د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د اجرائيه بیرو جلسه !

د وري ۲۲ کال ۱۳۹۸ م

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د اجرائيه شورا نوبتې ناسته د ګوند په مرکزي دفتر کابل کې جوړه شوه .
د ناستې په اجندا کې د ګوند د ریس ملګري عبدالحې مالک او د دارالانشا د پلاوي رپوټ شامل ‌ؤ چې ، د خوست او پکتیا ولایتونو د ګوندي سازمانونو څخه په کې کاري لېدنه شوي وه.
د ګوند ریس او د دارالانشا پلاوي ، د یاد شوي ولایتونو د ګوندي سازمانونو او غړو د کار او فعالیت ، د سیاسي کار د شیوو ، سیاسي کار ته د ژمنتیا اړوند مسألي هر اړخیزه وڅيړلې او د ملګرو د زیار او مبارزي څخه قدردانې او ستاینه وشوه . د دې په څنګ کې د ګوند د مالي چارو د بهبود په موخه د ګوندي حق العضویت او بسپنې د راټولولو د میتودونو د نوي والې په هکله هم هر اړخیزي خبري ، مشوري او لارښوونې وشوي چې رپوټ یې د ګوند اجرائيه بیرو ته وړاندي شو چې له غور وروسته ومنل شو .
په جلسه کې دریمه ماده چې په اساسنامه کې د وړاندیز شوي تعدیلاتو واردول وه تر بحث لاندي ونیول شوه ، د ملګرو د نظریاتو د وړاندي کېدو وروسته ، د اسنادو او ارتباط کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې د ملګرو د نظریو د راټولولو وروسته ، د ګوند د تشکیلاتو څانګې له خوا اساسنامه کې وړاندیز شوي نظریات او تکمیلات ځاي شي .
د جلسي په جریان کې ملګری محمدالله څپاند چې نوی هغه او ملګري یې له ګوند سره یو ځاي شوي ، د ملګري مالک له خوا نورو ملګرو ته ور وپيژندل شو او ټولو ورته تود هرکلی ووایه او په ګوند کې یې د هغه او نورو ملګرو حضور د ګوند د پياوړتیا نښه وبلله .
په مقابل کې ملګري محمدالله څپاند د ملګرو له تودو ولولو مننه وکړه او د ګوندي کار د لا چټک تیا په اړتیا یې زور واچاوه . وعده یې وکړه چې خپل ټول ملګري د ګوندي تشکیلاتو له لاري په بیلا بیلو شوراګانو کې تنظيم کړي . ګوند ته به جلب او جزب زیات کړي او د ګوندي اعتبار لوړولو له پاره به د هر ګوندي فعالیت لوری سموي .
د افغانستان د سولي د روان بهیر د سالمي سمت نیونې ، د افغانانو تر منځ ( د حکومت او طالبانو ) د بین الافغاني خبرو د پيل کېدو ، مشورتې لوي جرګې ته د استازو ټاکلو په لړ کې ګوندي غړو ته د کمپين کولو کار د چټکولو لارې چارې ومومې .استازي ملګري په مشورتې لویه جرګه کې د هېواد ملي ګټو ساتلو ته متوجې کړي .
جلسه د ګوند د ریس ملګري مالک له خوا ګټوره وبلل شوه او ګوندي مسولینو ته مشخصې دندې وسپارل شوي .
په درناوي

د ګوند د تبلیغ او فرهنګ څانګه

Bilden kan innehålla: 4 personer, personer som sitter och inomhus

Comments are closed.