د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ ل کال د میزان ٢٩ مه

دافغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ د رسنیو او د خپلو ګوندي شوراګانو د خبرتیا له لارې مالومات تر لاسه کړل چې د ننګرهار شینوارو د هسکې میني ولسوالۍ په جومات کې د جمعې ورځې دلمانځه په بهیر کې شوي ترهګریز برید له ۷۰ تنو زیات شهېدان او د ۳۰ تنو په شاوخوا کې ټپيان پر ځاي پریښودل . د دې په څنګ کې د خداي ج کور جومات ته ستر زیان واړول شو .

د ګوند دارالانشأ دا برید او نور ټول هغه ترهګر یز بریدونه چې د افغانانو په مقدسو ځایونو ، روغتونونو ، ښوونځيو ، علمي او ټولګټو موسسو شوي او افغانانو ته یې ستر مالي ځاني نه جبران کېدونکې تاوانونه اړولي د انسان ، افغان او مسلمان د دوښمنانو کرغیړن عمل بولې چې هیڅ ډول بله توجیه نه لري .

د ګوند دارالانشأ څرګندوي ، هغوي چې په هر ناروا هدف مسلمان ، افغان او په ټوله کې انسان د ژوند له حق محروموي ستر جرم کوي ، د خداي ، پيغمبر او بشریت په وړاندې د ودریدو ناکامه هڅه کوي . همدارنګه هغه نړیوال او سیمه ایز زبر ځواکونه چې د خپلو ناروا ګټو د خوندي ساتلو په پار د یو شمیر ادیانو او مذاهبو په پوښښ کې د سیالۍ او نیابتې جګړو ډيرې شومې بڼې ازمیښت ته راوباسې ، له یوي خوا د خداي او خلکو په وړاندي جنایت کوي او له بلې خوا د ادیانو او مذاهبو هغه انساني او معنوي روح او ارزښتونو ته د پاي ټکی ږدې چې د پيړیو مبارزو او هڅو په پایله کې یې ظهور کړی .

په افغانستان ، منځنې خټيځ او د افریقا شمال کې د اسلامي بنسټپالنې له خوا مخته بیونکې جګړه د پورتنۍ بیان شوي موخې هغه بهیر دی چې له یوه پلوه د سنې او شیعه په نامه سیالۍ او جګړي بې دفاع مسالمانان ووژل او له بل پلوه د سیمې او نړۍ د یو شمیر هېوادونو نا تعریف شوي ملي ګټو ډير مسلمانان او د اسلامي اصیل تمدن ډير ستر مادي او معنوي ارزښتونه د خاورو سره خاوري کړل . افغانستان او د هغې خلک د څلورو لسیزو څخه په زیاته موده کې د یو شمیر اسلامي هېوادونو ، ګاونډيانو او د نړۍ د ډيرو پرمختللو دموکراسیو له لاسه په اور کې ودریدلې پاتې دي .

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د هسکې مینې ترهګریز برید په ډيرو سختو ټکو غندې ، شهېدانو ته د الله له درباره د مغفرت دوعا کوي ، ټپيانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي او د شهېدانو او ټپيانو کورنیو ته د زړه صبر غواړي . د دې په څنګ کې د افغانستان له خلکو په تیره بیا د هغې له اګاه قشر ، دینې عالمانو او له ټولو وطن دوستو ټولنو ، بنسټونو او ځانګړو شخصیتونو غواړي چې د روانې افغان زپونکې جګړي د پاي ته رسولو په ملي وطني کار کې عملي ونډه واخلي او د ټولو هغو بهرنیو او کورنیو کړیو د افشا کولو او دیوال ته ودرولو په کار کې چې افغان او افغانیت ته ، اسلام او اسلامیت ته ګواښ پيښوي پریکړونې هڅه او هاند وکړي .

په درناوي

عبدالحی مالک

   د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

Comments are closed.