د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه

کابل – افغانستان

د غبرګولي ۵ مه ۱۳۹۸ م کال

په پې ټې ایم ، پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د پوځي کړیو د برید په هکله :

په ‌‌‌‌‌‌ډيره خواشینۍ ، د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ خبرتیا تر لاسه کړي چې ، د سیمې په یوه لوي دموکراتیک غورځنګ ( پښتون ژغورنې غورځنګ ) مشرانو او ملاتړو په دې پوچه پلمه چې ګواکې د غورځنګ مینه والو د پاکستان په امنیتې پوسته برید کړی او د پوستې یو شمیر سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولي ، په پوره وحشت حمله کړي او د پې ټې ام ۳ مینه وال یې شهېدان کړي او په لسګونو نور یې ټپيان کړي دي . له ټولو عجیبه دا چې له قبایایلي ساحې د پارلمان غړی علي وزیر ، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ګل علم او نور نیول شوي او د مالوماتو له مخې هغوي د پوښتنو او ګرویږنو په ترځ کې سخت شکنجه کیږي او ورسره بد سلوک کیږي .

په پې ټې ام حمله ثابتوي چې پاکستان له پنجابې بغیر د پښتنو ، بلوچانو ، سندیانو او نورو د حقوقو د ورکولو اراده نه لري ، ملکې حکومت او رسنۍ په نوم د دموکراسۍ اکټ کوي خو په حقیقت کې هر څه د پوځ او اې اس اې په لاس کې دي او هغوي تصمیم نیسې . که داسې نه وئ نو د پوځ ویاند به پې ټې ام ته اخطار نه ورکولی چې ستاسو وخت پوره شوی او له هغې وروسته به یې په یو سوله ایز کاروان د شا له خوا شرمه ونکی برید نه کولی .

دا یوازې پې ټې ایم نه دی ، په تیر کې هم پاکستانې پوځيانو او استخباراتو د پښتنو ، بلوچو او نورو قومونو په سوله ایزو لاریونونو او ناستو مرګونې ګزارونه کړیدي او د هغوي وینې یې بهولي دي .

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په پې ټې ام حمله یو انساني ضد او دموکراتیک ضد عمل بولي او هغه په غټو ټکو غندي او محکوموي .

د ګوند دارالانشأ کلکه عقېده لري که پاکستانی پوځ خپلو دغو وحشیانه کړنو ته ادامه ورکړي لیري نه ده چې د غیر تاریخې پاکستان په تابوت به ، دوي په خپله وروستی میخ ټک وهې او دا مصنوعې هېواد به د تل له پاره د نړۍ له سیاسي نقشي څخه ووځې .

د ګوند دارالانشأ له سوله خوښونکو نړیوالو ، ملګرو ملتونو ، د هېواد له سیاسي او مدني وطنپالونکو ټولنو غواړي چې په یوه اواز ، د پاکستان په پوځي مشرتابه او استخباراتو زور واچوي چې د علي وزیر په شمول ټول بندیان بې درنګه ازاد کړي او بیا په پې ټې ام او نورو دموکراتیکو غورځنګونو د برید اراده ونه کړي .

په درناوي

عبدالحی مالک

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

Comments are closed.