دويتنام د جگړی پاېلی

 

لیکونکی اکادېمیسین ګلداد خان

14.2.2019
لومړی برخه
یادونه: ما باید دغه لیکنه د تېر کال ډسمبر میاشتې تر شلمې نېتې خپره کړي وای. خو د ناروغتیا او ورپسې د لټۍ له امله، تر اوسه را څخه وځنډیده. خو هغه چې وايي، له نه رسیدلو څخه په ځنډ رسیدل ښه دي، ما هم دا جرأت وکړو چې اوس دا لیکنه درنو لوستونکو ته وړاندې کړم.

زه به د افغانستان دولت اشغال په اړوند لوستونکو ته له څه ویلو څخه د مخه، د شلمې پېړۍ دویمې نیمه یي وېتنام جګړې انځور وړاندې کړم او بیا به د افغانستان دولت اشغال خبرو ته راشم.

وېتنام جګړه

د فرانسويانو له خوا د وېتنام له اوږده اشغال وروسته، د وېتنام آزادۍ غوښتونکو ولسونو بلاخره فرانسویان اړ کړل چې د دوی له خاورې څخه په ۱۹۵۴ کال بشپړ ووځي. لکه چې تاسې نېټه ګورئ د وېتنامیانو له خوا څخه د فرانسوي اشغالګرو شړل، د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیدلو څو کاله وروسته عملي شول. هغه ځکه چې دغه مهال د فرانسې اقتصاد سخت کمزوری او پوځي زور ناست وه. خو فرانسوي استعمارګرو هم، لکه انګلیس د هند لويې وچې کې د هند دولت ترڅنګ نوی دولت د پاکستان په نوم او هغه هم نیم پاکستان د هند خاورې په ختیځ او نیم په لویدیځ کې جوړ کړو، فرانسویانو هم یو وېتنام په دو وېتنام دولتونو واوېشلو. د انګلستان او نورو استعماري دولتونو په مستعمره دولتونو کې د دغو ډول کړنو بېلګې ډېرې دي.

د وېتنام په خاورې کې د فرانسوي اشغالګرو ځای ډېر زر د امریکا متحدو ایالتو پوځونو ډک او د وېتنام په سهېل کې ځای پرځای کړل شول. امریکایانو لومړی په ۱۹۵۵ کال خپل پوځي سلاکاران سهېلي وېتنام ته واستول. هغوی ډېر وخت له لاسه ورنکړو او په ۱۹۶۱ کال یې په لږې کچې (شپېته زره تنه) پوڅ هم سهېلي وېتنام ته داخل کړو. خو د شمالي وېتنام آزادي غوښتونکو چې د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې جنګیدل او د ټول وېتنام يوځای کیدل یې غوښتل، امریکایان اړ ایستل چې په سهېلي وېتنام کې په بیړې سره د خپلو پوځونو شمېرې زیاتې کړي. امریکایانو په ۱۹۶۵ او ۱۹۶۶ ـ مو کالونو کې، په سهېلي وېتنام کې د خپلو پوځونو شمېره تر پنځه سوه درې څلوېښت زرو (۵۴۳۰۰۰) تنو پورې زیاته کړه. د امریکا دفاع وزارت به خپل ستړي شوي پوځیان بېرته خپل هېواد ته ستانول او د هغوی پرځای باندې به یې نور تازه دمه پوځیان د جګړې ډګر ته لېږل. د هغوی د دغې تبادلې پربنسټ، د امریکا ټولټال دوه ملیونه اووه سوه زرو (۲۷۰۰۰۰۰) پوځیانو د وېتنام په جګړو کې دندې سرته کړي وې.

د الجزیرې د سږکال (۲۰۱۸) کال جنوري لسمې نېټې وېبسایټ کې راغلي وو؛ د امریکا وېتنام جګړې سړیو پوځیانو له ډلې څخه ۱۵،۲ سلنه او د ښځو پوځیانو له ډلې څخه ۵،۸ سلنه په نېښه يي توکو ږودي ښوي وو. د هغو نېشیانو څخه یو شمېر یې د بېرته تګ پرمهال د زړونو ودریدلو له امله پر لارې او یا خپل هېواد ته له رسیدلو لږ ځنډ وروسته مړه شول. د امریکا پوځیان خپل هېواد ته له ستنیدلو وروسته، د خپلو خلکو له سختو نفرتونو سره مخ وو او هغوی یې د ښځو او ماشومانو قاتلان بلل. امریکايي پوځیان په وېتنام کې د جګړې پرمهال او ځینې یې خپل هېواد ته ستنیدلو پرمهال، له ډول ډول روحي ناروغیو سره مخ شول او د هغوی له ډلې څخه شاوخوا اویا زرو (۷۰۰۰۰) تنو یې پخپله ځانونه ووژل.

د وېتنامي آزادۍ غوښتونکو اوږدو او خونینو پارټیزني او مخامخ جګړو، د امریکا دولت اړ کړو چې د شمالي وېتنام له واکمنو سره د مذاکرې او خبرو اترو مېز ته کښېني او د خپلو پوځیانو ایستلو لپاره یوه نسبتأ آرامه فضا جوړه کړي. د امریکا او سهېلي وېتنام دولتونو او شمالي وېتنام دولت ترمنځ، د ۱۹۷۳کال جنوري میاشتې کې د اوربند او جوړې کولو تړون لاسلیک شو. د همغې کال مارچ میاشتې کې د امریکا اخېرني پوځیان له سهېلي وېتنام څخه ووتل. د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته، د دواړو وېتنامونو ترمنځ، هغه اوربند ډېر ژر مات شو. د دواړو وېتنامونو د پوځیانو ترمنځ بیا جګړې ونښتې. د شمالي وېتنام او سهېلي وېتنام په هغو جګړو کې، د سهېلي وېتنام پوځ په ۱۹۷۵ کال بشپړه ماتي وخوړله، خو د دواړو وېتنامونو یوځای کولو پروسې تر ۱۹۷۶ کال پورې دوام وکړو.

د وېتنام جګړو پایلې: ـ د وېتنام او امریکا په هغو جګړو کې، د شمالي وېتنام له دېرشو (۳۰) ولایتونو څخه نهه ویشت (۲۹) ولایتونه، د امریکا هوائي قواو له خوا څخه بېخي سخت بمباري شوي وو. د امریکا هوائي قواو په هغو بمباریو کې د شمالي وېتنام یو پر دریمه برخه آبادۍ، بشپړې له خاورو سره خاورې کړل شوي وې. د امریکايي قواو په هغو هوائي بمباریو کې د کر او کښت مځکو اوبو لګولو سیستمونه ړنګ کړل شوي وو. د امریکایانو د هوائي بمباریو په ذرېعه د وېتنام د کښت مځکو اوبیزو سیستمونو پر ړنګولو برسېره، د هغوی له لوریه د کر او کښت پر مځکو باندې داسې کیمیاوي توکي شیندل شوي وو چې هغو مځکو تر څو کلونو پورې فصلونه نه شنه کول. امریکايي پوځیانو د شمالي وېتنام جنګیالو پارټیزني جګړو مخنیوي کولو په موخې باندې، د سهېلي وېتنام په لارو، پټو او ټولو هغو ځایونو کې چې دوی فکر کولو د شمالي وېتنام جنګیالي به له هغو لارو دوی ته ورواړي، په زرونو ماینونه خښ کړي وو. د امریکا پوځونو هغو چارو، د دوی د پوځونو له وتلو وروسته هم، وېتنامیانو ته په کلونو کلونو درنې ستونزې جوړې کړي وې او له سترو مرګ ـ ژوبلو او غمونو سره یې مخ کړي وو. د وېتنام خلک به د کر – کیلو او ګرځیدو ـ راګرځیدو پرمهالونو، ډېری وختونه پرماینونو ختل، مړه کیدل او ژوبلیدل.

د وېتنامیانو او امریکایانو په هغې شاوخوا څوارلس کلنې (د پوځي سلاکارانو ورتګ څخه بیا د پوځونو بشپړو وتلو تر وخته پورې) جګړې کې، د وېتنام څه کم او زیات دوه ملیونه ملکي وکړي ووژل شول چې له نیمه يي څخه زیات یې د شمالي وېتنام خلک وو. د امریکا د ۱۹۹۵ کال خبرونو له مخې، د وېتنام په جګړې کې د سهېلي وېتنام له دوو سوو زرو (۲۰۰۰۰۰) څخه تر دوه سوه پنځوس زرو (۲۵۰۰۰۰) تنو پورې یوازې پوځیان وژل شوي وو. امریکایانو په ۱۹۸۲ کال ویلي وو چې د وېتنام په هغې جګړې کې د دوی ۵۷۹۳۹ پوځیان مړه او یا ورک شوي وو. خو دوی د خپلو مړو شویو پوځیانو شمېره وروسته وخت ۵۸۲۰۰ وښودله. امریکایانو ویلي دي چې د دوی پوځونو ترڅنګ د سهېلي کوریا څلور زره (۴۰۰۰) تنه پوځیان (ممکن د امریکایانو موخه د سهلېلي کوریا څلور زره پوځیانو څخه موخه، هغه پوځیان اوسي چې د دوی په قواو کې د ژباړونکو، لارو او درکونو ښوونکي وو)، د تایلنډ درې سوه پنځوس (۳۵۰) تنه پوځیان، د استرالیا پنځه سوه (۵۰۰) تنه پوځیان او د نوي ځلانډ درې درجنه (ممکن موخه دېرش تنه اوسي) پوځیال وژل شوي وو.

د امریکايي پوځیانو لپاره د وېتنام هوا ډېره توده او لمده وه. هغې تودې او لمدې هوا امریکايي پوځیان سخت په تکلیف کړي وو. دوی به څلورویشت ساعته له خولو ډک وو. په هغې هوا کې باید هر څوک د ورځې څو ځله لمبیدلی وای، خو پوځیانو به د جګړو پرمهال په شپه او ورځ کې د یو ځلي ځانو منځلو وخت هم نه درلود. هلته ناروغتیاوې هم ډېرې وې. د وېتنام جګړې له پای ته رسیدلو وروسته، امریکايي ډاکترانو په خپلو هغو پوځیانو کې چې وېتنام کې جنګیدلي وو، نهه (۹) ډوله ناروغۍ وموندلې. د امریکا له پوځیانو څخه شاوخوا دو کلونو وخت کې څلوېښت زره (۴۰۰۰۰) تنه یوازې د ملاریا په ناروغۍ اخته شوي وو او له هغو څخه څو اتیا تنه مړه شوي هم وو. په وېتنام کې د امریکا ټولټال نولس زره اووه سوه پنځه اتیا (۱۹۷۸۵) تنه پوځیان، د مختلفو ناروغیو له امله مړه شوي وو.

د وېتنام جګړې پای ته رسیدلو تر وختونو پورې او جګړې ختم په وختونو کې، د وېتنام لس ملیونه خلک ګډوال شوي وو. هغوی چې د جګړې پای وختونو کې ګاونډیو هېوادونو، اروپا او په تېره امریکا ته د بېړیو په ذریعو رسیدلو هڅې کړي وې، ډېری یې هوا خرابتیا، بېړیو خرابتیا او بېړیو درنو بارولو له امله، ډوب او غرق شوي وو او ګڼ شمېر نور د ناروغیو ورپېښیده او علاج نشتوالي له امله مړه شوي وو.

د کډوالو وېتنامیانو ترڅنګ، د امریکا پوځیانو ژوبل شوي کسان، په نېشه يي توکو روږدي کسان، په روحي ناروغتیو اخته کسان او نور ډول ډول ناروغان هم بېرته خپل هېواد ته ستنیده پرمهال، ګڼ شمېر پر لارو مړه شوي وو، کوم چې د پاس یادو شویو مړو پوځیانو په شمېرې کې نه راځي. د امریکا هغه په زرونو پوځیان کوم چې د خپلو لوړپوړو افسرانو له خوا څخه د بېباکه جګړو کولو په موخو، په نېشه يي توکو روږدي کړل شوي وو او په زرونو هغه پوځیان چې د هغې جګړې له امله په روحي ناروغیو باندې اخته شوي وو، خپل هېواد ته له ژوندي ستنیدلو وروسته، دوی پخپله او له دوی سره د دوی کورنۍ او خپلوان د دوی د ژوند ترپایه پورې له درنو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

د وېتنام جګړې له پای ته رسیدلو وروسته، د وېتنام دولت له ګڼ شمېر (شاوخوا ۳۶۰۰۰۰) معیوبینو، ګڼ شمېر په نېشه يي توکو اخته (شاوخوا ۲۵۰۰۰۰) کسانو، په ملیونونو بې سواده کسانو او شاوخوا یو ملیون کونډو، شاخوا اته سوه اتیا زره (۸۸۰۰۰۰) یتیمانو، په لکونو کچنیو (فاحشو)، شاوخوا درې ملیونه بېکارانو له ستونزو سره پنجې نرمول پیل کړل. د وېتنام دولت، کوم چې دغه مهال له یوې خوا څخه پر دغو پاس یادو شویو ستونزو برسېره، د شمالي او سهېلي برخو وګړو یوځای کولو له ګڼو ستونزو او سختو اقتصادي ستونزو سره هم لاس ګرېوان وه، امریکایانو او متحدینو یې د وېتنام له دولت سره هر ډول راکړه او ورکړه (سوداګري) بنده کړله.

د وېتنام دولت د خپلو دغو پاس یادو شویو ټولو کورنیو ستونزو سره، په ۱۹۷۸ کال خپل پوځونه ګاونډي هېواد کمبودیا ته په دې غرض ننه ایستل چې د کمبودیا خلک د سره خمر نومي پولپوت ډلې له عام وژنې څخه وژغوري. د چین دولت د شوروي اتحاد دولت ترڅنګ، د امریکا او وېتنام په جګړو کې، د شمالي وېتنام له پوځونو څخه ملاتړ کړی وه. خو دغه مهال چې د وېتنام دولت خپل پوځونه کمبودیا ته ننه ایستل، د چین دولت د پولپوت رژیم په ملاتړ، پر وېتنام برسېرن برید وکړو او له وېتنام سره یې هر ډول راکړه ورکړه بنده کړله.

د وېتنام دولت تر ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ کلونو پورې خپلو خلکو ته د میاشتې سړي سر، دوه کیلو ګرامه وریژې او دوه سوه ګرامه غوښه جیره (رشن) ورکوله. خو د وېتنام هېواد، د ښه دولتي دسېپلین لرلو، پوهو کادرونو او غني طبېعي شتمنیو لرلو په سبب، زر د پرمختللو دولتونو په قطار ځان ورګډ کړو.

ګډ وېتنام په ۱۹۷۷ کال د ملګرو ملتونو په غړیتوب ومنل شو. وېتنامیانو په ۱۹۸۹ کال له کمبودیا څخه خپلې لښکرې وایستلې او په همدې کال د وېتنام دولت، د ای ام اف غړیتوب او همدا ډول د آسیان ډلې هېوادونو غړیتوب ترلاسه کړو. په ۱۹۹۰ ـ مو کلونو کې د امریکا او وېتنام دولتونو ترمنځ اړیکې په نسبي ډول ښې شولې. امریکایانو په ۱۹۹۴ کال له وېتنام سره سوداګري پیل کړه او په ۱۹۹۵ کال یې دېپلوماتیکې اړيکې ورسره جوړې کړې.

Comments are closed.