دوه بهيره

ـــــــــــــــ
دا د سولې بهير ښکاري څه بېخونده بېمزې
د خـبـرو لـوري غـواړي لـه پـنـجـابـه اجازې
ترآسمانه رسيدلي سـورې چـغـې د جنجال
يرغمل دي د ټـاکـنـو پـه بـهـيـر کـې نتيجې
زيړه ونه د دولت ده د ثبات له ميوې تشه
غټه سوړه يې ريښو کې د چينجو د تغذيې
له هر لوري چې باد لگي لړزوي تنه د ونې
دا لړزه يې ده په برخه کال په کال پرلپسې
په پښو دريدی نشي د پردو په خوښه جوړ
د قوت دلارې خنډ يې خيرن لاس د توطئې
په تمثيل د آزادۍ کې نظرونه جلبوی شي
د پردې شا ته چارواکي اړ په پټې ماملې
بـهـرنـيـو دي روزلـي کورني لـوبغاړي ډېر
اطاعت ته يې لاسونه هريو ايښي پر سينې
نامشروع واک يو لامل د ټولنيزو بدمرغيو
ځغلولی په کې ځان د انارشۍ کلکې ريښې
دژوند ساه داساسي قانون وژلې زورواکانو
په کاغذ يې نوم ليکلی د ملي ښې وثيقې
خطابې د سياسيونو گڼي سوله لومړيتوب
زيات ترسولې ورسره غم د ځاني گټې فايدې
افغاني مذاکراتو ته سيالي د اشتراک شي
هره خوله باسي آواز د خپلې ونډې سهميې
د وطن د ويجاړگرو فسادگرو پر مخ باندې
بـهـرنـيـانـو وازې کـړې دروازې د مـشـورې
څلوېښت کاله تجارت يې مقدس دين باندې وکړ
برخمن له شيطانته د بې دينې سرچينې
د مظلومو افغانانو وينې هره ورځ بهيږي
ترحم چې لري هغه ز ړ ونه ډک له انديښنې
د ملي تړون له فکره لا خالي دي کوپړۍ ډېرې
د قـومـونـو سوداگر لري فکرونـه د فتنې
له افغانه ده لار ورکه عزم هوډ کولی نه شي
پوه غليم ته يې مالوم سر د پيچلې مشوړې
د بهار بڼ سمسور نه شي په يو گل يا څو گلانو
په خزان گلشن کې نشته بوي د گلو د وږمې
عظم الدين عليمي

Comments are closed.