د افغاسنتان دملي پرمختګ ګوند د اجرائیه شورا او دارالانشا ګډه غونډه د ۱۳۹۷کال د غبرګولي په ۲۲ مه دملګری استاد عبدالحی مالک تر مشرۍ لاندې جوړه شوه په غونډه کې د اجرائیه شورا او دارالنشا ټولو غړو حضور درلود . د غونډې په پېل کې ملګری مالک د ګوند د مشرتابه نوی غړي د ګوندرهبری ته معرفی کړل او ورپسی یی د هیواد په اوسنیو حالاتو هر اړخیره رڼا واچوله،او د ګوند د مشرتابه غړو پاملرنه یې د هغوې درنو مسؤلیتونو ته راواړوله وروسته د غونډې اجنډا ګډونوالو ته وړاندې او د رايو په اتفاق تائید شوه . د 1397 ل کال د غبرګولي په ۱۱ مه د ګوندي کنفرانس د اسنادو تائید ول، د ګوند په تګلاره او اساسنامه کې د تعدیلاتو تائیدول ، د ګوند د اجرائیه شورا او دارالانشا د غړو لست تنظیمول ، دملي پرمختګ ګوند دچارو د سمون لپاره د کمیسونونو او شعبو جوړول ، د کابل ښاري ګوندي سازمان لپاره دملګری مورچل توظیفول ، همدارنګه غونډې پریکړه وکړه چې په هرو ۱۵ ورځو کې باید د دارالانشا غونډی او په هرو ۳ میاشتو کې د اجرائیه شورا غونډی په نوبتی ډول دایری شي. اوهم پریکړه وشوه چې د ګوند اساسنامه او برنامه دی وروسته له تعدیدلاتو د ګوندي سازمانونو په واک کې ورکړل شي. د ګوند ټولې مصوبې باید د ګوند په ویبپاڼه کې خپرې شي. همدرانګه په ننۍ غونډه کې دګوندی کارونو دلا ښه سمون لپاره لاندی شعبی او کمیسونونه جوړاوتصویب شول . د ګوند د تشکیلاتو شعبه اسناد او راتباط شعبه مالي چارو شعبه د تبلیغ او فرهنګ کمیسون د نظارت او کنترول کمیسون د تفاهم او ارتباط کمیسون د ګوند د ثبت او راجستر لپاره هر اړخیز بحث وشو او په پایله کې ددغه کار د سرته رسولو لپاره لازم هدایت ورکړل شو ، همدارنګه د کابل د ښار د نواحیو د ګوندي سازمانونو د فعالولو لپاره ملګری محمد غفار مورچل دمشخص کار دنده وسپارل شوه ،او پردی تاکید وشو چی دیو پلان له مخی د کابل ښار ګوندي شوراوی فعاله شی

20180612_155507 .

 

 

Comments are closed.