د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ م د سلواغي ۸ مه

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په خیبر پشتونخوا کې ، د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین د غیر قانوني نیوني او تښتوني په وړاندي کلکه اندیښنه ښيي او د پاکستان پولیسو او استخباراتو دا غلچکی او ډارن عمل په سختو ټکو غندي !

منظور پښتین په پاکستان او سیمه کې د بیان د ازادۍ ، د انساني حقوقو د ورکړي او په مرموز ډول د پښتونخوا د اګاه قشر د وتلو سیاستوالو ، دیني عالمانو ، فرهنګیانو ، د قوم مشرانو او د پشتون ژغورني غورځنګ د غړو او مینه والو د بې درکه کېدو او وژل کېدو د مخنیوي له پاره د سوله ایزي مبارزي بیرغ رپاند ساتلی دی .

د غورځنګ د پيل له ورځې څخه تر اوسه په منظور پښتین او ملګرو یې د پاکستان د پوځ او استخباراتو له خوا زیات تورنه لګول شوي ، د غورځنګ فعالان نیول شوي ، په بیلابیلو پلمو د هغوي لاري ډپ شوي او په شهادت رسول شوي دي .

د غورځنګ نور مشران لکه محسن داوړ او علي وزیر چې پارلماني مصؤنیت لري هم د پاکستاني پوځ د زورونو او نیونو له توطيو څخه بچ پاتې شوي نه دي ، تر یوي مودي زندانې او کړول شوي .

د پې ټې ایم د مشر منظور پښتین د غیر قانوني نیوني له امله په ټول پاکستان ، پښتونخوا او نړۍ کې د اعتراضونو د کولو ، د سترو غونډو جوړولو او پراخو لاریونونو را ایستلو لړۍ په بې ساري ډول پيل شوي .

د نړیوالي بښني عمومي سازمان ، د افغانستان او نړۍ د یو شمیر لارښوونکو څخه نیولي بیا ټول سوله خوښوونکی بشریت د منظور پښتین نیول او تښتول په غټو ټکو غندي او د هغه د بې له ځنډه خوشي کېدو جدي غوښتنه کوي .

د ګوند دارالانشأ د هېواد ، د سیمي او نړۍ په سوله خوښي بشریت ، مدني سیاسي ټولنو ، خپلواکو شخصیتونو غږ کوي چې د پاکستان په پوځي او استخباراتي کړیو زور واچوي چې منظور پښتین او د هغه نور نیول شوي ملګري روغ رمټ له زندانونو ازاد کړي او له دې وروسته د ستم لاندي ولسونو په تیره بیا پښتنو د سوله ایزو مبارزو د روان بهیر په وړاندي خنډونه جوړ نه کړي .

په درناوي

عبدالحی مالک

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

Comments are closed.