دیوی ملی- دموکراتیکی جبهی دایجاد بیړنئ اړتیا

حبیب منگلډاکتر حبیب منګل

دافغانستان د سیاسی اوضاع واقعی بینانه څیړنه او شننه او په هیواد کی د مشروعیت او امنیتی بحران ؛ دقانون دواکمنی نه شتون ؛ سیاسی ؛ انتخاباتی ؛ مالی او اقتصادی فساد ؛ مخ  په زیاتیدونکی بی وزلی او ټولنیزی بئ عدالتي او دهیوادسیاسې خپلواکې په بی ساری ډول ترپښو لاندی کیدنه او نوری بی شمیره نا خوالې ؛ دا حقیقت په اثبات رسوی چې دسیاسی واک په جوړښت اوپه دولت او دولتی اداره کی د مذهبی بنسټ پالو او قومی افراطیونواودغو تش په نامه دموکراتانو؛ جنګ سالارنو ؛ چور سالارانو ؛ لوټ مارانو او هیروین سالارانو د واکمنی اوشتون ددوام په صورت کی ؛ په هیواد کی د یو ه ځواکمن دولت – ملت دجوړیدو او د دموکراسی داستقرار ؛ دسولی او پایدار امنیت اواقتصادی ؛ اجتماعی او فرهنګی پرمختیا په لاره کی ؛ هڅې نه یوازی دبن بست او حتی دکاملی ناکامئ سره مخامخ دی ؛ بلکه داخطر هم وجود لری چی په هیواد کی د ۷۰ کالونو د تنظیمی انارشی او کورنی جګړی فاجعه تکرار شی .
پداسی بحرانی سیاسی وضعیت او حساسو شرایطو کی دا ملی او بیړنی اړتیا را منځته کیږی چه ددولت دننه او بهر ملی ، دموکرات او مترقی ځواکونه په یوه ملی – دموکراتیکه جبهه کی متحد او متشکل شی او دقانونی او مسالمت امیزی مبارزی او په ځانګړی ډول په راتلونکوانتخاباتوکی یو موټئ او فعالانه ګډون وکړی اودیوه ځواکمن دولت- ملت او قانونمدار ؛ فساد ضد ؛ دخلکو خدمتګار ؛ موثر او کارا حکومت دایجاد او یوی کارا دموکراسی داستقرار او دیوه آزاد او خپلواک ؛ امن او دموکراتیک ؛ غوړیدلی او پرمختللی ؛ ځواکمن او سرلوړی افغانستان دآرمان د تحقق په لاره کی چی اوږده مبارزه ورته شوې او بی ساری قربانی ورکړشوي خپله ملی- وطنی وجیبه او رسالت ترسره کړی

Comments are closed.