشلي دي په سياسي واک کې د ګډون چانس نه ورکول کيږي په ټاکنو کې په قانوني توګه د يوه سياسي ګوند په توګه  ونډه نه ورکول کيږي .

ځکه د قانون جوړولو واک د هغه چا سره دی چي د واک ټولې خوا ددوی په نفع څرخيږي .

په دی وروستيو کې زموږ ګوند يانې دافغانستان دخلکو دترقي ملي متحد ګوند د يوالي پروسه پېل کړې زما په اند يوالۍ  د هېواد خلکو دموکراتو ځواکونو ته دا چانس پلاس ورکوي چی د اوسنيو ستونزو د حل لاری چاری ولټوي اوپه  هېواد کې اوسنې  نظامي سياسي کړکېچن حالت ته بدلون ور کړي، خو د ځواکونو يوالی او باور هغه وخت قوي او مضبوط کيږي چی د واحد ګوند ټولې خواوی

په پوره باواورمندی او ريښتنې توګه د ځواکمنتوب لپاره عملي کار وکړي، دا هغه وخت په ريښتني توګوه سرته رسيږي چی د ګوند ټول ارګانونه په يوه داسی ميکانيزم سره راټول شي چی په ازادو مستقيمو ټاکنو وټاکل شي او کوندي رهبري کونکی مقام د ټاکنو له مخې پر دندو وګمارل شي مشورت او مصلحت له مخې مشرتوب د منلو وړ نه دی، يانې په رهبري ارګانونو کې داسی کسان وټاکل شي چی د خپل ګوند تګلاری عملي کولو  ته متغهد او ژمن وي .

د ګوند رهبري هغه کسانو له خوا بايد وټاکل شي چی دپخوانيو فريکسوني ، مخکنيو تمايلاتو څخه پاک اودخلکو ارمانو ته ژمن وي.

زه د بهر ميشتو ملګرو په استازولی څو ورځی وړاندې يانې په ۲۸ د زمري ۱۳۹۵کال چی د هېواد دخپلواکۍ د ورځې سره يې سمون درلوده د ګوند ددارلانشا په غونډه بلل شوی وم ما د بهر ميشتو ملګروپه استازولی رپوټ وړانديزونه او انديښنې وړاندی کړی دوی په پوره حوصله مندی واوريدلی دوی له ما يو سلسله پوښتنې درلوده خو پاېله ښه وه او زما ارزو هم داوه چی د ګوندونو يوالی د ټولو په ګټه دی. د ستونزو دحل لپاره بايد جدي کار وشي تر څو يو قوي ځواکمن ګوند رامينځ ته شي.

د هېواد په داخل کې نور ی وړی لوی کړی شته چئ نه غواړي د قواوو تناسب مينځ ته راشي د مدني ټولنو، نوو جبهو جوړولو  يا نوو ګوندونو د جوړيدو په تکل کي دي خو متاسفانه چی داسی کړې هم شته چی مذهبي تاوتريخوالي سمتي ژبني تغصب جلاوالي ته لمن وهي.

چی دا ټول د ملت سازی لپاره ګټور نه دي يو شمير خو فقط  دواک او څوکې غوښتلو لپاره ډلئ ټپلی جوړوي.

دويم د هېواد سياسي نظامي حالت .

د سياسي نظامي معتبرو خلکو دمالوماتو اود ميډيا د خپرونو له مخې مالوميږي چی د هېواد په ۲۵ والاياتو دوامداره جنګ روان دی په زياتو ولسواليو کې کله يوه خوا او کله بله خوا د بريا ادعا کوي خو په کل کې ولس زيامن کيږي .

دبهرنيو د هوايي مرستی پرته د ټول هيواد ساتل ناشونۍ بريښي، د ګاونډيانو لاسوهنې دوام لري د پاکستان په خاوره کې ميشت کډوال سخت زورول کيږي زندانو ته اچول کيږي که افغانستان ته راځی دلته دولت هيڅ ډول داوسيد ځای، خوراک، څښاک نه لري .

ولس په ميدان کې حيران پاته دی چی څه وکړي.دشهيدانو کورنۍ اود جنګ ټپيان هم زياتی ستونزي ګالي دبلې خوا د ملي يوالي حکومت د جمهور ريس او اجرايه رياست ترمينځ مخالفتونه راولاړ و وو او اوج ته رسيدلي د بريښنايي تذکرو ويش د ټاکنو پروسه د فساد کار بار نه دی حل شوی دخلکو تشويش خورا زيات دی بی باوري شته په داسی حالاتو کې سياسي ګوندونه هم پوره ستونزی لري.

زما په اند پکار دی چی سياسي ځواکونه په پوره رښتين ولی را ټول اود هوډمنتوب ملا وتړي کنه راتلونکې خورا مسوليت به هغه چا په اوږو وي چي د هاند او هڅو ژمنه يې کړی وه.

محمداقا کوچی

Comments are closed.