دوه مختوب او ټرمپ د يوې پديدې دوه نومونه دی

حکيم روان

څه موده د مخه د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د لومړی ځل له پاره د ټولې نړئ د عامه ذهنيت او ټولو بين المللی معيارونو پر خلاف بيت المقدس د اسرائيلو د مرکز په توګه په رسميت وپيژاند او په اسرائيلو کې يې د امريکا د متحده ايالاتو سفارت ته لارښوونه وکړه چې خپل سفارت بيت المقدس ته انتقال کړي .

اوس يې بيا ويلی دی چې امريکا د اسرائيلو له خوا اشغال شوی د سوريې د ګولان لوړې د اسرائيلو د خاورې د جز په توګه په رسميت پيژني. دوه مخي ټرمپ د روسې له خوا د کريميا نيولو او انيکشن ته تېرۍ وايي او له دې امله په روسيه بنديزونه لګوي  خو د ګولان نيولو ته بيا تيرۍ او انيکشن نه وايي . په داسې حال کې چې کريميا يو وخت د روسيې د خاورې برخه وه ، خو د ګولان لوړې د سوريې د ځمکنۍ بشپړتيا جز وو او دی . له بی شرمه ټرمپ څخه د شرم او حيا توقع نه شته ، له احتماله ليرې نه ده چې سبا له خوبه را پاڅي ، ماليخوليايي ترمپ دمشق هم د اسرائيلو د خاورې جز اعلان کړي .

د نورمال انسانانو له نظره د کريميا تصاحب د ګولان له تصاحب سره هيڅ توپير نه لري . د اسرائيلو له خوا د فلسطين د نيول شوو او غصب شوو سيمو اشغال د ټول بشريت د کرکې او مخالفت سره مخامخ دی . د امريکا او اسرائيلو پر ضد د اسلامی نړئ کرکه د اسرائيلو له خوا د بربنډو او ښکاره تيريو او د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د اسرائيلی تجاوز او په اسلامی هيوادو کې د ديکتاتورانو د بی شرمانه ملاتړ محصول ده او پر همدې بنسټ د اسلامی تروريستی ډلو تشکيل ددې پليد او انسانی ضد ککړ چاپيريال زيږنده ده .

همدارنګه د دوه مخي ټرمپ دوه مخې ادارې د ايران د سپاه پاسدارانو سازمان د تروريسم ليست ته شامل کړ ، خو د آی-اس-آی علنی ، په زرګونو شواهدو او اثباتيه دلائلو فعال تروريستی سازمان د تروريسم ليست ته نه شاملوي !  د تروريستی فعاليتونو داسې شواهد او نښانی کمې نه دی چې د سپاه پاسدارانو پر تروريستی ماهيت دلالت وکړي ، خو د پاکستان آی-اس-آی خو د القاعدې ، داعش ، لشکر طيبه ، لشکر جنګوي ، جيش محمد ، سپاه صحابه ، لبيک يا محمد ، جماعت الدعوه ، جماعت اسلامی ، جماعت الاحرار ، احرارالهند ، طالب پاکستانی او طالب افغانی ، اوه ګونی پ خپل منځ کې دښمنې جهادی ډلې……..او په  لسګونو نورو وسله والو تروريستی ډلو مور ده . پاکستان خو د تروريسم د توليد او صدور نړيوال مرکز دی . په دې جقيقت له هر چا زيات امريکائيان ښه پوهيږي ، ځکه په پاکستان کې د تروريستانو د روزنو مرکزونه د امريکائيانو په مرسته جوړشوی او تر ننه فعاليت کوي ، خو منافق ټرمپ آی-اس-آی د تروريسم ليست ته نه شاملوي . ولې ؟

زما په ګومان ټرمپ د راتلونکی له پاره او د هر احتمال له پاره د آی-اس-آی تروريستی سازمان د امريکايي موخو له پاره ساتي.

د ټرمپ دوه مختوب او منافقت د شيطان په وجود کې هم بی سابقې دی .

زه د يوه انسان او افغان په توګه پر ټولو افغانانو غږ کوم چې د خپلو مليونونو شهيدانو د وينو د غچ اخيستلو په خاطر يو عظیم مطبوعاتی او فسبوکی کمپائن ددې د پاره پيل کړې چې ملګري ملتونه د پاکستان آی-اس-آی د نړيوال تروريستی سازمان په توګه وپيژني ، پر هغه بنديزونه ولګوي او د بشر ضد جناياتو په تور يې د نړيوالې محاکمې ميز ته د يوه خونړي جانی په توګه را کش کړي . پای

 

Comments are closed.