د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۸ مه

د ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ خبرتیا تر لاسه کړه چې د پيژندل شوي سیاستوال او د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پخوانې ویاند تورنجرال محترم دولت وزیري مور بې بې چې ، مهربانه میرمن وه او کشر ورور  سیف الله چې ، د خوګیاڼو شورا د مهمو مشرانو له جملې څخه ؤ دواړو ځانونه حق ته سپارلې دي .

انا لله و انا الیه راجعون

محترم وزیري چې د یوه وتلې ملي سیاستوال په توګه تل د هېواد په ملي سترو مسألو کې څرګند او وطنپالونکی دریځ خپل کړی او د افغانستان د ترقۍ ملي ګوند هر وخت د هغه د روښانه دریځ ستاینه کړي ، نن د خپلې مرحومې مور بې بې او د خپل خداي بښلې ورور د ناببره مړینې له امله د کورنۍ د غړو او خپلوانو سره د غم په تغر ناست دی .

دا شیبه د وزیري صاحب او د هغه د دردمنې کورنۍ له پاره سخته او د نه هیریدلو لحظه ده .

د ګوند دارالانشأ د محترم دولت وزیري او د هغه د ورور سیف الله سیاسي ، ټولنیزو او خیر غوښتونکو هلو ځلو ته د قدر په سترګه کتلې او ګوري او له دې امله ، د وزیري صاحب د مور بې بې او مرحوم ورور د مغفرت له پاره د الله تعالی دربار ته د دوعا او بښنې لاسونه لپه کوي .

دارالانشأ په داسې حال کې چې د مرحومینو مړینه نه جبران کېدونکې او بې وخته ضایعه بولي ، خداي ج ته خواست کوي چې د متوفا برکتونه د وزیري صاحب د کورنیو په غړو کیږدي او ورته عوضونه ورکړي .

د دومره ستر غم په پيښيدو سره موږ ټول د وزیري صاحب او د هغه د کورنۍ تر څنګ ودریږو چې د مهربان خداي له خوا په هغه او کورنۍ فضل وکړي او رسیدلی درد اسانه شي .

په پاي کې یو ځلې بیا مرحومینو ته د مغفرت او وزیري صاحب او کورنۍ ته یي د زړه د صبر او د  عاجل تسلیت دوعا کوو .

امین

عبدالحی مالک    د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

Comments are closed.