د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د خواشینۍ پيغام

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۹ کال د ثور ۲۴ مه

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د ترهګرو له خوا د هېواد مرکز او ولایتونو کې په روغتون، جنازه او جومات د انساني ضد، بشري ضد بریدونو په پایله کې د کوچنیانو ، میندو ، قومي مشرانو او ولسي وګړو د شهېدانولو او د خلکو او دولت شتمنیو ته د درنو تاوانونو د رسولو له امله سخته خواشینې څرګندوي او دا افغاني او اسلامي غیر عملونه په کلکو ټکو غندې او هغه محکوموي.

د دارالانشأ په نظر بریدګر چې د طالب او داعش په هویتونو کومې حملې کوي، دا د دوي د استعداد او د عادي وسلو پر مټ نه بلکه تر شا یي د سیمې او نړۍ د پياوړو استخباراتې کړیو له خوا پيل شوي عملیات دي چې د نیابتې جګړې په بڼه د سیالۍ کوونکو جګړه مارو له خوا پر مخ وړل کیږي، ځمکې د افغان اور اخستی او افغان په کې وژل کیږي، خو ګټه یي هغو هېوادونو ته رسیږي، چا چې په افغانستان کې د خپلو ازمندانه موخو په پار نیابتې جګړه روانه ساتلې ده. دغې جګړي، که له یوي خوا افغاني هستۍ او فرهنګ ته اور اچولی، له بلي خوا د اسلام سپيڅلی دین په ډيره خشنه او د انساني روح په خفه کوونکې څيره معرفې کول غواړي! حال دا چې اسلام د ورورۍ، انصاف او سولي دین دی!!!

د ګوند په نظر طالب داعش د خپلو بادارانو د خوښولو په خاطر له افغان ولس، مقدس اسلام او لوي خداي سره په یو وخت جګړه کوي.

د ګوند دارالانشأ باور لري، چا چې د ولس او د هغوي د مقدساتو سره جګړه پيل کړي، له منځه تللې. د روغتون د کوچنیانو او د هغوي د میندو ، د ولس د مشرانو او د ولسي وګړو وینه تویول، هغه هم د روژي په مبارکه میاشت کې ستر جنایت او نه بښوونکی عمل دی!!

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند له نظره، د متمدنې نړۍ په شتون کې د هېواد روانې جګړي د وحشت او بربریت بیسارې څيره خپله کړي ده. د وجدان، انساني احساس او اسلامي جزبې لرونکي روانه جګړه نه شي تحمل کولی. له دې کبله د هغې د ژر تر ژره ودرولو له پاره په ټولو هغو هېوادوالو او نړیوالو چې د جګړي ضد دي غږ کوي څو د سیمې او نړۍ په بشر پالونکو سازمانونو ، شخصیتونو زور واچوي چې د بشري ضد جنایتونو ټولني او د ملګرو ملتونو اداري وهڅوي څو د افغانانو په وطن د وینو باران ته د پاي ټکی کیږدي او د هېواد خلک نور له دې وینې تویونکې حالت څخه وژغوري.

زموږ د ګوند دارالانشأ او د ګوند هر غړی، د طالب داعش ترهګرو د وروستیو حملو د قربانیانو سره د ویر په ټغر ناست ځانونه دردمن احساسوي، او د توي شوي وینې د هر څاڅکې د تپوس هوډ کوي، د رب العزت څخه ستاسو کورنیو او عزیزانو ته د زړه صبر او عوضونه غواړي، شهیدانو ته د جنت او ټپيانو ته د کاملي درملنې د دوعا خواست کوي. الله ته لاسونه پورته کوي چې جنایت کوونکې په کلکه سزا ورسوي.

د ټولو شهیدانو روح دې ښاد وي!

عبدالحی مالک  د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

Comments are closed.