د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه

کابل – افغانستان
دلړم دمیاشتی ٣٠نیټه ١٣٩٨کال
د افغانستان خلک نن سبا په ډيرو سختو شرایطو کې لاس او پښې وهي . د توکو بیې لوړي تللي ; د ژمې موسم ورځ تر بلې په هېوادوالو ژوند سختوي ; د دې په څنګ کې جګړه د پخوا په څير له افغانانو قربانې اخلي ; د ټاکنو پایلي پيچلي شوي ; په نامشروع ډول په واک کې د پاته کېدلو حریصي هڅې کیږي ; د سولي په بهیر کې يو شمیر ګاونډیان او زبر ځواکونه ناوړه سیالي – اغیز ښيندل او ښکاره لاسوهنه کوي او په لوي لاس د سالمي سمت نیونې څخه د بهیر د منحرفولو هڅې روانې دي ; له واک لرونکي حکومت ټاکلو او لرلو څخه د وطنوالو د بې برخې کولو له پاره د هېواد دننه او بهر ځينې څرګندې کړۍ په فعالیت بوختې دي .
د تعجب ځاي دادی چې یو شمیر هغه سیاسي څيري چې ځانونه د اوسنې دولتي جوړښټ بنسټګر بولي خو د خپلو ګټو په پار ډيرې زیاتې غیر مسؤلانه او آن افغاني ضد او ډموکراسۍ ضد څرګندونې ، دړکې او پاروني کوي . هغوئ په خبرو کې د افغانستان وسله والو امنیتي ځواکونو ته هم چې د وینو په بیه خلک او هېواد ساتې ، خوله ور اچوي !
ځينې بهرنیان هم کله – ناکله د خپل واک له دائري وځې ، داسې څرګندونې کوي چې له هغې بیا پورته ذکر شوي بې مسؤلیته کړۍ خپل د تخریب تبرونو ته لاستي اچوي او خلک په ډيرو اندیښنو کې ډوبوي .
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ له دا ډول ناڅرګند بهیر سره چې ډموکراسي د ډموکراسۍ په تشو اکتونو او سوله د سولې په تشو وعدو له خپل اصلي مسیر وباسې او د یو لړ ناتعریف شوي ګټو د تامین په هدف کاذب چاپيریال برابروي ; هیڅ ډول جوړ – جاړی نه شي کولی .

له دې کبله ګوند په لاندي ټکو کې خپل موقف اعلانوي :
• له ټولو هغو بهرنیو ادارو څخه چې د افغانستان په چارو کې بیلا – بیلي مرستي کوي او د تړونونو له مخې دندي تر سره کوي ; ټينګه هیله کیږي ، چې په افغانستان کې د جګړي د بندیدلو ، د سولې رامنځ ته کېدلو ، د دموکراسۍ او د هغه د بنیادونو د نهادینه کېدلو په برخه کې خپل نیت او نظر په واضح توګه روښانه کړي او اوسنې نا څرګند حالت ته چې د خلکو د ډيري اندیښنې سبب شوی ; جوت او د قناعت وړ ځواب ووایي .
• له ځينو افغان سیاستوالو ، په تیره بیا له هغو اشخاصو او کړیو څخه چې دولتي واک خپل میراث بولي ; په خپل اند ځانونه د خلکو او د هغې د قومونو ، ادیانو او مذاهبو مستحق استازې بولي ; دولتي بنسټونه او شتمنۍ د دولت د مال پر ځاي خپل مال او حق ګڼې ; کلکه غوښتنه کیږي چې پرته له خپلې خوا نور د هیچا د استازولۍ دړکه ونه کړي ; خپله ناوړه غوښتنې د خلکو او ملت د غوښتنو په نامه مطرح نه کړي . له غیر قانوني لارو د دولت د پرزولو ناوړه تبلیغاتو کولو ته د پاي ټکی کیږدي . ځکه اوس افغانان د واک اصلي مرجع او په خلکو د هغې له اغیزو څخه پوره خبرتیا لري .
• د ټاکنو او د ټاکنو د شکایتونو خپلواکو کمیسیونونو ته وړاندیز کیږي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون او نورو نافذو قوانینو پر بنسټ د خلکو د رایو د شمیرلو بهیر په بشپړه روڼتیا تکمیل کړي ; لمړنۍ او وروستۍ پایلي په پوره بې طرفۍ د ټاکلي مهالویش له مخې په زوړتیا اعلان کړي . اجازه ورنه کړي چې واک ته د رسېدو په پلمه د قدرت تږې لا نور هم د ټاکنو ملي پروسه تر پوښتنې لاندې راولي او خلک د ورکړل شوي رایو په اهمیت او ځواک شکمن کاندي .
• حکومت که څه هم خلکو ته د خدمت په یو شمیر ډګرونو کې پاتې راغلی ، فساد ، زورواکې ، قانون ماتونه او د خلکو وینه تویونه تر اوسه ادامه لري ، خو په ځينو عرصو کې ، لکه د سولې د روان بهیر د سمې سمت نیونې ، د ولسمشرۍ د ټاکنو ملي پروګرام د پلي کولو او ځينو نورو برخو کې د حکومت د مهم لوري چلند هیله بښونکی ښکاري . موږ ټينګار کوو چې د سولي بهیر د لا ډير افغاني کېدلو په موخه حکومت هغو غوښتنو ته ملا ټيټه نه کړي چې د حریصو ګاونډيانو او یا د نړۍ زبر ځواکونو له خوا زموږ د خلکو او هېواد د ملي ګټو د دایري څخه د باندي وړاندي کیږي او يا هم د یو شمیر واک وږو سیاستوالو د فردي او ګروپي منافعو د خوندي کولو له هڅو سره غوټه مومي .
• د افغانستان خلک ، سیاسي مدني ټولني ، مستقل ملي شخصیتونه ، ښځې او ځوانان له اوسنیو ستونزو څخه د هېواد بچ کولو په کار کې زیاته مرسته کولی شي . له دې امله په هغوئ غږ کیږي او په پوره درناوي بلنه ورکول کیږي چې د سولې بهیر د سالمي سمتګیرۍ او د ټاکنو د رڼو پایلو د ژر تر ژره اعلانولو په ملي وطني مبارزه کې یو بل ته لاس ورکړي او د ذکر شوي ; دوه ملي پروسو د وړاندي تګ په مقابل کې د راپورته کېدونکې خنډ او ځنډ پر خلاف هدفمندې هڅې وکړي . اجازه ورنه کړي د واک تر لاسه کولو له پاره د ډموکراسۍ ضد کړیو روان ګنګوسې ، پټ پټونکې او ګواښونه د ریښتیا جامه واغوندي .
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ باور لري چې د افغانستان میړنی ولس ، وطنپالونکي او ډموکراتیک ګوندونه ، مدني ټولني ملي خپلواک شخصیتونه د دې توان لري چې په خپل ټينګ یووالي او پيوستون د واک خپلونې اوسنۍ فاسد دستور چې د یو شمیر تنظيمي کړیو د کار کلچر ګرځيدلي ; بیخې له منځه یوسي او د ډموکراټيکو ټاکنو معاصر سیاسي فرهنګ ته چې په ولس سالارۍ ډډه لګوي د تل له پاره لار خلاصه کړي . هغه سوله راولي چې د افغانانو عزت په کې خوندي وي ، د روانې نیابتې جګړي ټغر ټول او افغانستان د بسیاینې او ترقۍ په لار رهي کړي .
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند له یوه داسې پيوستون او خوځښت سره د خپل تګ هوډ يو ځلې بیا تازه کوي .

عبدالحی مالک
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

Comments are closed.