د افغانستان دخلکودترقی ملي ګوند کړنلاره

  بسم الله الرحمن الرحیم

 سریزه :

د افغانستان خلک دشلمی پېړۍ په سرکې دمشرطيت، خپلواکۍ، جمهوریت، ازادۍ ، پرمختگ، ټولنیزعدالت او دموکراسۍ د افکاروسره اشنا شول او په دې لار کې يې د تشکل او قربانۍ لپاره د همت ملا وتړله. سياسي او ټولنيز لرليد، خپل مشترک او مستقل هيواد ته د خدمت او پاکو لاسونو فرهنگ د ترقۍ او نوي کولو د نظرياتو سره يو ځای د سياسي کړيو په منځ کې لاره پرانيسته.

ترقي غوښتونکو غورځنگونو د ټولنيزو مدعيانو محتوا پيدا کړه او زموږ هيواد له منځنيو پيړيو څخه مدرن ژوند ته لار پرانيسته .  د افغانستان د خلکو دغه سياسي بيداري، ترقي غوښتونکي او عدالت لټونکي افکار او د بشريت مشترک ارزښتونه د هيواد داستقلال، نوي کولو، ټولنيز عدالت او دموکراسۍ لپاره د افغانستان د خلکوترقی ملي گوند د مبارزې دلارې روښانونکی ميراث دی.

دافغانستان د خلکوترقی ملي گوند د تيرې پيړۍ د نوي کوونکي خوځښت د افکارو او ارمانونو په ماحول کې تشکل مومي چې د همدې پيړۍ په اوږدو کې يې د ازادۍ، دموکراسۍ، جمهوريت او اجتماعي عدالت لپاره د مبارزې د سنتونو بډايه هستي بنسټيزه کړه او زموږ د هيواد د ټولنيز اقتصادي پرمختگ لپاره هڅو ته يې د خپلو سرښندونکو ژمنو په مرکز کې ځای ورکړ.  زموږ گوند بې له دې چې په تيره زمانه پورې د تړلو سازمانونو د احيا او بيا جوړولو تلاش وکړي د خپل هيواد له وياړلې ماضي څخه انگيزه اخلي، د تاريخي خوځښتونو وياړلو رواجونو ته د قدر په سترگه گوري، د هغوی د ملي او تاريخي لاسته راوړنو د ساتلو او ټينگښت لپاره هڅې کوي، د هغوی له تجربو څخه  زده کوي او کوښښ کوي چې خپل سياست او کړنې د هيوادنيو او نړيوالو موجودو واقعتونو او زموږ د ټولنې د ذهنيت او روان سره برابرې کړي. زموږ گوند  د هيواد په ځوان او مخ پر وده نسل تکيه لري.  موږ د هيواد روښانه راتلونکې ته خوشبين يو او دغه راتلونکې زموږ د هيواد د ځوان نسل په عقل او غښتلو مټو جوړيدونکې ده.

  د نړۍ د يوشمير هيوادونو، په ځانگړي ډول د پاکستان او ایران لاس وهنو او د پراخ فساد موجوديت د هېواد حالات ترپخوا زیات ترينگلي کړي دې. ورځ تر بلې د تروريزم پراختيا، د امنيتي حالت خرابتيا، د اداري فساد بې سارې او مزمنه ژورتيا، له کنتروله وتلې بېعدالتي، د اقتصادي حالت خرابي، فقر او بيکا

Leave a Reply