د افغانستان دخلکو د ترقۍ ملي متحد ګوند د پالیسۍ اساسي کرښې

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان دخلکو د ترقۍ ملي متحد ګوند زمونږ د خلکو دسیاسي ویښتابه لړۍ ده ، چې چاپیر چل یې د افغانستان د خلکو  ترقي خوښي،عدالت غوښتونکي فکرونه او دبشریت ګډ ارزښتونه جوړوي.

د افغانستان دخلکو د ترقۍ ملي متحد ګوند یونوښت پلوه،بدلون غوښتونکی،دیموکراتیک،ترقي خوښی او پر ټولنیز عدالت باوري سازمان ده چې دیو حقوقي دولت ټینګیدل، د دولت د درې ګونو قواوو او د مرکزي-سیمه ایزو ادارو ترمنځ دواک ویش، دقانون او قضا په وړاندې دهیوادوالو برابری، د دولت مسؤلیت ، د ټولنې او فرد مسؤلیت دیو بل په وړاندې دخپلې سیاسي مبارزې له لومړیتوبونو ګڼي.

۱:د افغانستان دخلکو د ترقۍ ملي متحد ګوند، دیموکرات ګوند دې او دهر ډول هغې ایډیالوژۍ سره چې په سیاسي نظام او ټولنیز ژوند په زوره ومنل شي جوړه نه لري، دښي او کیڼ اړخي افراط او سیاسي تاوتریخوالي سره که هغه په هره بڼه وي مخالف دي، دهر ډول سیاسي، وټه ایزو او ټولنیزو ټکرونو د هواري په سوله ایزو،علني او قانوني لارو عقیده لرونکی دې او دې هرڅه ته رسیدل خپلو ترقي غوښتونکو فکرونو او سیاستونو ته دخلکو د جلب له لارې ممکن ګڼي.

۲: دافغانستان دخلکو د ترقۍ ملي متحد ګوند د ښځینه او نارینه د حقوقو یوشان والی د هرډول عقلاني خوځښت دبنسټ ډبره او د دیموکراتیکې ټولنې دجوړیدو ستنه بولي نوبنا دښځینه او نارینه د مساوي سیاسي، ټولنیزو او مدني حقوقو لپاره د قانون په چوکاټ کې مبارزه کوي.

۳:ګوند دسیمو او ولایتونو ترمنځ د متوازن ملي انکشاف په پار د انکشافي امکاناتود عادلانه ویش، دهیواد د ملي کلتور د پیاوړتیا او غنا لپاره د قومي، ژبنیو او مذهبي هویتونو دکلتوري پیاوړتیا او ددې هویتونو ترمنځ د دیالوګ اوهیوادني مبادلاتو لپاره هڅاند دې.

۴:زمونږ ګوند په داسې حال کې چې د بازار اقتصاد، اقتصادي ژوندون ته د سازمان ورکولو یو عیني واقعیت ګڼي، په دې باور هم ده چې باید د هر ډول اقتصادي سیاست محور انسان او دهغه  سوکالي وي نو بنا د بازار اقتصاد ته دټولنیز لوري ورکول ملاتړوي او د دغه لوري د ورکولو لپاره چې د خلکو په ګټه تمام شي د دولتي رول د پیاوړتیا غوښتونکی دې.

۵:زمونږ ګوند په داسې حال کې چې له بنسټه په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د دایمي شتون مخالف دې، دملي ګټو په چوکاټ کې او دمنل شوو څارنیزو میکانیزمونو په وجود کې، د روښانه متقابلو ژمنو پلې کیدل ضروري ګڼي او دهیواد دامنیت د تضمین په پار د نړیوالې ټولنې مرستې مشروع بولي.

۶: زمونږ ګوند دنړۍ له هیوادونو سره د دوستانه مناسباتو دتامین لپاره دیو داسې بې پرې،مثبت او کارنده بهرني سیاست کوم چې په باور او دمتقابلو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو، د برابرۍ او درناوي د اصولو په بنسټ، ملي استقلال،ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا ته په احترام او په کورنیو چارو کې د نه لاس وهلو په پایو ولاړ وي ملاتړ کوي .

۷:زمونږ ګوند د هیواد په تاریخ کې ټولو پخوانیو غورځنګونو او دیموکراتیکو جریانونو ته درنښت لري ترڅنګ یې  د سیاسي ګوندونو ټولو هغه مشرانو ته  چې د ګران هیواد افغانستان د ابادۍ او سوکالۍ په لار کې یې زیارونو او هڅې کړي دقدر په سترګه ګوري ولې د هیواد اوسنیو شرایطو ته په کتو ، دحزب او نهضت  ګټو او د تاریخي اوسر لوړي ګران هیواد د ځوریدلو خلکو د هوساینې په پار دیاد غونډو د جوړیدو او نه جوړیدو په اړه پریکړه  د دار الانشا د رایو په اتفاق صورت نیسي.

۸:د ګوند رهبري او کدرونه حق نه لري چې په رسنیو، غونډو،مصاحبو  او ملاقاتونو کې د مرامنامې او اساسنامې د غوښتنو خلاف خبرې او موضعګیري وکړي  د دې ډول اعمالو ارتکاب د ګوند له اصولو سرغړونه  ګڼل کیږي  او له سرغړونکی څخه به یې په اړه پوښتنې ګرویږنې کیږي.

۹:زمونږ ګوند غواړي  د اساسي قانون د حکمونو په  بنسټ  خلک په خپل سرنوشت  حاکمیت ولري  او له هغه  ټاکل شوي  دولت څخه ملاتړ کوي چې د اساسې قانون  دغه زرینو اصولو  ته ژمن وي  کوم  چې دهیواد ټول اوسیدونکي د برابرو حقوقو څخه برخمن ګڼي او په هیواد کې د سولې،ثبات، ترقۍ او دخلکو د هوساینې لپاره ټولنیز نیاو دژوند په ټولو برخو  سیاسي، اقتصادي اوفرهنګي  اړخ کې لازمي امر ګڼي.

۱۰:زمونږ ګوند هغه سیاسي تشکیلات  چې د هیواد  د زرغونتیا او دخلکو د هوساینې لپاره قدم پورته کوي  مؤثر وسایل ګڼي او د هغوي د قوت  او لوړتیا  په لاره کې مبارزه کوي ، د همفکرو،نوښت پلوو، دیموکراتیکو او ترقي  خوښو قوتونو د هماهنګۍ او همسویي  لپاره خپلو همیشه نیو کوښښونو او هڅو ته  دجبهو ، ایتلافونو او سیاسي –سازماني یوځاي کیدنو  له لارې په پوره میړانه  او مثمره  توګه ادامه ورکوي.د ملي کرښو ضد او وروسته پاتې قوتونو سره  په اوسنیو شرایطو کې هم لاري نه داچې ضروري نه بولي  بلکې له دوي سره هرډول تړاو دحزب له هدفونو مغایرت ، دخلکو د ګټو خلاف او مردود شمیري.

۱۱: د افغانستان دخلکو د ترقۍ ملي متحد ګوند دسوله غوښتونکو، ترقي خوښواو بشرپالو ګوندونو سره  د سیمې او نړۍ په کچه د ګټورو او کاري اړيکو ټینګښت ضروري بولي او د دا ډول  اړیکو ټینګښت داساسي قانون اود هیواد د نافذه قوانینو په  رعایت او دملي مصالحو او د هیواد د  خلکو دلويو ګټو په نظر کې نیولو سره لازم بولي .

۱۲: زمونږ ګوند د ملتونو له   هغه حق څخه چې خپل سرنوشت په خپله ټَاکي ملاتړ کوي،د سیمې او نړۍ د خلکو له حقه ازادي غوښتونکو مبارزاتو  سره تړون  به د خپل بهرني سیاست  په سرټګو کې ځای په ځای کوي.

Comments are closed.