د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ د خواشینۍ پيغام

 

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ م د چنګاښ ۱۵ مه

په ډيره خواشینۍ مو خبرتیا تر لاسه کړه چې د افغانستان د وطنپالونکي او ډموکراټيک غورځنګ یوه وتلې څيره ارواښاد ډاکټر نور احمد تره کې د ورپيښې ناروغۍ له امله د چنګاښ په ۱۴ مه د جمعې ورځ د برتانیا مرکز لندن کې ، له دې نړۍ سترګې پټې کړي .
روح دې ښاد وي او جنت دې ځاي شي .

مرحوم نور احمد تره کی چې د افغانستان د خلک ډموکراټيک ګوند د موسس نورمحمد تره کې وراره ؤ ، د خپلې ویاړلې کورنۍ د نورو غړو په څير یې لوړي زده کړي درلودلي ، د زیار ایستونکو افغانانو په ګټه یې د سیاسي مبارزي بیرغ رپاند ساتلو او تل یې د روڼ اندو تر څنګ له عامو افغانانو سره ټينګه دوستې کوله . خداي بښلې د کډوالۍ په شرایطو کې د هېواد دننه او بهر په تیره له هغو وطنوالو سره چې کور او کلی یې پریښودلی او د نړۍ په نورو هېوادونو کې میشت شوي ، ټينګې اړیکې جوړولي او پاللي او د هغوي د ستونزو په رفع کولو یې هر راز هڅه او هاند کولو .
نور احمد تره کی زړه سواند افغان ؤ ، خوله یې تل له خندا ډکه ښکاریدله . هغه به تل په هېواد کې د سولي د راتلو له پاره دوعا کوله . د افغانستان د سولي روان بهیر ته یې د موفقیت تمه کوله او تل به یې د سولي له هري هڅې خپل ملاتړ اعلاناوه .
په داسې شرایطو کې چې ډيرې سختې ناروغۍ لاندي کړی ؤ ، خو چا تر پایه د کمزورتیا په بڼه هغه ونه لېدو .
شخصي ژوند کې د درانه او درناوي لرونکې شخصیت او خوي خاوند ؤ .
د هغه تشه په ټولو برخو په تیره بیا سیاسي ، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې د ډکېدو نه ده .
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د ارواښاد ډاکټر نور احمد تره کې په مړینه شخته خواشینې څرګندوي او هغه د هېوادنې غورځنګ ، د ستر تره کې کورنۍ او وطن له پاره لویه ضایعه بولې .
لوي خداي ته د دوعا لاس پورته کوي چې مرحوم ته مغفرت وکړي .
د الله له درباره غواړي چې د تره کې دردمنې کورنۍ ته د زړه صبر او عاجل تسلیت ورکړي .

انا لله و انا الیه راجعون

عبدالحی مالک د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

Bilden kan innehålla: 1 person, som ler, kostym och närbild

Comments are closed.